CPJ بيا پر پاکستان غږ وکړ
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې يا CPJ د پاکستان له حکومته غوښتي چې خبریالانو ته داسې فضا رامنځته کړي چې هغوی پرته له وېرې خپل کار وکړي.
د خبریالانو د خونديتوب کمېټې دا غوښتنه د جولای په پنځه ويشتمه نېټه د پاکستان د عمومي ټاکنو په درشل کې کړې ده.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د پاکستان موقت صدراعظم ناصر الملک ته په ليک کې ليکلي؛ "د دې لپاره چې بايد ډاډ تر لاسه شي چې دا انتخابات په شفافه او عادلانه توګه کېږي، رسنيو ته بايد داسي فضار رامنځته شي چې پاکستانيان د خپل هېواد د اساسي قانون پر اساس په بشپړه توګه مالوماتو ته لاسرسی ولري. "
0 نظرونه