د ناومېش وېش؛ د دوو ولايتو پر اوږو بار ولسوالي
ناومېش د هلمند لرې پروت او د دايکندي څنګلوری کلی و چې په ديارلس سوه دوه نوييم کال کې د حامد کرزي په امر په ولسوالي بدل شو، خو وروسته چې مالومه شوه د هلمند له مرکزه يې چارې سمې نه تر سر نه اوړي، په ديارلس سوه پنځه نوييم کال کې د ولسمشر غني د اتهنوييمې ګڼې حکم په اساس، په دايکندي پورې وتړل شوه.
دغه ولسوالي اوس هم د دايکندي برخه ده، خو د ټاکنو کمېسيون يوازې په ټاکنو کې په هلمند پورې تړلې ده او نورې چارې يې د دايکندي مرکز سمبالوي.
د ټاکنو کمېسيون د پرېکړې په اساس، د ناومېش خلک چې په ټاکنو کې برخه اخلي، رايې به يې د هلمند کانديدانو ته ځي او په هلمند کې چې د دوی هر څوک خوښ وو، هغه ته به په پارلماني ټاکنو کې رايه ورکوي.
د ناومېش ټول وګړي، هزاره افغانان دي.
اوس د هلمند اوسېدونکي وايي، دا د دوی لپاره يوه جوړه شوې دسيسه ده او ځينې کړۍ چې په وطني او ملي مسايلو کې په قومي اساس چلند کوي، غواړي په دې توګه په هلمند کې د يوه ځانګړي قوم کانديدان پارلمان ته ورسوي او د نورو د تګ مخه ونيسي.
سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې په ناومېش کې د ټاکنو د کمېسيون استازي ټول له دايکندي څخه ټاکل شوي دي او د دې ولسوالي د نفوس تر شمېره څو برابره زياتې تذکرې پکې سټيکر شوې دي.
په دې سربېره، د دغې ولسوالي امنيهقوماندان، ولسوال او نور هم د دايکندي له خوا مقرر شوي او اداري، امنيتي او لوجيسټيکي چارې يې هم ټولې د دايکندي د ولايتي ادارې له خوا پر مخ وړل کېږي.
سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د دغې ولسوالي د نفوس شمېر دوولس زره، نهه سوه او دوه ويشت تنه ته رسېږي، خو د ټاکنو لپاره د نومليکنې په پروسه کې تر اوسه پورې پکې تر شپږ دېرش زره پر زياتو تذکرو سټيکرونه وهل شوي دي.
د هلمند مدني فعال او له دغه ولايت څخه ولسي جرګې ته کانديد اغا محمد قريشي سرخط ته وويل چې دوی داسې مالومات هم رسېدلي دي چې د دايکندي له بېلابېلو نورو سيمو څخه خلک راوړل شوي او په ناومېش کې يې سټيکرونه لګولي دي.
دی وايي، په دغه ولسوالي کې د ټاکنو د نومليکنې ټول مامورن د دايکندي له خوا ټاکل شوي دي او راپور هم په دايکندي کې د ټاکنو کمېسيون ته ورکوي.
قريشي وايي، په دې اړه يې ارګ او د ټاکنو کمېسيون ته خپل شکايتونه لېږلي دي، خو تر اوسه لا چا په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.
د ده په خبره، ځينې کړۍ شته چې په هلمند کې يې د يوه ځانګړي قوم د څو کانديدانو د بريا په پار، د ټاکنو پر کمېسيون فشار راوړی چې د ناومېش رايې بايد په هلمند کې وشمېرل شي او د دغې ولسوالي خلک په ټاکنو کې د هلمند نوماندانو ته رايې ورکړي.
قريشي وايي، دغه کړۍ غواړي د نادعلي او لښکرګاه د ځينو اوسېدونکيو او د ناومېش د ټولو وګړو په زور له هلمند څخه د يوې ځانګړی قوم څو کانديدان پارلمان ته راولي.
پرون په لښکرګاه سلګونو تنو هلمنديانو د ټاکنو کمېسيون د دفتر مخ د ناومېش د دغه وېش پر ضد لاريون کړی و.
دوی په هلمند کې د ټاکنو کمېسيون دروازه وتړله او ګواښ کوي چې تر هغه وخته به يې خلاصه نه کړي، تر څو چې د ناومېش رايې په دايکندي پسې نه وي شمېرل شوې.
د لاريونوالو مشر عبدالحق ځواکمن سرخط ورځپاڼې ته وويل، د ټاکنو کمېسيون دفتر يې تړلی او ولايت مقام ته يې هم خبر ورکړی دی چې په دې اړه دې ژر پرېکړه وکړي.
دی وايي، د هلمند شپږ ولسوالۍ سقوط دي، خلک يې په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلای، نو اوس که د ناومېش رايې د هلمند نوماندانو ته لاړې شي، د ډېر کانديدانو او د هغوی د پلويانو پر حق به څرګند تېری شوی وي.
ځواکمن وايي، دوی به پرې نه ږدي چې دا ځل هلمند د غزني په برخليک اخته شي.
د هلمند مدني فعالانو د ټاکنو کمېسيون د دفتر تر تړلو وړاندې په دې اړه يوه مطبوعاتي ناسته هم کړې وه او دغه کمېسيون ته يې درې ورځې وخت ورکړی و چې د دوی غوښتنې ومني.
0 نظرونه