د ولسمشر تکراري څرګندونې تر ګټه تاوان ډېر لري
۱۱ سرطان ۱۳۹۷ 145608 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د ولسمشر تکراري څرګندونې تر ګټه تاوان ډېر لري

ولسمشر غني پرون بيا ننګرهار ته تللی و، هلته يې د يوه کمپليکس د تهداب د ډبرې تر ايښودو وروسته، خلکو ته وينا وکړه، خو دا وينا خلکو ته ډېره اشنا ښکارېده، مودې وړاندې د ولسمشر له خولې اورېدلې وه، يوازې ټکي يې بدل وو.

ولسمشر د ننګرهار والي ته مخ ور واړاوه او و يې ويل، يو کمېسيون جوړ کړه چې د ځمکو غاصبان مالوم کړي، غصب شوې ځمکې په نښه کړي، زه درسره يم، د ولس له خوا ودرېږه او غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوه.

ده په امنيتي برخه کې هم ځينې وستايل او ځينې يې په داسې حال کې وغندل چې په همدې وخت کې ننګرهار يوه درانه موټربم ځانمرګي لړزاوه، لس تنه شهيدان، ګڼ شمېر نور ژوبل او تر ودانيو او موټرو لمبې تاوېدې.

د ځمکو د غصب په اړه ولسمشر مودې وړاندې په همدې ولايت کې امنيتي ارګانونو ته امر کړی و چې غاصبان ووژنئ، پر سر يې وولئ او د ځمکو غاصبانو ته يې هم ګوته څنډلې وه چې په کپسونو کې به يې واچوي.

زموږ د ولسمشر تر بل هر چا د ځمکو غاصبانو ته ډېر اعصاب خرابېږي، بد يې اېسي، ګواښي يې، خو بدمرغي وګوره چې قار يې يوازې قار پاتې کېږي، اقدام ته نه اوړي.

همدا لامل دی چې مياشتې او کلونه اوښتي دي، خو نه چا د ځمکې کوم غاصب په کپس کې اچول شوی وليد، نه چا ورباندې د مرمۍ خو څه، د ګل ګذار وکړ، بلکې لا چاغ شوي او لا ډېرې ځمکې يې غصب کړې دي.

د ولسمشر دغسې تکراري څرګندونې يوازې ولس ته دا ور يادوي چې ولسمشر تر دې وړاندې هم دغسې اخطارونه ورکړي وو، خو کوي هيڅ هم نه.

غاصبان هم پوهېږي چې ولسمشر څومره غورېږي، هومره نه اوري.

د ننګرهار غاصبانو ته د ويشتلو او په کپسونو کې د اچولو تر ګواښ وړاندې ولسمشر شا و خوا يو نيم کال مخکې په درېيم ښاري ملي کنفراس کې ويلي وو چې راتلونکی کال به د حکومت زياته توجه غصب شويو ځمکو ته وي، غصب شوې ځمکې به خلاصېږي او غاصبان به يې زندانونو ته ځي، خو چې کال پوره شو، ولسمشر د دوه زره اوولسم په نومبر کې څلورم ملي ښار کنفرانس ته په وينا کې وويل، د ځمکو د غصب په برخه کې د حکومت د قضاياوو له کاره مايوسه دی.

ده په هماغه څلورم کنفرانس کې عدلیې وزارت ته خبرداری ورکړ چې که د دولت د قضایاوو او یا د حقوقو په اداره کې د ځمکو د غصب د مخنیوي پر وړاندې ځنډ ولیدل شي، دا دواړې ادارې به لویې څارنوالي ته ور وښيي.

خو له بده‌مرغه نه څوک څارنوالي ته معرفي شو، نه داسې کوم اقدام وشو چې د چا زړه ته ولوېږي چې ولسمشر ته په رښتيا قار ورغلی و او دا دی عمل يې هم وکړ.

په افغانستان کې څه کم څوارلس سوه زره جريبه ځمکه غصب شوې ده. غاصبانو ته اوس ښارونه او دښتي ورختمې شوې دي، هديرې او قبرونه غصبوي. ډېرې غصب شوې ځمکې داسې دي چې په درېيم او څلورم لاس پسې پلورل شوې دي.

د شهيدانو کورنيو او را ستنو شويو کډوالو ته له همدې امله په وطن کې د سرپنا ځای نه‌شته چې حکومت د يوې جونګړې ځمکه ورکړي او هغه پرې کور جوړ کړي. غاصبان ورځ تر بلې لا پسې پړسېږي، لا پسې زورور کېږي او په هماغه اندازه لا ‌ډېرې ځمکې غصبوي.

حکومت بايد خپلو څرګندونو ته پام وکړي. د حکومت د لومړي سړي خبره، خبره ده او بايد د خبرې اهميت ولري. که داسې بابېزه چلند ورسره کېږي، د کوڅې د سر او پېتاوي د مجلس غوندې يوازې هوايي څرګندونه، يا تش ګواښ وي، د افغانستان ابرو او عزت ورسره ځي.

که حکومت د عمل توان نه لري، خو بيا دې غورېږي هم نه، زورور، ښکرور او خېټور دې نه ګواښي، ځکه په دغسې تشو ګواښونو هغوی لا زړور کېږي او پر حکومت د ولس باور کمېږي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې