په بغداد کې د افغانستان سفارت اور اخيستی
عراقي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه بغداد کې د افغانستان سفارت اور اخيستی دی.
دوی وايي، دغه اور پرون لګېدلی و او وروسته د اور وژنې عمله سفارت ته رسېدلې ده.
په اورلګېدنه کې مالي زيانونه اوښتي، خو څوک سوځېدلي نه دي.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، اور د برېښنا د شارټي له امله لګېدلی.
0 نظرونه