د مم له خبرداري سره سره په درعا کې د پوځ عملیات
په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د سوریې په درعا ښار کې د عملیاتو د بندېدو غوښتنه کړې، خو لا هم هلته د سوريي حکومتي ځواکونه عملیات کوي.
د سوریې پوځ ویلي، په تېرو دوو ورځو کې یې له یاغیانو څخه ١٠ کیلو مټره مربع ساحه ازاده کړې ده او زیاتوي چې له جنگي سیمو نه د خلکو د وتلو په لار یې هغوی ته موقتي استوگنځایونه هم برابر کړي دي.
د سوریې اردو غواړي د نورو ښارونو او کلیو د نیولو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، خو د ملگرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې د درعا په ولایت کې به د جگړې دوام به یو بشري ناورین رامنځته کړي.
0 نظرونه