يو ميليون له خطر سره مخ ماشومان پاملرنه غواړي
په هېواد کې پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پيل شوی دی او هغو ماشومانو ته ورکول کېږي چې عمرونه يې تر پنځو کالو کم وي.
د واکسينېشن دغه پروګرام د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په مالي مرسته پيل شوی چې عموماً مياشت په مياشت د هېواد په بېلابېلو برخو کې په يوه وخت پيلېږي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، دا وار هم د تېرو ځلونو په څېر لا هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې ستونزې شته او داسې ښکاري چې يو ميليون ماشومان به د ګوزڼ ضد له واکسينه محروم پاتې شي.
له دغه وزارت څخه د خپرو شويو مالوماتو په اساس، دغه يو میليون محروم ماشومان د ننګرهار، کونړ، هلمند او روزګان په هغو سيمو کې دي چې طالبان پکې مېشت دي.
دا ټولې هغه سيمې دي چې ماشومان پکې د هېواد د نورو سيمو په پرتله د ګوزڼ له ګواښ سره ډېر مخ دي.
يونيسيف تر دې وړاندې د ماشومانو په اړه يو بل راپور هم خپور کړی و چې پکې ويل شوي وو، په افغانستان کې درې اعشاريه، اووه میليونه ماشومان بېسواده لويېږي او ښوونځيو ته د تګ زمينه ورته نه ده مساعده.
هغه ماشومان چې ښوونځيو ته نه ځي هم، لويه برخه يې د تقريباً د همدې سيمو وه چې ماشومان پکې له ګوزڼ ضد واکسين څخه محروم دي.
يو میليون ماشومان کم نه دي، د هېواد پر راتلونکي د پام وړ اغېز کوي، که خدای مه کړه يوازې څو تنه يې هم ګوزڼ ووهي، دومره لوی تاوان دی چې بيا به دغه کړۍ او سړي يو هم د بښلو نه وي چې د واکسين مخه يې نيولې، يا يې په دغه برخه کې لټي کړې ده.
دا اوس تازه مالومات دا دي چې د هلمند په نادعلي ولسوالي کې د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې او يو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.
پوليو يا ګوزڼ اوس له ټولې نړۍ څخه ټوله شوې او يوازې د افغانستان او پاکستان په هغو سيمو کې پاتې ده چې اوسېدونکي يې پښتانه دي.
له همدې امله اوس په نړۍ کې دغه ناروغي د پښتنو د ناروغي په نامه يادېږي.
که څه هم په افغانستان کې د پوليو د وايرس د پاتې کېدو تر ټولو لوی لامل ترهګر او جګړې دي، خو ځينې نور لاملونه هم لري چې که حکومت وغواړي کولای شي تر يوې اندازې پورې په هېواد کې د ګوزڼ د پېښو مخه ونيسي.
له پاکستان سره د خلکو بېپوښتنې تګ راتګ، اوږده ډېورنډ کرښه، د پوليو ضد واکسين په اړه د پاکستان تش په نوم ملايانو ناوړه څرګندنې او اوازې، په افغانستان کې ځينې ناوړه دودونه رواجونه، د هغو کسانو لټي او ټنبلي چې ماشومانو ته د واکسين ورکولو مسووليت لري او بېلابېلې نورې ستونزې هغه لاملونه دي چې لا يې هم په افغانستان کې د ګوزڼ وايرس ژوندی ساتلی دی.
حکومت بايد د دغه ناوړه وايرس پر ضد مبارزه يوازې د يونيسف کار و نه بولي، بايد تر خپله وسه، خپله هم په دغه برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
دا مهمه نه ده چې يوازې په هغه ټاکلي وخت کې چې يونيسيف ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکوي، ماشومان واکسين شي.
حکومت کولای شي له ولسواليو ته راوتلو په لارو او ښارونو ته د ننوتو په دروازو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين لپاره يو يو کس ته دنده وسپاري چې دغه واکسين ماشومانو ته ورکړي.
دې ته هم اړتيا نهشته چې د هېواد په ټولو سيمو کې دې دغسې کسان وګمارل شي، حکومت کولای شي يوازې په هغو سيمو کې دغه اقدام وکړي چې په جدي توګه د ګوزڼ د وايرس تر ګواښ لاندې دي.
په دې سربېره، بايد راډيوګانې، ورځپاڼو او نورو رسنيو ته چې د حکومت خبره ورباندې چلېږي، جدي سپارښتنه وشي چې په دغه برخه کې منظمې خپرونې ولري او خلک د واکسين په ګټو وپوهوي.
په دې توګه به د هغو پاکستاني ملايانو د افواهاتو او ناوړه اوازو مخه هم نيول شوې وي چې د واکسين پر ضد يې کوي او د خلکو د پوهاوي کچه به هم لوړه شوې وي.
پوليو د ټول افغانستان ستونزه ده او بايد په شريکه يې پر ضد هڅې وکړو.
0 نظرونه