ستاسې پزه د شخصيت ښکارندويي کوي
۱۰ سرطان ۱۳۹۷ 157665 0 نظر ژباړن: اسدالله نورزی

ستاسې پزه د شخصيت ښکارندويي کوي


ډېری ماهران پر دې باور دي چې د يو کس د پزې شکل او جوړښت د هغه له شخصيت او کرکټر سره مستقيمه اړيکه لري. موږ دلته د پزو پر ځينو ډولونو خبرې کړې چې تاسې کولای شئ له دې معلوماتو په استفاده يې د خپلو ملګرو يا کورنۍ د غړيو په پزو کې وازماياست.

۱. د غونډې پزې وال

داسې باور کېږي چې د غونډې پزې والا ډېر چالاک او ځيرک وي. د دې پزو وال ډېری وختونه نوښتګر او تخيلي خواص لري. دوی ډېری يې مينه ناک، مهربانه او خوشبينه وي.

همدارنګه کله چې دوی له مهمو اشخاصو سره مخامخ شي، احساساتي کېږي او وېرېږي.

۲. د يونانۍ پزې وال

هغه پزې چې نرۍ او تنګ سوري ولري د يونانۍ پزو په نوم شهرت لري چې شايد په پخوانيو يوناني مجسمو کې مو ليدلې هم وي.

متخصصان وايي هغه کسان چې د يوناني موډل په څېر پزې لري ډېر ذکي، منطقي او پر ځان متکي وي، د دوی په خبره چې تاسې هر وخت کولای شئ، د دوی په وړتياوو باور وکړئ.

۳. د لنډۍ پزې وال

داسې باور کېږي چې د دې پزې خاوندان ډېر خوشبينه، ويال او خطرناک وي. دوی ژوند په ډېره اغېزناکه بڼه تېروي، دوی خپلې کورنۍ او ملګرو ته ډېر وفادار وي او تل په دې هڅه کې وي چې خپله کورنۍ او ملګري له ستونزو او مشکلاتو خوندي وساتي.

۴. د پلنې پزې وال

د پلنې پزې والا چې ښه بېلګه يې باراک اوباما دی، دوی په رهبرۍ او سياست کې ډېر فعال او کامياب وي او ښه شخصيت لري. دوی په سوداګري کې هم ډېر کامياب پېژندل شوي دي. دوی په نادره توګه ډېر ارامه خوی لري او علاقه لري چې هر وخت په موضوعاتو کې د ګرم سرټکي په څېر راڅرګند شي، همدا رنګه دوی ډېر ژر غوسه کېږي.

۵. د غوښنې پزې وال

دا هغه پزې دي چې په پيل کې نرۍ خو په وروستۍ برخه کې پلنې او غوښينې شوې وي. د دې پزو والا تېز فکر کوونکي او ژر تصميم نيونکي دي. دوی هيڅکله دا نه خوښوي چې وخت ضايع کړي، دوی هر څه دستي کوي چې ښه بېلګه يې د امريکا د پخواني ولسمشر بيل کلينټن د پزې جوړښت دی.

۶. د غټې پزې وال

هغه پزې چې په پيل کې نسبتاً نرۍ، خو غوښينې او په وروستۍ برخه کې ګرد او غټ سوري ولري.

د دې پزو والا پر خپلو وړتياوو باندې باوري وي، په ټوکو باندې پوهېدونکی خوی لري او هر وخت دا فکر لري چې ملګري خوشاله وساتي.

۷. د جرۍداره پزې وال

هغه پزې چې په نسبي توګه اوږدې او د جرۍ په څېر شکل لري. د دې پزې خاوندان/خاوندانې په دې هڅه کې دي چې د خپل ژوند لاره پخپله وټاکي، دوی هيڅکله نه خوښوي چې د بل کوم رهبر تصميمونه او چارې تعقيب کړي او ډېری وختونه دوی هغه نقدوي هم. دوی سرټمبه عادتونه لري او يوازې خپلې خبرې ته ارزښت ورکوي او په دې فکر کې نه دي چې نور څه وايي.

۸. مښوکې ته د ورته پزې وال

هغه پزې چې د مرغه مښوکې ته ورته وي دوی په هنري توګه ځيرک او نوښتګر وي.

کله چې دوی وغواړي يو کار وکړي، بيا هيڅ په دې لاره کې ودرېدل نه مني.

۹. د قوسي پزې وال

قوسي پزه د مښوکې پزې په څېر هډوکی يې کوږوالی لري، خو په دومره توپير چې په څوکه يې نرۍ وي.

د دې پزې وال هڅه کوي چې د ماهرو مديرانو په ډله کې حساب شي، ځکه دوی ښه رهبري کوي.

دوی ډېر کار تر سره کوونکي او باتنظيمه خلک وي، ملګري يې بايد ډېر احتياط وکړي چې له دوی سره غداري و نه کړي، ځکه دوی هيڅکله هغه څوک نه بښي چې له دوی سره يې غداري کړې وي.

۱۰. د لکې پزې وال

دا هغه پزې دي چې نرۍ او لکه څوکه ولري، د پزې هډوکی يې قوسي شکل او تر څوکې پورې انحنا ولري.

د دې پزې وال يې ډېری حساس او ژر خپه کېږي، که څه هم دوی دا نه مني.

په دې خلکو کې د خدمت کولو انګېزه بيا يوه بېله او تر نورو جلا ځانګړنه ده. دوی له خلکو سره ډېر په وياله او موسکاداره شونډو مرسته کوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې