حکومت د لېوانو ښکار پيل کړ؛ د فارياب سم نيمايي خلک د قيصاري له امله طالبان شوي وو
په تېره يوه نيمه لسيزه کې لومړی ځل دی چې د حکومت پام زورورو او د نامسوولو وسلهوالو نيولو ته اوښتی او تازه يې په فارياب او روزګان کې دوه زورور لاس تړلي کابل ته راوستلي دي.
د روزګان د امنيت پخوانی امر رحيم الله خان او په فارياب کې د دوستم د ملېشو خپلسری قوماندان نظام الدين قيصاري تر لنډو نښتو وروسته نيول شوي او کابل ته لېږدول شوي دي.
رحيم الله خان په روزګان کې پر وسله لاس واهه، د حکومت پرېکړې او تصميمونه يې ننګول او د خلکو ژوند يې تريخ کړی و.
د فارياب نظام الدين قيصاري بيا د جنرال عبدالرشيد دوستم ښی لاس دی، د هغه تر ټولو قوي قوماندان او د دوستم د پخوانيو ملېشو چې په دې وروستيو کلونو کې بيا وسلهوالې شوې او د ولسي پاڅون په نامه يې په شمال کې جګړې کولې، رهبري يې کوله.
په شمال کې د "خېزش مردمي" په نامه وسلهوال د هېواد د نورو سيمو په څېر ولسي پاڅون کوونکي نه، بلکې د پخوانيو جنګي ډلو پخواني جګړهماران دي چې د خېزش مردمي په نامه وسلهوال شول او په سيمو کې يې جګړو او داړو ته مخه کړه.
د جنبش اسلامي ګوند مشر او د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د قيصاري نيول په سختو ټکيو غندلي او ګواښ يې کړی دی چې که خوشې نهشي، په شمال کې به بدې پايلې ولري.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې نظام الدين قيصاري له کلونو راهيسې په فارياب او ورڅېرمه سيمو کې د دوستم د پخوانيو ملېشو رهبري کوله او په دغو سيمو کې يې پرېمانه وسلهوال درلودل.
ده د خېزش مردمي په نامه د دوستم شا و خوا درې زره تنه پلويان وسلهوال کړي وو او په سيمه کې يې له طالبانو سره جنګول.
د سيمې يو قومي مخور حاجي مبين سرخط ورځپاڼې ته وويل چې تېر کال طالبانو پر غورماچ بريدونه پيل کړي وو او بيا يې دی مقابلې ته ور ووت.
دی وايي، نظام الدين قيصاري او نفرو يې هغه مهال طالبان مات کړل، خو پر کومو سيمو کې ورغلل، قيامت يې ورباندې راووست.
چور، چپاول، د ملکي خلکو وژل او ټکول او پر ناموسونو تر تېري پورې، له هيڅ يې مخ نه دی اړولی.
غورماچ د ترکمنستان پولې ته څېرمه، د بادغيس د مرغاب او د فارياب د المار او قيصار ولسواليو تر منځ پرته ولسوالي ده چې شاوخوا دوه شپېته زره تنه اوسېدونکي لري او اووه نوي سلنه يې پښتانه دي.
حاجي مبين وايي، د غورماچ پر خلکو د قيصاري او نفرو تر دغه تېري وروسته، د دغې سيمې نيم اوسېدونکي طالبان شول او د حکومت پر ضد يې وسلې واخيست.
د رسنيو د راپورونو په اساس، د غورماچ تر همدې پېښې وروسته د بشر حقونو ځينو ادارو راپورونه خپاره کړل او قيصاري يې پکې د بشر له حقونو څخه په سرغړونو تورن کړ.
د غورماچ له همدې غوبل سره د قيصاري او ولايت امنيتي او کشفي ارګانونو تر منځ اړيکې خړې پړې شوې او ورځ تر بلې د خرابېدو پر خوا روانې وې.
شا و خوا يوه نيمه مياشت وړاندې په قيصار کې د همدې خپلسري قوماندان يوه پوسته محاصره شوې وه.
هغه مهال ده د ولايت په امنيتي غونډه کې ويلي وو چې که دغه پوسته سقوط شي، په خپل لاس به د فارياب ټول سرتېري او د هغوی قوماندانان يو يو ووژني.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، وړمه شپه بيا ښاغلی قيصاري په فارياب کې نظامي جلسې ته غوښتل شوی و.
په دغه جلسه کې د لوی درستيز مرستيال جنرال عبدالحميد حميد هم ناست و.
ده په دغه غونډه کې يو وار ګواښ کړی و چې که يې څوک غوښتنې و نه مني، ټول به ووژني او ميمنه به ونيسي.
له شاهين قول اردو څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دغې پېښې په اړه ويل شوي دي چې نظام الدين قيصاري په دغه غونډه کې د غونډې ټول برخهوال له يوې مخې خاينان وبلل او ګواښ يې وکړ چې په خپلو وسلو به ټول ووژني، حکومتي ودانيو او ادارو ته به اور واچوي او ميمنه به سقوط کړي.
د خبرپاڼې په خبره، وروسته په همدې غونډه کې د قيصاري نفرو وسلې ته لاس کړی دی او بيا د سرتېريو او د قيصاري د نفرو تر منځ لنډه نښته هم شوې ده.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په دغه نښته کې د قيصار څلور ساتونکي وژل شوي او له پاتې نورو يې وسلې ټولې کړل شوې دي.
وروسته قيصاري د سرتېريو له خوا لاستړلی کابل ته لېږل شوی دی.
د فارياب يو بل قومي مخور داوود شاه وايي، قيصاري په فارياب کې د ټولو غلو، مافيا او ناقانونه وسلهوالو مشري کوله.
دی وايي، د فارياب ډېری کسان د همدې قيصاري د ناکردو له امله طالبان شوي او وسلې يې پورته کړې دي.
داوود شاه وايي، قيصاري د ازبک طالبانو يوه ډله هم درلوده، کله به چې دولت د دغو طالبانو پر ضد عمليات کول، يا به يې ده مخه نيوله او يا به يې هغوی ته وار له مخه د دغو عملياتو په اړه مالومات ورکول.
د داوود شاه په خبره، حکومت بايد دغه خپلسری قوماندان خوشې نه کړي او که له محکمې پرته خوشی شي، لا نور به هم خونړی شي او پر سيمه به قيامت راولي.
تر دې وړاندې د جمعيت ګوند مهمې څېرې احمد ضيا مسعود په يوه غونډه کې ويلي وو چې په شمال کې ډېری طالبان او قوماندانان يې چې د نظام پر ضد جګړه کوي او ناامنۍ يې جوړې کړې دي، د جمعيت او جنبش ډلو غړي او پخواني جګړهماران دي.
په ټولنيزو رسنيو کې د دغه زورور قوماندان او د روزګان د پخواني امنيت امير نيول کېدل خورا ستايل شوي دي او خلکو هيله ښوولې چې که حکومت دغسې څو نور ګامونه هم واخلي، د جګړې د لمبو لويه برخه به قراره شي.
0 نظرونه