ایران د منځني ختیځ په بېثباتۍ تورن شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د ایران حکومت د فارس خلیج په حوزه کې د گډوډۍ په جوړولو او د دې سیمې د امنیت په خرابولو تورن کړ.
مایک پمپیو په خپل ټویټر لیکلي، په یمن کې له حوثیانو سره د ایران ملاتړ نه یوازې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو پر ضد د حملو سبب کېږي، بلکه په یمن کې د اوسني سخت بشري کړکېچ خطر نور هم زیاتوي.
پمپیو د چهارشنبې په ورځ هم ویلي و چې متحده ایالات به پر ایران فشار زیات کړي او واشنگټن اوس د نړۍ په گوټ گوټ کې له خپلو شریکانو سره خبرې کوي چې د ایران پر ضد "د تاریخ تر ټولو سخت بندیزونه" ولگول شي.
0 نظرونه