ولې پر ځان بېباوره یو!؟
ښه مې په یاد دي په ښوونځي کې مو د معلم ورځ نمانځله، هر چا د معلم په مقام او اهمیت چې په ټولنه کې څومره مثبت رول لري، خبرې کولې. ځینو د ښوونکي په اړه شعرونه ویل. ما هم ویاند ته په لړزېدلي غږ وویل چې زه هم شعر وایم، نوم یې ولیکه، تر هغه چې نوبت مې رارسېده، جرات شېبه په شېبه جرات راسره مخه ښه کوله. حواس مې بدلېدل، نوبت مې راورسېد، ویاند بلنه راکړه، سل زړونه مې یو کړل، پورته شوم، کله چې د سټیج تر شا ودرېدم او ناستو کسانو ته مې وکتل، سر مې راباندې وګرځېد، رنګ مې لکه د سهار لمر چې خپل زرین شال یې پر طبيعت غوړولی وي، داسې شو. په ګوډه ماته ژبه مې شعر خلاص کړ او په دې پوه نهشوم چې څه مې وویل.
زموږ ډېری خلک له دې ستونزې سره مخ دي. پر ځان باور ورته غر سوری کول ښکاري. پر خپل ځان، مغز، فکر، وړتیا او ذهني ځواک بېباوره دي او فکر کوي که په کومه غونډه یا ټولګي کې خبرې وکړي خلک به ورپورې وخاندي، په ټولنه کې به د ټوکو او ناسمو خبرو سيمبول وګرځي... تر کومه چې د دې منفي فکرونو د حل لاره پیدا نه کړو له ناکامیو سره به غاړه غړۍ یو او هيڅکله به بري ته و نه رسېږو.
یوه شېبه له ځان سره فکر وکړئ او دا پوښتنه مطرح کړئ هغه کسان چې بریالي دي او د پوره خبرو کولو، پر ځان باور او د لوړ استعداد څښتنان دي، ایا په لومړيو کې همداسې و؟
تاسې هم کولای شئ چې د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږئ او بریالي "کسان" شئ. دا خبره تل په یاد ولرئ او له ځان سره يې تکرار کړئ چې زه یو پیاوړی کس یم، زه یو پیاوړی لیکوال یم، زه یو پیاوړی زدهکونکی/ محصل یم. هر څوک باید ووایي چې زه یو پیاوړی شخص یم او پر خپل ځان او نفس پوره اعتماد لرم او پر دې ښه پوهېږم چې څنګه مې په خپله مسلک او دنده کې ځان لوړو پوړیو ته ورسوم. پر نفس باور دا ډول ځانګړتیاوې ایجابوي چې له تاسې څخه بریالي کسان جوړ او په خپل ورځني ژوند کې پرمختګ وکړئ.
پر نفس رښتنی اعتماد هغه دی چې زموږ په وجود کې یوه لایتناهي ځواک زېږوي. په دې ترتیب پر ځان باور د هر کار د تر سره کولو لپاره مهم اصل دی او دا اصل په رياضت، او هلو ځلو لاس ته راوړلای شو. ټول هغه مهارتونه او وړتياوې چې غواړئ په ژوند کې یې تر لاسه کړئ، هغه وخت خپلولای شئ چې پر ځان له بېباورئ سره مبارزه وکړئ او پر خپل نفس قوي باور پیدا کړئ.
نظافت او پاکي چې زموږ په سپېڅلي دین کې پرې ډېر ټینګار شوی، هم پر ځان د باور کولو مهم جز ګڼل کېږي. د انسان ظاهري پاکوالی پر ځان له باور سره نېغه اړیکه لري او هغه انسانان چې منظم، پاک او باتمیزه وي تر هغو پر ځان ډېر باور لري چې بېترتیبه او ظاهراً بېنظمه وي.
خوشال بابا وایي چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي... که مو په کومه غونډه، مجلس او یا ټولګي کې خبرې کولې، تل په ياد ولرئ او له ځان سره يې تکرار کړئ چې زه يو بريالی انسان يم، له ناستو کسانو کم نه يم او راته ناست کسان له ما برتري نه لري. داسې خبرې کوئ لکه له ملګرو سره مو چې په مجلس کې ياست. پر همدې بنسټ که غواړئ چې پر نفس اعتماد ولرئ؛ نو تمرین وکړئ، لکه څنګه چې مخکې ما هم وویل چې هڅه هغه څه ده چې پایله یې ډېره خوږه وي.
پر دې اساس خپل ټول ښکلي باورونه د ژوند د چارو د نظم په چوکاټ کې ولټوه، ځکه ستا شخصیت او پر ځان د اعتماد جلوهداره نور دی؛ نو د وروستۍ خبرې په توګه په لوړ غږ ووایه، زه پرځان باوري اومنظم یم!
0 نظرونه