په هند کې ۴۶ تنه مړه شول
هندي چارواکي وایي، د دې هېواد په شمال کې په یوه دره کې د مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۴۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپيان دي.
چارواکي وايي، تر اوسه د پېښې علت روښانه نه دی، خو دوی څېړنې پیل کړې.
هندي چارواکي وایي، دغه بس له سړکه اوښتی او درې ته لوېدلی دی.
0 نظرونه