۸پاکستاني عسکر ووژل شول
پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان او شمالي وزیرستان کې په دوو بېلابېلو بریدونو کې شپږ ملېشه او دوه پولیس وژل شوي دي.
د بلوچستان د حکومت یوه چارواکي اصیل خان ویلي، وسلهوالو کسانو د ملېشه قواوو پر یوه کاروان برید کړی او شپږ ملېشه یې ووژل.
دویم برید په شمالي وزیرستان کې شوی چې دوه پولیس پکې وژل شوي دي.
0 نظرونه