په مکسيکو کې چاودنو ۲۴ تنه وژلي
د امريکا په مکسيکو کې د اورلوبې د سامانونو په يوه فابريکه کې چاودنې شوې چې له امله يې څلرويشت تنه مړه او نهه څلوېښت نور ژوبل شوي دي.
دغه فابريکه د مکسيکو په تلتيپيک سيمه کې ناقانونه جوړه شوې وه او چاودنې هم پکې د فابريکې د مسوولينو له بې غوري شوې دي.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، لومړی په فابريکه کې اور لګېدلی او يوه چاودنه شوې او وروسته چې خلک د پېښې ځای ته ورغلي، نورو باروتو او د اورلوبې سامانونو يا چاودنې کړې، يا يې اور اخيستی دی.
په څلرويشتو مړو شويو کسانو کې دوه يې پوليس او څلور د اور وژنې د عملې کسان هم شامل دي.
پوليس وايي، اوولس تنه ځای پر ځای مړه شوي او د اوو نورو په رغتون کې تر درملنه لاندې ساه ختلې ده.
په ټپيانو کې هم د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښوول شوی دی.
په دې سربېره، په سيمه کې څلور نورې ودانۍ او ګڼ شمېر موټرونه هم د چاودنو له امله ويجاړ شوي دي.
د خلکو د ژغورنې لپاره چورلکې او درې سوه تنه پوليس سيمې ته لېږل شوي دي.
1 نظرونه
Rahim
جمعه، ۱۵ سرطان ۱۳۹۷پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply