ولې فقر؟
اوس اوس په نړۍ کې 196 هېوادونه دي چې له دې جملې 25 هېوادونه غني او مالداره دي چې د يوه وګړي کلنی اوسط يې $100000 امريکايي ډالرو ته رسېږي. همدارنګه 20 داسې هېوادونه چې لوږې او فقر وهلي دي، چې اکثره يې د افريقا د لويې وچې هغه دي، د دغو هېوادونو د يو نفر کلني عايد تقريبا 1000$ ته رسېږي. يانې د ورځې عايد يې ۳ امريکايي ډالره دي.
د نړۍ غنی هېوادونه ورځ تر بلې مخ پر وده او پرمختګ روان دي، خو برعکس مخ پر ځوړ هېوادونه ورځ تر بلې د فقر لور ته درومي.
اوس ځان په دې پوهوو چې اخېر ولې ځينې هېوادونه وده کوي او ځینې نور بیا همداسې په فقر کې پاتېږي؟ د دې سوال لپاره پاليسي جوړوونکو او اقتصادپوهانو درې فکټوره تعريف کړي چې په يوه هېواد کې دغه درې فکټورونه وي، هيڅکله به هم يو د فقر تر کرښه مخ پر وړاندې تېر نهشي.
۱. ادارې Institutions
که غني هېوادونو ته فکر وکړو پياوړې او شفافې ادارې لري. د زيات شفافيت له مخې يې ادارې له هر ډول فساده پاکې او مبرا وي، خو د مخ پر ځوړ هېوادونو ادارې کمزورې وي او د شفافيت څرک پکې نه ليدل کېږي. هماغه ده چې فساد يې اوج ته رسېدلی وي.
کله چې یو هېواد په فساد ککړ وي؛ نو دا ادارې کله هم په دې نهشي توانېدای چې ماليه شفافه را ټوله کړي، ځکه ماليه د بیارغونې او هم د زيربناوو په جوړښت کې مهم رول لوبوي، هماغه ده چې په مخ پر ځوړ هېوادونو کې فساد اوج ته رسېدلی وي. د ماليې په راټولولو کې کله هم پوره دولت ته نه تسليمېږي.
د نړۍ 20% هېوادونه داسې دي چې د کال عايد يې له 10 B$ څخه تر 20 B$ بيليونه امريکايي ډالرو پورې ورکېږي او غلا کېږي چې بدبختانه افغانستان هم د دغو هېوادونو په لېسټ کې دی.
ماليه د يو هېواد په پرمختګ کې د ملا د تیر حيثت لري، کله چې د يوه هېواد ټیکس او ماليه صفر ته تقرب وکړي، دولت به يې له فقر سره مخ کېږي او نهشي کولای چې د عايد په پيسو د وزارتونو، پوليسو محکمه، د زدهکړو سکټور، د صحت سکټور او د ټرانسپورټيشن سکټور قوي او پياوړي کړي.
همدا رنګه که فکر وکړو په زياتره ادارو کې د خپلې خوښې استخدام روان دی، مسلکي وګړي مو همداسې بېوظيفو او بېسرنوشته ژوند تېروي.
د Clan Based Thinkingپر بنسټ په غريبو هېوادونو کې مسلکيتوب او لياقت د هيڅ برابر دی. هر وګړی دا کوښښ کوي چې د خپلې کورنۍ غړي په یو اورګان کې ځای پر ځای کړي. هماغه ده چې غيرمسلکي کس هغه تشه چې مسلکي کس يې پوره کولای شي، نهشي ډکولای.
په مخ پر ځوړ هېوادونو کې هيڅکله هم په ميرټ او خپل لياقت سره مسلکي غړي خپل هدف ته نهشي رسېدای. همدا سبب دی چې کارونه نيمګړي او د مسلکيتوب څرک په کارونو کې د صفر برابر وي.
۲. کلتوري څنډه
هم يو مهم عامل دی چې غريب هېوادونه همداسې غريب پاتې دي. په پرمختلليو هېوادونو کې د ډېرو اديانو وګړي ژوند کوي او کار روزګار پر مخ وړي، کله هم یو دين بل دين نه تخريبوي چې يو مذهب بل مذهب ته پوره قدر لري. ۱۹داسې پرمختللي هېوادونه دي چې د نړۍ 70% د اديانو وګړي پکې ژوند کوي. دولت يې هر دين او مذهب ته ځان ته سهولت او اسانتياوې برابرې کړې دي.
په غريبو هېوادونو دغسې طرز نظر نهشته، که څه هم د محدودو اديانو وګړي پکې ژوند کوي، خو د دوی تر منځ تفرقې خپل ورځني روزګار ته نه دي پرېيښي. دوی يو بل نهشي زغملای؛ نو همدا سبب دی چې د غريبو هېوادونو د کلچر تضاد د فقر په تېغ وهلي دي.
په پرمختلليو هېوادونو کې يوه لويه لاس ته راوړنه دا ده چې د خلکو تر منځ باور دی، خو په غريبو او مخ پر ځوړ هېوادونو کې خپل ځانباوري ډېره ليدل کېږي.
۳. جغرافيايي فکټور
د غريبو هېوادونو د غربت لوی عامل دا هم دی چې د دوی جغرافيه خرابه ده. يانې غريب هېوادونه د جغرافيې په لحاظ ډېر په تياره کې پراته دي چې د ژمي زياته يخني او د اوړي زیاته ګرمي د مختلفو ناروغيو لکه ايبولا، ملاريا، ډیريا، محرقه، زکام، ذهني تناو او داسې نورو ناروغيو يې روزګار له ماتې سره مخ کړی.
همدا رنګه زراعت چې د يو ملک په پرمختګ کې پراخه ونډه لري، د غريبو هېوادونو د جغرافيوي موقعيت په اثر بېثمره دی. د ژمي په سړه او د اوړي په توده هوا کې زراعت خپلې پېښې سمې نهشي خښولای. همدغه وجه ده چې غريب هېوادونه د زراعت د کښت له حاصلخيزي هم محروم پاتې دي.
همدا رنګه د غريبو هېوادونو غريب پاتېدل يو هم د ځمکو د خاوندانو Land Lords درلودل دي. د ځمکو خاوندان زياتره په غريبو هېوادونو کې وي. کار روزګار او د ارايي د دوی په لاس کې وي او په هره برخه يې انحصار Monopoly اختيار کړی وي. کوچنی کار و بار نه پرېږدی چې رشوت وکړي؛ نو هماغه وي چې بېکاري زياته شي او د هېواد وګړي له لوږې او فقر سره مخ شي.
پورته فکټورونه د يوه هېواد په فقر کې پاتې کېدل، 50% ادارې، 30% جغرافيوي اقلیم او موقعيت او 20% کلچرل تاثير لري چې غريب هېوادونه همداسې تياره او په فقر کې پاتې دي.
0 نظرونه