په سوداګريزو ونډو کې پانګونه څنګه کولای شو؟
۱۳ سرطان ۱۳۹۷ 161583 0 نظر حمیدالله فیضي

په سوداګريزو ونډو کې پانګونه څنګه کولای شو؟


که مو پرېکړه کړې وي چې پانګونه وکړئ، خو وېرېږئ چې د دې کار پیل کومه تېروتنه نه وي، یا هم له داسې خنډونو سره مخ نه‌شئ چې پانګونه مو له ستونزو سره لاس و ګرېوان شي؟ باید پوه شئ چې په پانګونه کې پر دې ټکي پوهېدل چې خپلې پیسې له لاسه ور نه کړو، د ګټې په اندازه اړین دي. په سوداګریزو ونډو پانګونه د شتمن کېدو لپاره تر ټولو مهمه لار ده، خو څه ډول یې پیل کړو؟

په لومړي سر کې د کار کولو د یوه حساب پرانیستلو ته اړتیا ده او په دویم قدم کې د پانګونې په اړه له مالی مسايلو ستاسې درک او د بوديجې په اړه د معلوماتو را ټولول دي.

۱.  پانګوال باید د پانګونې ډول ځانګړی کړي

مخکې له هر څه د سوداګریزې ونډې د اخیستنې لپاره پرېکړه وکړئ، ځکه دا مهمه ده چې په ونډو کې د پانګونې پر تګلاره پوه شئ او له عالي مفکورې سره پانګونه وکړئ؛ نو د دې لپاره  دغه معلومات ولولئ او د حالاتو په اړه ځان ډاډ من کړئ.

که د تاسې خوښه ده چې پر سوداګریزو ونډو پانګونه وکړئ، بايد د بېلابېلو سوداګریزو ونډو په اړه معلومات واخلئ او وګورئ چې کوم سوداګریز توکي ښه بازار لري او د بازار له اړتیا سره سم تولیدېږي. بیا هم که تاسې د سوداګریزو ونډو په بازار کې پانګونه وکړه، له ښو سوداګریزو سلاکارانو سره سلا وکړئ چې په ډاډه زړه مخ ته ولاړ شئ.

له یوه اقتصادي سلاکار سره مشوره وکړئ او د سوداګریزو ونډو په بازار کې د پانګونې په اړه معلومات ترلاسه کړئ چې په کم ارزښت سره ښه پانګونه وشي او پانګونه د ښه او پياوړي مدیریت په درلودو سره پيل شي. تاسې باید د پانګونې په برخه کې ځینو پوښتنو ته ځوابونه ووایاست.

هغه څه مو چې په رښتیا تر کنټرول لاندې دي، د سرمایې دقیقه شمېره، د قیمتونو ټيټ ساتل او ځينې نور موضوعات دي چې رښتني پانګوال خپه کوي او دا هغه کار دی چې تل ورته ښه او بریالي پانګه اچوونکي پام کوي او هغه تر کنټرول لاندې نیسي.

۲. د بنسټي مالي زېرمو او د سوداګریزو ونډو تر منځ ټاکنه

ډېری خلک په سوداګریزو ونډو پانګونه کوي، خو د بنسټي مالي زېرمو او سوداګریزونو ونډو تر منځ ټاکنه کوي. د مالي زېرمو، مالي معاملاتو لپاره د سوداګریزو ونډو په پرتله کمې مالي پانګې اخیستنې ته اړتیا ده. لکه څو تنه ونډه لرونکي پورته کېږي او دیوې کمپنۍ ډېرې ونډې په پیسو رانیسي، که تاسې هم په دې سوداګري کې پانګونه کوئ، یوه وړوکې ونډه پیدا کوئ او د دې کمپنۍ له ونډه لرونکو شمېرل کېږئ.

که تاسې د یوې ځانګړې کمپنۍ خاوند یاست، کولای شئ ونډې واخلئ او سوداګریز ډګر ته ګام پورته کړئ. څومره چې شونتیا شته په توپیر سره له شخصي ونډو پورت فولیو جوړه کړئ او تر ټولو مهمې پانګونې وکړئ.

