په ایران کې لا هم لاریونونه دوام لري
په ایران کې بیا هم د وړمې ورځې په څېر د پولیسو او لاریون کوونکیو ترمنځ شخړې روانې دي.
د ایران په جنوب لوېدیز ابادان او خرمشهر ښارونو کې چې په خوزستان ولایت پورې مربوط دي، خلک د څښاک د اوبو د کمښت او ککړتیا په خاطر لاریونونه کوي.
په لاریونونو کې د خلکو او پولیسو تر منځ د شخړو راپورونه هم خپاره شوي دي.
له بله پلوه بیا د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، امنیتي ځواکونو د خلکو هغه تجمع ماته کړه چې له اوامرو یې سرغړونه کوله.
0 نظرونه