ناکام ایتلافونه زور اخلي
د شمال د شړېدلې امپراتورۍ مخلوع ځانخوښي مشر د نوې ټلوالې د جوړولو ژاولې وژوولې. ده په بلخ کې وویل چې نوې ملي لویه ټلواله کې به یې د افغانستان هغه ټولې څېرې راټولې وي چې د تدارکاتو کمېسیون او ولسمشر یې د شرکتونو او کمپنیو کار و بار ور درولی دی او هرې سوړې ته یې سرونه ور سیخ کړي دي.
عطا محمد نور په وروستي یوه کال کې دوه او په تېرو ۲ کلونو کې درې ځله ټلوالې جوړې کړې چې پخپله یې هم په نتېجه نه لرلو سر خلاص دی، خو دوی پر دې هم پوهېږي چې د ټلوالې جوړولو له ناکامو غورځو پرځو پرته نور څه نه دي ورپاتې چې ورځ پرې تېره کړي.
دی هغه اوبو وړي ته پاتې کېږي چې شګو وړې او غټې ډېرۍ ته لاسونه ور اچوي او په خړو اوبو کې د نه ډوبېدو په هیله نیمژواندې پښې ښوروي. عطا محمد نور سر له اوسه د ولسمشرۍ د ټاکنو پر روڼتیا شک ښيي او د ټاکنو د نه منل کېدو په صورت کې یې ان د موقت دولت د را منځ ته کېدو یادونه کړې. دوی فکر کوي چې په دې هېواد کې به لا هم د دوی خبره د پخوا په څېر ډېرو ته د کاڼې کرښه وي، خو بېچارهګان پر دې لا نه دي خبر چې همدا د دوی په خپلو رسنیو کې ترې بڼکې ایستل شوې دي او هغه دویمه څېره یې ملت ولیده چې درواغجن چتر یې پرې را خپور کړی و.
عطا محمد نور چې د بلخ ولایت دربار یې له لاسه ورکړی، د ناز او غرور له کلک محرومیت سره مخا مخ شوی او هڅې کوي چې نظام په خپلو لاپو وننګوي. دی له څو میاشتو وروسته بیا د خپلې شړېدلې امپراتورۍ او سرناخلاصو پلویانو د لیدو په نشه کې هوايي پوکاڼۍ وچوولې او پخواني اوبو وړي یادونه یې تازه کړل. ترې را چارپېرو ته هغه ورځ نه وه وریاده چې هره ورځ به یې د بلخ په دربار کې د ولسمشر غني او عبدالله د غاښونو د ایستلو بغارې وهلې. ښاغلی عطا چې له سیاسي ډګره د دومره ګوښه کېدو مزه یې نه وه څکلې واک ته د بیا رسېدو په تړاو یې خپل شوق نندارې ته وړاندې کړ.
د جمعیت اسلامي په نوم اجراییه مشر چې ایله اوس یې د رښتیني سیاست مزه وڅکله او د خپلو ګوندي ملګرو د سړو دربارونو ننداره یې وکړه، بېرته یې بلخ ته مخه او له هغه ځایه یې د نوي ایتلاف د جوړېدو خبره وکړه. هغه په کابل او له هېواده بهر له بېلابېلو په نوم ځان ته غره سیاستوالو سره چې ملت یې له نوم اورېدو ستړی دی تر لیدنې وروسته پرېکړه وکړه چې د خپل نفوذ، شتمنۍ او بېخونده ژبې په کارولو سره د راتلونکي کال ټاکنو ته یو داسې سیاسي چتر او جوړښت را منځ ته کړي چې پر پخوانیو ګوندي او ژبنیو اساساتو به ولاړ او څلوېښت کلن ازمویل شوي به پکې راټول وي.
عطامحمد نور چې په پلازمېنه کې یې پر ولسمشر غني د راټولو افغان سیاستوالو، حزب اسلامي او یو شمېر نورو مخورو د سیاست وزن او قافیه ولیده؛ نو یې بل کال ته سیاسي اشتها خرابه او پر خپلو پخوانیو ټلوالو او هڅو یې باور له لاسه ورکړ او د نوې ټلوالې د جوړولو په پلانولو بوخت شو.
په تېرو ۱۶ کلونو کې د جمعیت سیاست، جوړښت او تګلارې ته په کتو سره د راتلونکي کال سیاسي مبارزې ته داسې څه نهشي وړاندې کولای چې د ښاغلي غني بیا واک ته رسېدل دې وننګوي او یا دې په افغانستان کې نورو مخکښو ډلو ته کوم لوی خنډ رامخې ته کړي. د جمعیت سرلاري پر دې پوهېږي او همدې اندېښنې ته د لار موندنې په موخه یې تکراري هڅې پیل کړې.
دوی هڅې کوي چې په لومړي ګام کې د جمعیت ګوند له سره ترمیم او ترې ناراضه شوي دوستان بیا ورخپل کړي. په دویم ګام کې غواړي ټولې هغه څېرې ور غونډې کړي چې د ولسمشر غني له خوا یا رټل شوې او یا له حکومته خپه شوې دي. په درېیم ګام کې له هغو قومي ګوندونو سره په لاس یو کولو بوخت دی چې په تېرو۳۰ کلونو کې یې په مختلفو نومونو د افغانستان د واک تر لاسه کولو او واک ساتلو لپاره په یوه نامتجانس ایتلاف کې د ملت پر وړاندې درېدلي وو.
د دې هڅو په خوا کې د عطا محمد نور ملګري د بهرنیو هېوادونو د ډاډ تر لاسه کولو او مرستې یا تفاهم رامنځ ته کولو هڅو ته هم زور ورکړی او کوښښ کوي خپل پخواني متحدان ډاډمن کړي چې په خوب لیدونکي واک ته په رسېدو سره به یې په افغانستان کې ګټې خوندي وي، خو ښکاري چې د روسیې، منځنۍ اسیا هېوادونو، ایران او هندوستان تمه له دوی ختلې او اړیکې یې د پخوا خلاف له مرکزي دولت سره دي چې په سر کې یې اوس محمد اشرف غني دی.
خو د ښاغلي عطا نور په څېر سیاستوال لا هم فکر کوي چې د شلمې پېړۍ د جنګي پېر سیاستوال د ۲۱مې پېړۍ په نړیوال سیاست کې انتن ورکوي او دوی کولای شي د نوي نسل د ځوانانو اړتیاوې او د افغان ولس غوښتنو ته ځواب ورکړي، خو دوی چې د خپلو خلکو په ژبه او غوښتنه په ۴۰ کلونو کې پوه نهشول، د نړۍ په ژبه یې پوهېدل تر فکر پورته خبره ده. هغوی چې له توپک سره لوی شوي د سیاست په الف او با یې سر نه خلاصېږي او د نړیوالتوب په زمانه کې یې قومي ډول ته کم خلک څڼې غورځوي.
0 نظرونه