اوربند رښتيا تمام شو؟
ولسمشر غني تر اتلس ورځني اوربند وروسته پرون اعلان وکړ چې اوربند ختم شو، خو که طالبان بيا هم غاړه کېږدي، د ولس، حکومت، ديني عالمانو او نړۍ خبره ومني، بيا هم اماده ده چې اوربند اعلان کړي.
ولسمشر په روژه اعلان وکړ چې د روژې له اووه ويشتمې د اختر تر پنځمې اته ورځې يو طرفه اوربندې اعلانوي، خو چې طالبانو هم درې ورځې اوبند اعلان وکړ، ولسمشر پر اته وځني اوربند لس نورې ورځې ور زياتې کړې.
د ولسمشر هم عجيبه تمه ده، بېخي نه خېژي.
طالبانو خورا ښکاره وويل چې حتا دا حکومت ورته د دې جوګه نه ښکاري چې اوربند ورسره اعلان کړي، د خپلو موخو لپاره يې درې ورځې ډزبندي وکړه او چې درې ورځې ختمې شوې بيا يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې بريدونو ته زور ورکړ.
سره له دې چې په دغو تېر دوولسو ورځو کې حکومت د يو طرفه اوربند اعلان کړی و او پر طالبانو يې بريد نه کاوه، خو طالبانو پر سرتېريو بريدونه و نه سپمول، د تېر په څېر يې دوام پسې ورکړ.
اوس سوال دا دی چې حکومت به د اوربند تر ختمېدو وروسته په جګړه کې تريخی وکاروي، که د به يوه مهربانه سپينږيري د زړه پرېکړې عملي کوي؟
متل دی چې ازموده را ازمودن خطا است، حکومت لس او شل ځله طالبان او نور ترهګر و ازمايل، و يې تلل، خو په افغاني، وطني، پښتني، اسلامي او بل هيڅ تول پوره و نه ختل؛ نو تر دې وروسته ولې تمه وشي چې وزن به يې زيات شي، يا به بدل شوي وي!؟
طالب په واز کومي چيغې وهي چې په هيڅ صورت سوله نه کوي، کله کله ووايي چې بهرنيان بايد ووځي، خو دا ضمانت شته چې بهرنيان ووځي؛ نو به طالب وسله پر ځمکه ږدي، په هيڅ توګه به طالب له جګړې لاس وا نه خلي.
طالب ته که حتا دا حکومت نيم ورکړل شي هم، ځان تاواني بولي، که سل ځله هم د دوستي او ملګرتيا لاس ور اوږد شي، پر هماغه لاس بريد کوي، غوڅوي يې، هم يې تر دې وړاندې په وار وار داسې کار کړی دی او هم اوس وايي چې بيا به يې هم کوي؛ نو بيا د سولې خبرې څه مانا؟ چانس ورکول له ځانوژنې پرته بله کوم مفهوم لري؟
موږ دا دی اوربند هم تجربه کړ او د جګړې ترخې تجربې هم لرو. اوس د دې وخت نه دی چې تجربو ته دوام پسې ورکړو او هغه هم تکراري تجربې، نور بايد عمل وکړو.
تر پخوا موږ په ښه حالت کې يوو.
له طالب څخه د جګړې مشروعيت تر ډېرې اندازې پورې اخيستل شوی دی، نړيوال، د بشر د حقونو سازمانونه، ملګري ملتونه، د سيمې هېوادونه، د نړۍ ديني عالمان، ولس او نور ټول پر دې باور دي چې موږ تر وروستي حد پورې سولې ته ژمنتيا وښووه.
د طالبانو د خوښې په ځای، له قيد و شرط پرته د سولې خبرو ته ژمنتيا، هغوی ته د سيمو ځانګړي کول، د سياسي ډلې په توګه د دوی منل، په حکومت کې برخه ورکول، د بنديانو خوشې کول، د سر ساتنه يې او بيا يو طرفه اوربند، دا ټول هغه څه دي چې موږ يو په بل پسې سولې ته د ژمنتيا په پار د خپلو ثبتونو په توګه وړاندې کړل.
اوس که د طالبانو پر ضد جګړه هر څومره تونده شي، هيڅوک افغان لوری نهشي ملامتولای چې ولې يې جګړه دومره توده کړې ده، ځکه ټول پوه او پر دې ډاډه شول چې طالبانو پر خپل مرګ ګوته کېښوده، مرګ يې انتخاب کړ او دا يې ثابته کړه چې له وژلو پرته بله لار نه مني.
که څه هم تر دې وړاندې هم اوربند نه و او سرتېريو سړه جګړه کوله، خو تر دې وروسته بايد داسې و نهشي.
تر وروسته نو پر ترهګر رحم پر ځان، خاوره، وطن، خلکو او د خدای پر دين ظلم دی.
اوس بايد له تېرو تجربو څخه په عبرت او درس اخيستلو، دا ځل دښمن داسې وځپل شي چې په نيم ساعت اوربند پسې يې سترګې وخېژي.
که نه، که جګړه د تېر په څېر مړه پړه، دفاعي او زړه نازړه روانه وي، نه يوازې د اوربند اهميت به له منځه تللی وي، بلکې لا به د حکومت په بېننګي، کمزوري او بېوسي تعبيرېږي.
0 نظرونه