طالبان وارخطا دي؛ ځینې له سیمې تښتي او ځینې غواړي تسلیم شي
اووه ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو په اوو ولایتونو کې یوولس هدفونه په نښه کړل، په ټولو دغو عملیاتو کې افغان ځواکونه بریالي وو، په کندهار کې د څلوېښتو په شمېر طالب جګړهمار ووژل شول چې د ولایت لپاره د طالبانو والي او مرستیال هم پکې وو. په همدې ورځ په هلمند، ختیځ او شمال کې شفق عملیات داسې بریالي وو چې ډېر محدود شمېر افغان سرتېرو ته هم پهکې زیان و نه رسېده.
له افغان سرتېرو سره هوايي ځواک لویه مرسته کړې او هغه د کرزي په اصطلاح بمبیرکې الوتکې تر تصور لوړه نتېجه ورکړې ده.
یوه الوتکه په سیمه ودرېږي، مرکز ته ټول مالومات ورکړي، حتی که کوم پولیس یا سرتېری په پیره نه وي هم، مرکز خبرېږي او دستي اقدام کېږي.
د طالبانو د حملې مسیرونه، غونډې او د تېښتې مسیرونه مالوموي او حتا که چېرته طالبان جلسه ولري، د جلسې کوټه یې لا په نښه کوي.
په همدې اساس ده چې مرکز د عاجلو اقداماتو تابیا کوي او طالبان تر پلان مخکې له منځه یووړل شي.
په تېرو دوو اوونیو کې ګڼ شمېر طالبان نیول شوي چې یو زیات شمېر یې په تخار او کندوز کې ونیول شول او یو زیات شمېر یې په جنوب او لوېدیځ کې ووژل شول.
د طالبانو حالات خراب دي، د دوی تعقیب شوې ټلېفوني مکالمې په ډاګه کوي چې هره ورځ له پاکستان څخه دوی ته نوي کورډیناټ ورکول کېږي، خو په صحنه کې د حاضرو طالبانو ځواب همدا یو دی چې وسلې راختمې دي، له ځایه نهشو خوځېدای او هغسې غلچکي بریدونه نهشو کولای څرنګه چې پاکستان مېشت مشران تمه کوي.
په ورته وخت کې چې طالبان د مقاومت روحیه له لاسه ورکوي، اکثره یې کوښښ کوي ژوندي پاتې شي، طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري، هغه وسلې چې دوی په کندوز او فاریاب کې ونیولې، یا په سنګین ولسوالۍ کې لاس ته ورغلې، د انتقال امکان یې ورسره نهشته، یو تعداد یې بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او ټانګونه او رنجرې د الوتکو له ډاره ګرځولای نهشي.
کله چې له طالب سره وسله نه وي او په خپل منځ کې له نورو ګروپونو سره همغږي و نه کړای شي، له یوه مسیره د دوی بریدونه هیڅکله بریالي نه وو.
د طالبانو په رسوا شويو مکالمو کې دوی خپلو مشرانو ته وايي چې صحنه ورباندې راتنګه شوې، ملګري یې ډېر ووژل شول او حتا له دوی سره د خوړو لپاره څه نهشته.
له بلې خوا پر دوی فشار دی چې پرته له تیاري او منظم پلان د جنګ لیکو ته د خپلو ملګرو د نجات لپاره ودانګي، مالومه خبره ده کله چې دوی د جنګ لیکو ته په زور ټېله کېږي او پلان و نه لري، نو حتمي ده چې تلفات به یې زیات وي او د دوی زیاتو تلفاتو د طالبانو پر روحیه سخته ناوړه اغېزه کړې ده.
د ټلېفوني مکالمو له مقابل لوري د دوی مجبوریت په پام کې نه نیول کېږي او مجبوره کېږي چې په هر صورت وي باید جګړه وکړي، نو ځینې طالبان بس یو انتخاب لري چې د جنګ صحنې ته خالي لاس ودانګي ووژل شي او یا ونیول شي.
اکثره طالبان کوښښ کوي د جنګ په صحنه کې افغان ځواکونو ته تسلیم شي، دا د طالبانو اخېري مجبوریت دی چې که ډېر مشهور وي او خطر وي چې په زندانونو کې به د اعدام حکم پرې کېږي یا ربړول کېږي، نو ښه ده چې د جنګ په صحنه کې ځان مرګ ته ورکړي، خو هغه طالبان چې فکر کوي، له تسلیمېدو سره یې سرونه خوندي کېږي، نو هغوی د جنګ په صحنه کې ځانونه تسلیموي او نه غواړي چې دې جګړې ته دوام ورکړي.
اوس اساسي مسله دا ده چې پاکستان پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې په بهیر کې د برجستهګي او ښه ځلېدو یا برلاسي کېدو لپاره باید جنګ وکړي او خپل زور ثابت کړي.
د نظامي چارو شنونکي فکر کوي چې طالبان د حیات جګړه کوي، که دوی په نظامي برخه کې کمزوري شي، نو په سوله کې به ډېر کمزوری موقف ولري.
پاکستان طالبانو ته وخت ورکړی چې د شپږو نورو میاشتو لپاره، تر څو پاکستان د سولې بل پلټفارم جوړوي، وجنګېږي او که په جنګ کې قوي ثابت شي، د سولې نتېجه به د طالبانو په ګټه وي.
په تازه کې د پاکستان ډان ورځپانې یو راپور خپور کړ چې له قطر څخه راغلي طالباني پلاوي له منصور ډلې سره کتلي او وړاندیز یې کړی چې د خپلو جګړهمارو د ژوندي پاتې کېدو او خطرناکې جګړې پر وړاندې د تاکتیکي پر شا تګ لپاره بیا د سولې خبرې پیل شي.
ډان ورځپاڼه لیکي چې منصور ډله بیا خبرو ته چمتو والی نیسي، خو د شنونکيو په باور دا د جنګ په صحنه کې د افغان ځواکونو بریا ده چې دوی یې نسبي سولې ته مجبور کړي دي.
دوی ټینګار کوي چې د طالبانو پر ضد باید تهاجمي بریدونه زور واخلي او افغان دولت باید د دوو نورو میاشتو لپاره د سولې مسله شاته کړي او د جنګ په صحنه کې ځان ثابت کړي.
1 نظرونه
نقیب احمد عزیزی
جمعه، ۱۷ حمل ۱۳۹۷پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply