د زونونو په کچه سيالۍ پیلېږي
افغان کریکټ بورډ د نوولس کلنې کریکټ ملې لوبډلې د جوړولو په موخه د زونونو په کچه سيالۍ پیلوي.
کریکټ بورډ وايي، دا سيالۍ د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل الکوزي او زرملوال لوبغالو کې پیلېږي.
په دې لوبو کې به د هر زون لوبډله پنځه يو ورځنۍ لوبې کوي.
تر دې سياليو وروسته به د ملي نوولس کلنې لوبډلې تمريناتي کمپ لپاره غوره لوبغاړي وټاکل شي او د لوبډلې تر جوړښت وروسته به په اسیايي جام سياليو کې ګډون کوي.
0 نظرونه