د سولې په اړه د ولسمشر د وینا د ټکيو انتخاب
۱۰ سرطان ۱۳۹۷ 112572 0 نظر روزنامه سرخط

د سولې په اړه د ولسمشر د وینا د ټکيو انتخاب

 

د افغانستان د سولې او جګړې په اړه د ولسمشر غني د وینا لهجه تر پخوا بدله او د پام وړ وه.  ټوله وینا یې لیکلې او په غور سره یې د ټلوېزیون د کمرو په مخ کې په ارامه وړاندې کړه. تر ډېره یې ژبه نرمه او مخاطب یې هم پکې معلوم وو. په ټوله ۲۰ دقیقه‌يي وینا کې یې ۴۸ ځله د سولې توری وکاراوه. تر ۱۳ ځلو ډېر یې د اوربند کلمې پکې وپېیلې، خو ۱۲ ځله یې د جګړې او تاوتریخوالي کلمې یادې کړې.

د ولسمشر غني لهجه ستړې او له غمه او درده ډکه ښکارېده، خو پرله‌پسې یې یادونه کوله چې تر اوسه یې په دغه برخه کې د تر سره کړو هڅو له درکه کورنۍ او نړیواله اجماع را منځ ته کړې او د جګړې او سولې لوری یې په ګوته کړی دی. ښاغلي غني وویل چې ملت او نړۍ ته یې د سولې په تړاو را منځ ته شوی بن‌بست مات کړ او ثابته یې کړه چې که طالبان خپلواک شي سوله په افغانستان کې ژر ټینګېدای شي.

د ولسمشر له شمېرلې وینا او ستړې لهجې داسې ښکارېده چې هغه په همدا جون میاشت کې د سولې د څرک معلومېدو او لږ تر لږه د خبرو د پیل تمه درلوده، خو په څنګزن ډول یې وویل چې را منځ ته شوې مثبتې پرمختیاوې په ښه لوري روانې دي او د دغه اوږدمهالي او ستړي کونکي بهیر په اړه یې حوصله او اراده ټینګه ده.

د نورو ویناوو خلاف ولسمشر په خپل دغه لیکلي متن کې ژبه ډېره روښانه او د خپل دولت د پلان هر اړخ ته یې اشارې وکړې. هغه د افغان دولت دننه د سولې په اړه د شته همغږۍ ډاډ وړاندې کړ او د ملت د انسجام یادونه یې وکړه. هغه مخالفې غاړې ته د خپل اړخ اراده وښووه او روښانه یې کړه چې دولت، کورنۍ سیاسي غاړې او نړیوال ملګري یې ټول د ده د سولې له پلان سره سم له طالبانو سره سولې او اوربند ته ژمن دي.

د خبري کنفرانس په نورو ۲۷ دقیقو کې یې لهجه بدله او د خپل نارمل خبري ټون پر بنسټ په نسبتاً جدي ډول د سولې په تړاو له خبریالانو سره غږېده او د لاسونو حرکات یې هم د وینا برخې پرتله ډېروو، خو د خبري کنفرانس پر مهال یې هم د پخوانیو ډېرو ویناوو پرتله د ځوابونو ژبه نرمه وه. سره له دې چې ولسمشر له اوږدې مودې وروسته د خبریالانو پوښتنو ته مخاطب وو، خو له ژورنالسټانو سره یې چلند له خندا ډک و.

یو څه چې کېدای شي زما په ګډون ډېرو یې د اورېدو تمه درلوده هغه د خبرو اترو د راتلونکي تیاري په اړه و چې ډېر څه یې په ډاګه نه کړل او یوازې طالبان یې وننګول چې که هر وخت اوربند ته تیار شول افغان دولت ورته چمتو دی.

ولسمشر غني وویل چې حکومت به یې د جګړې په خوا کې د سولې هر ډول هڅې جاري وساتي، خو معلومه نه‌شوه چې له درې ورځني ګډ اوربند وروسته د را منځ ته شوې ملي خوشبینۍ د قابو کېدو او دوام لپاره څه زېري موجود دي. په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د دولت، ملت او نړیوالو ملګرو له اړخه په لویه کچه داسې سوله‌یز کمپاین تر سره او یوه هیله بښونکې فضا را منځ ته شوه چې له کبله یې ولس پر داسې نوي سیاسي لوري رهبري شو چې له ولسمشر څخه د نورو ورته ګامونو او پرمختیاوو د اورېدو هیله پکې را منځ ته شوه.

له ولسمشر غني څخه ملي هیلې د ده تر وینا ډېرې لوړې وې او ملت په دې تمه دی چې له را منځ ته شوې فضا وروسته د سولې په تړاو نوي زېري واوري، خو ښاغلي غني داسې اشارې ورکړې چې په دغه برخه کې لاره اوږده او ډېره پېچلې ده.

د افغان ولسمشر د خبري ناستې ډېر ټینګار پر دې و چې توانېدلی د افغانستان د سولې مخالفان ولس ته په ډاګه او د سولې په اړه خپله رښتینې اراده نندارې ته وړاندې کړي. ور سره په خوا کې یې طالبانو ته وویل چې د ملت غوښتنې ته غاړه کېږدي او د خپلو بچو د راتلونکي لپاره دې ستونزې له ده سره د خبرو په مټ حل کړي. جمهور ريیس غني د سولې او اوربند په تړاو خبري ناسته کې پر طالبانو غږ وکړ چې «راشئ د سولې اراده وکړئ، دا افغاني فشار دی بهرنی نه دی، د علماوو غوښتنه ده، د ولس او مېرمنو غوښتنه ده، نن پرېکړه وکړئ. علماوو درته قران نیولی، خلک درته اولادونه مخې ته کوي، اوس تاسې فیصله وکړئ چې ولس وژنئ او که ولس ته مثبت ځواب ورکوئ.»

تر دې وروسته د ښاغلي غني د سولې د پلان په اړه ډېر جزییات نه‌شته، خو ویل کېږي چې په وروستیو څو اوونیو کې د سولې د خبرو د پیل په اړه تماسونه ډېر شوي او په هر کلي او بانډه کې ولسي غوښتنو او خوځښتونو زور اخیستی.

په بله مانا افغانستان یو ځل بیا له سوله‌یزو هیلو بېرته د جګړې یوه نوي فصل ته ور دننه شو چې درې واړه ښکېلو غاړو د توپک پر ماشه ګوتې ټینګې کړې. د طالبانو جنګي ماشین ته نوی رنګ او بوی ورکول کېږي او بهرنۍ لښکرې بېرته د افغانستان پر لور د راتګ موزې په پښو کوي.

د حکومت په جنګي پلان کې هم نوې کرښې کښل کېږي او له واشنګټن څخه د بمبارونو د زیاتولو نغارې ډنګول کېږي. افغانستان بیا پر یوه نامعلوم خو وژونکي سمندر کې مزل ته پرېښودل شو چې فکر کېږي د افغان بچو د وینو څاڅکې به پکې یو الله شماري او د دښمن پلانونه به یو په بل پسې عملي کېږي.  

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې