کابل تر ولايتو ناامن دی؛  حکومت بايد د کاروان پر شهادت تله تېره نه کړي
۱۰ سرطان ۱۳۹۷ 118854 0 نظر سرخط ورځپاڼه

کابل تر ولايتو ناامن دی؛ حکومت بايد د کاروان پر شهادت تله تېره نه کړي

 

په پکتيکا کې د ځانګړيو ځواکونو د صفر۱ قطعې زړور قوماندان عزيزالله کاروان له ديارلسو ځانمرګيو بريدونو او پنځه ويشتو وسله‌والو حملو څخه ژوندی ووت، خو د کابل په زړه کې په ډېره اسانۍ په شهادت ورسول شو او قاتل يې په خورا ډاډ د پېښې له ځايه پښې سپکې کړې.

دی وړم ماښام د کابل په درېيمو ميکرويانو کې پارک ته تللی و او دښمن هلته ډزې ورباندې وکړې.

عزيز الله کاروان ووړ سړی نه و، په يوازې ځان کاروان او لښکر و او په هغه سيمه کې چې ده دنده پر مخ وړه، په دښمن کې يې زړه چوولی و.

د ده شهادت هم کوچنۍ خبره نه ده، د حکومت ښی مټ په بېخ کې غوڅ شوی دی او که سمې پلټنې وشي، چاړه به خامخ د داسې چا په لاس کې وه چې ده ورباندې باور درلود، د حکومت لستوڼی يې پر موټ هوار و او په دوستي او ملګرتيا کې يې وار ورباندې کړی دی.

عجيبه دا ده چې عزيز الله کاروان او ده ته ورته کسان په لېرې پرتو ولايتونو کې خورا په امن ژوند تېروي، هيڅوک يې نه شي وژلای، خو چې کابل ته راشي، په ډېره اسانۍ ترور شي.

تر دې وړاندې موږ د روزګان د امنيه قوماندان مطيع الله خان د همداسې شهادت شاهدان وو.

هغه د ښار شپږمې حوزې ته غوښتل شوی او چې ورغلی و، همالته ورباندې بريد شوی و.

له ډېره بده مرغه حکومت د بې پروايي انتها ته رسېدلی دی او يا خو يې چارواکي دومره بې کفايته دي چې د لويو لويو پېښو اسانه پلټنې هم نه شي کولای.

د قوماندان مطيع الله خان پر شهادت يې تله تېره کړه او تر هغه وروسته پرېمانه نورې ورته پېښې وشوې.

د کانټينينټل ترهګريز بريدونه د حکومت د بې غوري بل لامل دی.

سرخط د ځينو سرچينو د مالوماتو په اساس، پرله‌پسې داسې راپورونه خپاره کړل چې له ورايه پکې پر کانټينينټل د بريد کوونکيو پل څرګندېده، خو په کشفي او امنيتي ارګانونو کې چا حتا د مشکوکو عادي کسانو د نيولو هڅه هم و نه کړه او پر پېښه يې همداسې خاورې واړولې.

بدبختانه داسې ښکاري چې د عزيز الله کاروان پر شهادت هم خاورې اړول کېږي او د حکومت مشرانو ته يې غم د ژمي تر واورو سوړ ښکاري.

غم وګورئ چې عزيز الله کاروان درېيمه برخه افغانستان او حکومت په خورا مېړانه ساته، خو اجراييه رياست چې يې په د شهادت په خواشيني خبرپاڼه خپره کړې ده، په هغې کې د پکتيکا پر ځای د پکتيا نوم ليکل شوی دی.

يانې تر اوسه پورې د حکومت دومره لوی ارګان په دې نه دی خبر چې صفر۱ قطعه چېرته ده او قوماندان يې څوک دی؟

يو حکومت چې دومره بې غوره او دومره ټنبل شي چې خپلې قطعې، قواوې، قرارګاوې او اتلان نه وي ورته مالوم، هغه په سپو د داړلو دی او همدا لامل دی چې کوڅه ډب سپي مو د کار وګړي داړي او له پښو يې غورځوي.

هغه لومړني مالومات چې تر اوسه تر لاسه شوي دي، ښيي چې عزيز الله کاروان د مکرويانو فردوسي پارک ته غوښتل شوی دی او بې وسلې تللی.

دی کلونه کېږي چې د نظام له دښمنانو سره په جګړه کې ښکېل دی، اته دېرش ځانمرګي او وسله‌وال بريدونه ورباندې شوي ول او له شکه وتلې ده چې دغسې کس هيڅ کله دومره بې پروايي نه کوي چې بې وسلې دې وګرځي، يا چې چېرته ځي، نو وسله دې پرېږدي.

خامخا کاروان د داسې چا ليدو ته تللی چې بشپړ باور يې ورباندې درلود او يا د همداسې چا په ډاډ دغه پارک ته تللی دی.

موږ تر دې وړاندې هم په وار وار ويلي دي چې تر بهرني دښمن هغه دښمن ډېر خطرناک دی چې د حکومت په جامه ننوتی دی او د عزيز الله کاروان په شهادت رسول د همداسې دښمن کار دی، د جګړې طالب په هيڅ صورت دومره جرات او جسارت نه شي کولای.

حکومت له لويه سره ملامت دی چې کشفي او امنيتي ارګانونه يې د دغسې يو کس، هغه هم په کابل کې او د کابل په زړه کې ساتنه نه شي کولای او پر دغسې مهم کس د بريد مالومات وار له مخه نه شي را پيدا کولای، خو که حکومت د خپلې بقا لږ غم هم لري، د کاروان شهادت دې د ډېرو نورو پېښو غوندې بابېزه نه بولي.

موږ باوري يوو چې که لږې پلټنې هم وشي، د کاروان قاتلان بېخي اسانه موندل کېدای شي او چې د دغسې يوې پېښې عامل وموندل شي، د پنځوسو راتلونکيو پېښو مخه نيول کېدای، د سلو تېرو پېښو تاکتيک، امکانات، عاملان او ورسره تړلي کسان موندل کېږي.

که حکومت بيا هم بې غوري کوي، بيا نو بد کوي چې د کاروان پر شهادت د دروغو د خواشيني پيغامونه خپروي. بيا نو کاروان او زر نور اتلان د همدې حکومت له منځه په شهادت رشول شوي او خون يې د وکدارانو په غاړه دی.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې