په پلاوو د بلاوو مخه نه نيول کېږي
۱۳ سرطان ۱۳۹۷ 126550 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په پلاوو د بلاوو مخه نه نيول کېږي

 

حکومت وايي، د ننګرهار د وروستي وحشت څېړلو ته يې پلاوی ټاکلی او دغه پېښه به د نورو ناوړو پېښو په څېر بابېزه و نه بولي.

حکومت د ننګرهار په وروستي بريد کې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږي پر مهال هغوی ته دغه څرګندونې کړې دي.

دغه موټربم ځانمرګی بريد تېره يکشنبه ولايت مقام ته نږدې د جلال‌اباد په ښار کې وشو چې د نولسو تنو يې ژوند واخيست او شل نور يې ژوبل کړل.

د پېښې د قربانيانو لويه برخه اهل‌هنود افغانان وو چې يو يې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته نوماند هم و.

که څه هم دغه پېښه په کور دننه او دباندې د افغانانو او د نړۍ د بېلابېلو مشرانو له خوا شديده وغندل شوه، خو ښکاري داسې چې افغان حکومت ته يې له نورو پېښو سره چندان توپير نه درلود.

د ننګرهار د والي له خوا دا اعلان د پېښو څېړلو ته يې پلاوی ټاکلی او اوس د هغه پلاوي موندنو ته په تمه دی، دا ښکاره کوي چې حکومت ته نه دغه پېښه مهمه ده او نه پکې د وژل شويو او ټپي شويو کسانو قربانۍ ورته چندان اهميت لري.

په نوره نړۍ کې چې د پېښو څېړنې ته پلاوی ټاکل کېږي، داسې ګڼل کېږي چې حکومت ته دغه پېښه مهمه ده او پلاوی به خامخا سلامت، ملامت او ګرم اړخونه سره بېل کړي او بيا به هغو کسانو ته سزاوې ورکړل شي چې غفلت يې کړی، هغوی به د قانون پنجو ته را کاږل شي چې وحشت يې کړی او د قربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره به د اړتيا وړ خواخوږي او مرسته وشي، خو بدبختانه په افغانستان کې چې کومې پېښې ته پلاوی ټاکل کېږي، دا دا مانا لري چې بس لوټه يې په اوبو کې کېښوده او تر وياله يې ګام واړاوه.

لومړی خو د پېښو څېړنې ته داسې کسان په پلاوي کې نه ګمارل کېږي چې هغوی په دغه برخه کې زده‌کړې، روزنې يا تجربې ولري، بس څو تنه همداسې وټاکي چې تاسې به ولاړ شئ او پېښه به وڅېړئ. هغوی هم ولاړ شي، لومړی د پېښې ځای ته څلور پنځه ورځې تر پېښه وروسته ورشي، هيڅ هم نه وي، پر ميدان اوبه پاشل شوې وي، نه د باروتو بېلګه پاتې وي، نه د چاودېدونکيو موادو کومه ټوټه پرته وي، حالت عادي شوی وي، پر سړک موټرونه تګ راتګ کوي، دوی يوازې ورشي، ودرېږي او دا مالومه کړي چې موټربم يا بله پېښه په کوم ځای کې شوې وه. تر هغه وروسته ولاړ شي يو تريخ چای وڅښي او بيا کورونو ته ستانه شي.

نور نو نه بيا څوک پوښتنه کوي چې پلاوي څه وکړل، څه يې لاس ته راوړل، څوک يې ملامت وبلل او... څو ورځې وروسته نه دغه تېر شوی ناورين د چا ياد وي او نه قرباني شويو کسانو کورنۍ څوک پېژني.

په کابل کې پر زنبق څلولارې د شوي خونړي ټانکربم څېړنې ته ګمارل شوي پلاوي څه توره وکړه چې د ننګرهار پلاوی به يې وکړي. د کندوز د سقوط څېړنې ته ټاکل شوي پلاوي څه وکړل چې دې اوسني ته تمه پيدا شي، پر کانټيننټل د بريد لپاره ټاکل شوي پلاوي څه لاس ته راوړنه درلوده چې اوس به يې دا ولري. فراه چې سقوط ته نږدې شوې او د ښار څو حوزې سقوط شوې وې، پلاوي کوم سلامت او ملامت پکې وموندل، د کندهار په ولايت مقام کې شوي ځانمرګي بريد ته ټاکل شوي پلاوي څه وکړل؟ ټولو هيڅ هم و نه کړل.

موږ په دې باور يوو چې د ننګرهار وروستي وحشت ته ټاکل شوی پلاوی به هم د اوبو پر سر خطونه وباسي او څو ورځې وروسته به نه دغه پېښه د والي په ياد پاتې وي، نه به حکومت کوم اقدام کړی وي، يوازې د قربانيانو کورنۍ به سوال ته راوتلې وي او حکومت به خدای مه کړه د يوې بلې فاجعې څېړنې ته د پلاوي ټاکلو خبره کوي.

په افغانستان کې پلاوي د بلاوو مخه نه‌شي نيولای، ځکه د پلاوي غړي نه پوهېږي، د څېړنې، اسنادو او شواهدو په راټولولو او د پېښې په څېړلو يې سر نه خلاصېږي، تجربه نه لري، حتا په دې نه پوهېږي چې د پېښې ځای ته څنګه، له کومې لارې داخل شي، له چا څخه څه ډول پوښتنه وکړي، د پېچلو رازونو تر سپړلو خو لوی واټن دی چې دوی يې کلونه وروسته هم نه‌شي وهلای.

د ننګرهار په پېښه کې ملامت او سلامت له ورايه مالوم دي. يوه اوونۍ په ښار کې مرغۍ پر نه‌شوای وهلای، ټول امنيتي او کشفي ارګانونه ګوته پر ماشه ولاړ وو، د ولسمشر د ساتنې ټيم پي‌پي‌ايس همالته و، عام وګړي چا پياده پر سړک نه پرېښودل، بيا نو څنګه ځانمرګي کولای شي په دغسې کلکو امنيتي تدابيرو کې تر داسې مهم ځای پورې په بمونو بار موټر ورسوي.

دغه موټر له کومې خوا راغی، را الوتی خو هم نه دی، حتماً د همدې ښار پر پوستو او د پوليسو تر پلټنو راتېر شوی دی.

ولسمشر، والي او د حکومت نور مشران که رښتيا هم د دغسې فاجعو مخنيوی غواړي، هماغه ورځ يې بايد جلال‌اباد د امنيتي او کشفي ارګانونو مشران تړلي او زندان ته اچولي وای.

که په دوی کې خيانت نه وای، ځانمرګی د ښار حدودو ته هم نه‌شوای راداخلېدای. موږ باور لرو چې په هره ناوړه پېښه کې له ترهګرو سره سم نيمايي د پېښې مسووليت د امنيتي او کشفي ارګانونو د څو خاينو چارواکيو، وکيلانو او نورو پر غاړه دی او پلاوي چې ټاکل کېږي، هغوی بېچاره د همدې پېښې له عاملانو څخه د پېښې په اړه مالومات غواړي.

د پلاوو ملاوو کيسې اوس ډېرې تکراري او بې‌خونده شوې دي، حکومت دې د شرم پټولو ته پر کومه بله پلمه فکر وکړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې