ناتاييد شوي راپورونه؛ د پاکستاني طالبانو نوی مشر وژل شوی
ناتاييد شوي راپورونه وايي چې نن ډېورنډ کرښې ته څېرمه د امريکا بې پيلوټه الوتکې د پاکستاني طالبانو پر يوه غونډه بريد کړی دی.
ويل کېږي چې په دغه غونډه کې د پاکستاني طالبانو نوی مشر عمر رحمان چې په استاد فاتح مشهور دی، هم ناست و او په دغه بريد کې وژل شوی دی.
تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
څو ورځې وړاندې د پاکستاني طالبانو پخوانی مشر ملا فضل الله هم د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې وژل شوی و.
0 نظرونه