د ابوبکر البغدادي زوی وژل شوی
د داعش د مشر ابوبکر البغدادي ځوان زوی د سوريې په حمس کې د سرتېرو په يوه بريد کې وژل شوی دی.
سرچينې وايي، د ابوبکر البغدادي زوی حذيفه البدري له څه مودې راهيسې په حمس کې د بشارالاسد په مشري د حکومت او متحدينو پر ضد يې جنګېده.
د داعش اعماق خبري اژانس هم نن د حذيفه البدري وژل کېدل تاييد کړي دي.
د سوريې حکومت د البدري وژل لويه لاسته راوړنه بولي او زياتوي چې په سوريه کې به د وروستي ترهګر تر وژلو پورې، خپلې ترهګري ضد جګړې ته دوام ورکړي.
د بشار الاسد په مشري حکومتي سرتېرو او د هغوی بهرنيو ملاتړو د حمس ډېری سيمې له داعش څخه پاکې کړې او لا هم پر ځينو سيمو درنې بمبارۍ روانې دي.
په همدې بمباريو کې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو له امله د بشار پر حکومت نيوکې ډېرې شوې دي.
0 نظرونه