راشد خان وايي، د توپاچونې هنر یې خپله زده کړی
د کریکټ ملي لوبغاړى راشد خان وايي، ملي او نړيوالو روزونکیو ورته د توپ اچونې هنر نه دى ور زده کړى.
راشد خان کرېک بز سره په مرکه کې ویلي، تر اوسه یې د کریکټ يوه روزونکي هم ورته د توپ اچونې تخنيک او هنر نه دى ور ښودلى.
هغه زياتوي، ملي او نړيوالو روزونکیو يوازې ده سره د تمرين پر مهال د جسماني ورزش په برخو کې کار کړى دى.
د هغې په خبره، ټولو نړيوالو روزونکیو ورته ويلي چې له خپلې خوښې او خپل هنر سره سم خپلو لوبو ته ادامه ورکوي.
0 نظرونه