پاکستان بیا ژمنه وکړه
پاکستان یو ځل بیا ژمنه کوي چې د ترهګرو ډولو د تمویل د سرچینو د بندولو په برخه کې به لازم اقدامات کوي.
دا هېواد وايي، له نړیوالې ټولنې سره به ګډ کار کوي او داسې پلانونه او قوانین به جوړوي چې په عملي کېدو سره به یې په پاکستان کې د پیسو د مینځلو یا غیرقانوني پیسو د سپینولو او د ترهګرو ډلو د تمویل شبکې وځپل شي.
د پاکستان د مالیې وزیر اختر وايي، حکومت د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او څارنې یو مېکانیزم جوړ کړی څو دا پلان عملي کړي.
پاکستانيان وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي چې هېواد یې یوه خطرناک ليسټ ته لاړ.
0 نظرونه