مډال
زه چې اوس هم خپل مډال ته کله وګورم، نو عجیبه خندا راشي، خو نه پوهېږم چې دې ته خندا ووايم، که بل څه؟! ځکه ما ته چې کومه خندا راځي، تر شا يې يو لوی درد، افسوس او رشخند پروت دی، حال دا چې نورې خنداوې خو له دې راپیدا کېږي چې لومړی يې د خوښيو کوم علت ولیدل شي او بيا نو خندا ته لاره هواره شي.
لنډه به يې ووايم، په کومه ورځ چې زه کومې غونډې ته بلل شوی وم، نو د جاه و جلال ساری يې نه و، هر څه ډېر منظم او ښکلي وو.
تر يو لړ مقدماتي خبرو وروسته، په ډېرو لوړو الفاظو سټېج ته وغوښتل شوم. زه هم په مودبانه حرکتونو وروختم او له دې سره يې له مینې نه په يوې ډکې موسکا د هېواد يو لوی مډال په غاړه کې راځوړند او د لاس په زور کولو سره يې راته د دې لوی وياړ مبارکي وويله.
په داسې حال کې چې په هال کې ناستو کسانو په پوره اخلاص سره راته لاسونه پړکول، ما هم خپل سر د تعظيم په توګه لږ ورټيټ او بيا مې لکه د يوه وفادار خدمتګار په توګه ترې مننه وکړه.
څه وخت وروسته چې بهر راووتم، نو د ګڼو رسنيو استازي رانه راتاو شول، چا راسره راډيويي، چا ټلوېزوني مرکې وکړې او ځينو خو سم له واره ټلوېزونونو ته د مېلمستوب بلنې راکړې، خو سره له دې په زړه کې خندا راغله.
کور ته چې ورسېدم، نو لا له مخکې مې خپلوان مبارکۍ ته راغلي وو. مېرمنې مې د نور وخت په پرتله ځان د نورو ښځو پر وړاندې داسې لوړ ښووه، لکه له ځمکې چې دوه مټره پورته شوې وي.
مډال مې په هغې خونه کې چې تر ټولو لوکسه وه، کېښود، خو بيا هم يوه عجیبه خندا راغله.
تر ستړې مهشي وروسته هر يوه خپل راته په بېلبېل همدردانه انداز کې مبارکي راکړه، خو د ټولو په خبرو کې دا يوه خبره شريکه وه چې زما مډال ټولو خپلو هم ځانونو ته ویاړ ګاڼه.
ورپسې د نږدې دوستانو او دفتري همکارانو د مبارکيو لړۍ پيل شوه. هغوی کې چې ځينو په کوم انداز مبارکۍ راکړې، نو په زړه کې مې تېر شول چې ښايي زه په غلطه يم او هغوی سهي قضاوت کړی دی، خو کله چې به يوازې شوم، نو هغه عجیبه خندا به بيا راغله.
رښتيا خو دا ده چې زما د حیرانتیاوو او افسوس په شپول کې نغښتې خندا بېځايه نه وه.
زه چې په کومه دنده وګمارل شوم، نو په هغه اداره کې مې څه داسې اصلاحات راوستل چې په ښکاره يې انګازې په لږ وخت کې تر لېرې لېرې ورسېدې.
لږ وخت لا تېر شوی نه و چې د يوه ډېر صادق مشر په توګه مشهور شوم، خو په میاشت کې دننه دننه مې د خپلو محسنانو د احسان د مراتبو په پوره کولو لاس پورې کړ او په هغو مالومو وختونو کې چې تر مقررۍ له مخه مې ورسره ژمنه کړې وه، د بنډلونو بنډلونو ډالرو لېږل ورپيل کړل.
سره له دې چې ځينې وختونه به يې رانه اضافه روپۍ غوښتې، خو باور وکړئ چې کله مې ترې ناغېړي ځکه نه کوله چې زما دنده په داسې ځای کې وه، لکه د ډالرو روان خوړ کې چې لامبم.
که زه تاسې ته د دې روپو اندازه ياده کړم، نو غوږونه به مو تر پخوا لا بوڅ شي، خو راز ساتل د هر ښه مسلمان نښه وي.
خپله مې هم کار دومره بد نه دی. که په حقيقت سترګې پټې نه کړم، نو پخوا د خپل کلي په ژرندهګړو کې نه شمېرل کېدم، خو دا دی اوس مې خلک د ښار په پانګهوالو کې حسابوي.
وايي چې جنت ته هم بېواسطې څوک نه شي تلای. زه له هغو ټولو دوستانو نه دواړه نړۍ مننه کوم چې د دې ستر مډال په راکړه کې يې لوی لاس و، خو سره له دې چې کله اوس هم هغې خونې ته ننوځم او پر مډال مې سترګې ولګېږي، نو هغه عجیبه خندا اوس هم راشي.
رښتيا هم دا د هېواد په کچه يو لوی مډال دی، خو زه چې کله دې خندا ته په يوازې ځای کې سوچ وکړم، نو سره د دغو ټولو نعمتونو چې خدای د هغوی له برکته پر ما لورولي دي او زه يې د دې وړ ګڼلی يم، خو بیا هم راته خپل دغه ستر مډال له بېشمېره کونډو، شهیدانو او له هېواد سره د خيانت له امله د لعنت يو ستر طوق ښکاري.
ځکه نو په داسې وخت کې راته په دې هغه دردمنه خندا راشي چې تر ما وروسته به مې زامن او حتا لمسیان هم په دې مډال ویاړي، خو په دې به لا نه وي خبر چې د دې ستر مډال تر شا څومره خيانتونه پراته دي؟!
0 نظرونه