د غزني پر کانو چور ګډ دی؛  يوه مافيايي ډله هره ورځ د ميليونونو افغانيو سره زر لوټي
۱۰ سرطان ۱۳۹۷ 134374 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د غزني پر کانو چور ګډ دی؛ يوه مافيايي ډله هره ورځ د ميليونونو افغانيو سره زر لوټي

 

غزنی د هېواد يو له داسې ولايتونو څخه دی چې پرېمانه تاريخي اثار، ارزښتمند ابدات او درانه قيمتي کانونه لري، خو مودې کېږي چې پر کانونو يې مافيايي ډلو چور ګډ کړی دی او هره ورځ يې په ناقانونه او نامسلکي توګه پرېمانه تاريخي اثار او قيمتي ډبرې لوټي او پاکستان ته يې اړوي.

د سرخط مودنې ښيي چې په دغه ولايت کې يوه مافيايي ډله چې د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت ځينې کارکوونکي يې هم برخه دي، هره ورځ له زرکشان کان څخه د ميليونونو افغانيو سره زره لوټي او پاکستان ته يې وړي.

تر لاسه شوي مالومات ښيي چې په نامسلکي توګه د دغې ډلې دوه غړي کولای شي د ورځې د نيم ميليون افغانيو سره زر ولوټي.

دغه مافيايي ډله لوټل شوي کاني مواد او تاريخي اثار د ګيلان او ناوې ولسواليو له لارې پر باديني، پاکستان ته اړوي او بيا له هغې خوا د غزني او زابل ولايتونو طالبانو ته سپکې او درنې وسلې را قاچاق کوي.

د زرکشان د سرو زرو کان د غزني په مقر ولسوالي کې پروت دی او مساحت يې څلور سوه او څلور اتيا کيلو مټره مربع اټکل شوی دی.

پر دغه کان باندې په ديارلس سوه نهه دېرش او ديارلس سوه يو پنځوس کلونو کې د روسيې، امريکا او جرمني متخصصينو څېړنې پيل کړې او د هغه مهال موندنې ښيي چې اووه زره او پنځه سوه کيلو ګرامه سره طلا لري.

د دې په خوا کې په دغه سيمه کې مس او لاجورد هم شته چې اوس ورباندې د مافيايي کړيو او طالب اورپکيو له خوا چور ګډ دی.

ځينې داسې مالومات هم شته چې دوه نيم زره کاله وړاندې له افغانستان څخه د همدې سيمې لاجورد مصر ته هم وړل شوي او د فرعون د مجسمو سترګې ورڅخه جوړې شوې.

 په مقر کې ځينو باوري سرچينو چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، سرخط ته وويل چې له څه مودې راهيسې د حاجي شکور په نامه د سيمې يو کس چې له طالبانو سره پراخې اړيکې لري، د مافيايي کړۍ او طالب ترهګرو تر منځ د زرکشان کان پر سر قرارداد کړی دی.

د حاجي شکور اصلي نوم محمد داوود دی، په همدې نامه يې تذکره اخيستې، خو اوس يې پر ځان حاجي شکور نوم ايښی دی.

دغه کس يو نيم کال وړاندې د حکومت له خوا نيول شوی، خو بېرته د رشوت او بډو په بدل کې خوشې کړل شوی دی.

د سرچينو د مالوماتو په اساس، دغې مافيايي ډلې چې پر زرکشانو يې چور ګډ کړی دی، په مقر کې د ولسي پاڅون او سرتېرو له ځينو قوماندانانو سره هم ګوتې پټې کړې دي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې څه موده وړاندې په زرکشان کې پر دوی چاپه هم لوېدلې، خو بېرته ټول خوشې کړل شوي دي.

سرچينو سرخط ته ويلي دي چې کېندونکي له زرکشان څخه په خاورو لړلي سره زر په ناقانونه او نامسلکي توګه را باسي او د حاجي شکور کور ته يې راوړي او همدلته بيا پسې پروسس کېږي.

همدې مافيايي ډلې څه موده وړاندې د واغظ ولسوالي د سدي‌والو او اخندخېلو تر منځ سيمه کې هم کيندنې کړې وې او ديارلس مجسمې يې تر ايستلو وروسته پاکستان ته اړولې وې.

په دغو کيندنو کې هم طالبان له دغې مافيايي ډلې سره شريکان ول.

په دې سربېره، د واغظ ولسوالي په مياداد کلا سيمه کې د بېروجو يو ستر کان هم د همدې ډلې او طالبانو له خوا په نامسلکي توګه کيندل شوی او لا هم ورباندې کيندنې روانې دي.

له دغه کان څخه هم پرېمانه قيمتي مواد ايستل کېږي او درګرده پاکستان ته وړل کېږي.

په غزني کې د کانونو د لوټلو په برخه کې د طالبانو له خوا د قاري محمد نبي په نامه يو قوماندان د دغې مافيايي ډلې غړی دی.

دغه طالب قوماندان دوه ځله نيول شوی، خو بېرته د رشوت په بدل کې خوشې کړل شوی دی.

يو بل طالب قوماندان ملا عبدالباقي اخوند چې دوی يې حاجي مشر بولي، هم د طالبانو له خوا د کانونو د لوټنې د بانډ غړی دی.

د دغه بانډ ځينې غړي د ملي امنيت کارکوونکي دي او په غزني ښار کې غټ کاروبارونه لري.

دوی د ملي امنيت له نامه څخه په ګټه اخيستلو پر کانونو چور ګډ کړی دی او که يې پر ضد کوم اقدام کېږي، دوی يې په مرکز کې مخه نيسي.

د سرچينو په خبره، په مقر کې د زرکشان کان په خاورو لړلي سره زره، تر پروسس وروسته، يوه برخه پاکستان ته اړول کېږي او يوه برخه يې غزني ښار ته راوړل کېږي او دلته د هغو کسانو په کورونو کې ساتل کېږي چې د بانډ غړي، شتمن، زورور او د حکومت چارواکي دي.

د ملي امنيت په کارکوونکيو سربېره، د لويو لارو د ساتنې ځينې قوماندانان هم د دغه بانډ غړي دي او د کانونو، تاريخي اثارو او ابداتو په چور کې ورسره ګډ دي.

دوی چې له کانونو څخه قيمتي مواد ولوټي، تر يو څه ځايه يې په وړو موټرو کې لېږدوي، بيا ورباندې غټ موټر باروي او د ګيلان او ناوې له لارې يې د باديني پر لار، پاکستان ته اړوي.

د دغې لارې په اوږدو کې دوی له طالبانو سره معاملې کړې دي. تر دغو سيمو، دغه قيمتي مواد د بسم الله په نامه يو کس او حاجي مشر اړوي.

دوی د غزني لپاره د طالبانو د کانونو له مسوول صحيب سره هم معامله کړې ده او د هغه په زور، د لارې په اوږدو کې طالبان ورته څه نه وايي.

سرخط هڅه وکړه چې په دې اړه د کانونو وزارت نظر هم واخلي، خو له ډېرو هڅو سره سره هم و نه توانېدو.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې