د كندهار د معلولينو باسکټبال لوبډله ښې لاسته راوړنې لري
په کندهار کې معلولين په بېلابېلو لوبو بوخت دي، خو د باسکټبال لوبډله يې ډېره د پام وړ ده. دا لوبډله هر کال د هېواد په كچه سياليو كې ښه مقامونه ترلاسه کوي.
د کندهار ښار په عينو مېنه کې هره ورځ يو شمېر معلولين د باسکټبال لوبې لپاره راټولېږي.
دوى په عينو مېنه کې د باسکټبال يو مجهز لوبغالى لري چې د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند د افغان معلولينو د ټولنې په مرکز کې واقع دی.
د کندهار د معلولينو د باسکټبال لوبډلې کپټان حميدالله وايي چې دغه لوبډله دوه کاله مخکې جوړه شوې ده، ۱۶غړي لري چې۱۲ يې د معلولينو په منتخبه لوبډله کې لوبېږي.
د باسکټبال دا لوبغالی دICRC او افغان معلولينو ټولنې له خوا جوړ شوى او هر معلول کولاى شي چې تمرين او لوبه په کې وکړي، خو لوبغاړى سيدا جان دا لوبغالی معياري نه بولي او غوښتنه کوي چې د لوبغالي سر دې وپوښل شي، څو په ژمي او دوبي کې د تمريناتو کار ځينې واخيستل شي.
د افغان معلولينو د بيارغونې د ټولنې مرستيال فيض الله عمريار د معلولينو لپاره د باسکټبال د لوبې دا تمرينات ډېر مهم بولي. د عمريار په وينا، د دوی لوبډلې تېر کال د افغانستان په کچه درېيم مقام ګټلی دى.
افغانستان اسیایي کبډي سیالۍ په سترې بریا پیل کړې
په اسیایي کبډي سیالیو کې د ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د کبډي سیالیو رسمي پاڼې د مالوماتو له مخې، په دې سیالۍ کې افغان کبډي ملي لوبډلې نیپال کبډي لوبډلې ته ۴۰ پر ۱۱ امتیازونو توپير ماتې ورکړه.
درېیم پړاو اسیایي کبډي سیالۍ وړمه ورځ د اسیا وچې د ۷ هېوادونو کبډي ملي لوبډلو ترمنځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شوې.
په دغو سیالیو کې په لومړۍ ورځ پاکستاني لوبډلې لومړی ۴۷ د ۲۲ امتیازونو په توپیر ایران ته او په ورپسې لوبه کې بیا هندوستان سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغو سیالیو ته د مالیزیا، ازربایجان او بوتان کبډي ملي لوبډلې هم وربلل شوې، خو د نامالومه دلایلو له کبله په سیالیو کې برخه وانهخیسته.
0 نظرونه