ټرمپ د کریمیا د الحاق د رسميت له رده ډډه کړې
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې څو ورځې مخکې له دې ډډه وکړه چې له روسیې سره د کریمیا د الحاق په رسمیت پېژندل رد کړي.
کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې ایا هغه راپورونه رښتیا دي چې واشنګټن به له روسیې سره د کریمیا د یو ځای کېدو پر وړاندې د اوږدې مودې له مخالفته لاس واخلي؟
ولسمشر ټرمپ په دې اړه وویل، دوی به وګوري چې روسیه څه کوي.
ټرمپ هغې پوښتنې ته هم ورته ځواب ورکړ چې ایا دی به پر روسیې د امریکا د هغو بندیزونو په لېرې کولو غور وکړي چې له اوکراین څخه د کریمیا د لاندې کولو له کبله یې پرې لګولي دي.
0 نظرونه