د بيستو مرګ
۱۱ سرطان ۱۳۹۷ 194363 0 نظر عبدالحق سمون

د بيستو مرګ

 

د کورنۍ مشري په پښتني ټولنه کې يو ستر او اوږې ماتوونکی بار دی. نه يوازې د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره ټوله ورځ بايد لالهانده تېره شي، بلکې تر څنګ يې خورا نورې ستړې کوونکې چارې هم تر سره او د کورنۍ د هر غړي زړه وساتل شي. دې چارو ته د رسېدو مزل هغه وخت لاپسې اوږد او ستونزمن شي، کله بيا د مشرۍ دا پېټي د يو درجن خويندو يکي يوه ورور ته ور تر غاړې شي.

هغه څه چې هر وخت پرې ډېر ځورېږم، دا دي چې د يوه داسې بې‌وسه مشر ورور په توګه چې د ټولې کورنۍ سترګې ورته له هيلو ډکې وي، خپلو خويندو ته مې د لوړو زده‌کړو د زمينې په برابرولو کې پاتې راغلی يم. کلونه وړاندې مې نازولو خويندو ته د کورنۍ د نورو غړيو په مخالفت سربېره په کانکور کې د ازموينې ورکولو زمينه برابره کړه.

که څه هم د کانکور په ازموينه کې بريالۍ شوې، خو د اقتصادي ستونزو له کبله د هغوی کاميابۍ يوازې د ويبسايټ پر مخ پاتې شوې او د وړاندې تګ زمينه مې ورته برابره نه کړای شوه. ځينو ته ښايي دا ډېره کوچنۍ ننګونه وي، خو زما لپاره بيا تر ټولو لويه ننګونه همدا وه چې و مې نه‌شو کولای خويندو ته له مالي پلوه پوهنتون ته د تللو زمينه برابره کړم... او لا هم ځان ګرم ګڼم.

له ښه‌مرغه څه موده وړاندې مې د خويندو له ډلې يوې ته پوهنتون ته د تګ زمينه برابره کړه. له ژونده ډېرې هيلې نه لرم، خو يوازې د همدې کوچنيو ارمانونو تر پوره کېدو پورې دې لاسنيوی راسره وکړي.

د مرګونو په ټاټوبي کې لکه بې‌روحه جسد، کله کله راباندې سوچونه کرۍ شپه د کوټې چتونه ګوري او ګڼ شمېر اندېښنې را اچوي، ځکه ډېر تنکي ځوانان مو وليدل چې د پوهنتون په وروستي سمسټر کې يې مرګ تر ګرېوان لاس ور وغځاوه. ځينې نور بيا له فراغت وروسته د دندې موندلو په هيله، د مرګ په سکروټو وريته شول. ځينو نورو له ماسټرۍ او پي.‌اچ.‌ډي اخيستو وروسته سلګونه هيلې او ارمانونه ځان سره ګور ته يووړل. ځينې نورو له بچي په ګېډه مېرمنو سره د تل په مخه خدای پاماني وکړه او د ځينو نورو بچيانو ته د خپلو پلرونو او ميندو يوازې عکسونه ور پاتې دي.

مرګ رښتيا هم بد او د کرکې وړ دی، خو هره ورځ وحشتونو او بې‌مخينې مرګونو زموږ زړونه له عاطفې او احساساتو داسې توږلي دي چې په ډېرۍ سختۍ مو هم مړي ته سترګې نه اوښلنې کېږي.

ښه پوهېږم زه يوازې نه يم، بلکې زما په څېر نور زرګونه ځوانان هم شته چې د خپلو کورنيو يوازېني سرپرستان دي او که خدای مه کړه د بيستو په تول کې ولاړ شي، ټوله کورنۍ به يې سوال ته کېني.

دا يوازې زما کيسه نه ده، زما په څېر زرګونه مړه شوي، زرګونه نور لا هم د مرګ شېبې شماري او زرګونه نور که ژوندي هم دي، د بې‌وخته مرګ فکرونو مړه کړي دي.

د نورو په څېر زما هم مرګ بد اېسي، خو د يوه دليل له کبله مې سخت ډېر بد اېسي او هغه داچې زما له مرګ وروسته به مې د کورنۍ څه حال وي!؟

د يوه کشر ورور په توګه، خپلو همزولو او د کورنيو يوازېنيو سرپرستانو ته دا سپارښتنه کوم، که امکانات لري، په خويندو، وروڼو، مېرمنو او د کورنۍ په نورو نږدې غړيو لوړې زده‌کړې وکړي او په دندو اخيستو کې ورسره لازمه مرسته وکړي چې د دوی په نه شتون کې لږ تر لږه، د دوی پر ځای کورنۍ ته د ډوډۍ پيدا کولو يو کس وي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې