د جرمني د کورنیو چارو وزیر استعفا ورکړه
د جرمني د کورنیو چارو وزیر له لومړۍ انګېلا مېرکل سره د کډوالو د پاليسیو په تړاو د اختلافاتو له امله خپله استعفا وړاندې کړې ده.
هورسټ سي هوفیر پرون وختي د خپلې استعفا خبر تایید کړ.
خو ځینو رسنیو ویلي دي چې ده لا خپله استعفا په رسمي ډول نه ده وړاندې کړې او د ده د ګوند ځیني مشران هڅه کوي چې دی قانع کړي، څو له دې اقدامه لاس په سر شي.
سي هوفیر د صدر اعظمې ميرکل یو له سختو منتقدینو څخه دی او د کډوالو په اړه د سختې تګلارې د غوره کولو لپاره یې زیات فشار راوستی دی.
0 نظرونه