د ونډې او مالي زېرمو توپير د تاسې د سوداګرۍ زیان کموي او ځینې نور ناشوني شیان بیا په شخصي ونډو کې د تاسې د سوداګرۍ زیانونه ډېروي. پورتنۍ شخصي ونډې غوره ټاکنې را منځ ته کوي چې تاسې په ډېر ښه ډول سره پانګونه وکړئ، خو ځینې شخصي پانګونې تاسې ډېر ژر شتمن کوي. که د خپل تقاعد د مهال لپاره پانګونه کوئ، تر ټولو غوره انتخاب وکړئ چې وکولای شئ د خپل ژوند مالي برخه له هغې پانګونې چې تاسې کړې ده، تمویل کړئ.

۳. خپله بودیجه محاسبه کړئ

نوی پانګوال له ځان سره دوې پوښتنې حل کوي، یو دا چې د سوداګرۍ د پیل لپاره څومره پیسو ته اړتیا ده؟ که په سوداګریزو ونډو کې پانګونه کوئ، لومړی د خپلو پیسو د اندازې کچه وټاکئ چې په څومره پانګونه د ونډه لرونکو ډګر ته ور دانګئ. پیسې که مو کمې وي کولای شئ له اقتصادي سلاکار یا دلال سره سلا وکړئ، خو په یاد ولرئ چې تاسې په کمه شتمني پانګونه کوئ، په کمو پیسو ونډه تر لاسه کړئ.

که ټینګار کېږي چې د خپلو پیسو یوه ډېره برخه پانګونې ته ځانګړې کړئ؛ نو که تقاعد ته نږدې شوي یاست او هیلې مو لوړې دي، هڅه وکړئ چې خپله اتیا سلنه شتمني پانګونې ته ځانګړې کړئ چې د تقاعد پر مهال خپلې اړتیاوې د دې پانګونې د ګټې له لارې بشپړې کړئ، خو د شخصي یا انفرادي سوداګرۍ لپاره هیله کېږي چې خپله لس یا هم شل سلنه شتمني پانګونې ته ځانګړې کړئ، ځکه شخصي سوداګرۍ ډېره زیان منونکې ده.

۴. یو حساپ پرانیزئ

که په خپله دنده او کارځای کې ستایل کېږئ، د تقاعد له پلان سره سم په سوداګریو ونډو نېغ په نېغه په بنسټي پروژو پانګونه وکړئ او که پلان نه لرئ، هیله کېږي چې له اقتصادي سلاکار سره مشوره وکړئ، په دې ډول به وکولای شئ په داسې سوداګرئ لاس پورې کړئ چې د تاسې د راتلونکې لپاره ښه پایله ولري.

له اقتصادي سلاکار سره په مشورې د تقاعد لپاره یو شخصي حساب جوړ کړئ او کله مو چې حساب پرانیسته یوه سوداګریز سلاکار ته ورشئ چې لږ فیس ترلاسه کړي او له ښو سلاوو سره تاسو ته مثبت لوری درکړي.

د سوداګري کولو لپاره وخت ته هم اړتیا ده، خو که ډېر وخت پر سوداګري بوخت یاست له یوې اوونۍ هم ډېر لږ وخت لرئ چې پلټنه وکړئ؛ نو لومړی داسې په یوه اقتصادي سلاکار پسې وګرځئ چې هغه واقعاً په دې برخه کې ښه تجربه ولري او په کم لګښت یې سلاوې تر لاسه کړئ. پلټنه او څېړنه د شخصي پانګونې لپاره کلي ګڼل کېږي، پرته له پلټنې نه‌شئ کولای چې ټول مارکېټ عملي وڅارئ، خو پلټنه کولای شي تاسې د سوداګري له غوره لارو سره اشنا کړي او په راڼه چاپېریال کې سرمايه وپانګوئ.

د دې مانا دا ده چې څېړنې کولای شي تاسې د بازار له تحلیل او ارزونې، کلني راپور او اقتصادي ودې سره اشنا او همدا ډول د توکيو له مناسب نرخه خبر او د خوښې په وړ برخه کې د پانګونې لارې چارې برابرې کړي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې