سوله؛ پرون نن او راتلونکې
له وسلهوالو مخالفینو (بالخصوص طالبان) سره سوله د افغان حکومت له لومړیتوبونو شمېرل کېده/کېږي چې له اسلاماباد- راولپېنډۍ سره د کابل نږدېوالي اساسي لامل هم د سولې خبرې بلل کېږي، خو په ټولو هڅو سربېره، تر دېدمه وسلهوال طالبان خبرو ته نهدي حاضر شوي.
دا چې د سولې په خبرو سربېره د دغو هڅو اساسي دلیل څه و، هڅه شوې پهدغې لیکنه ورته اشاره وشي. همداراز د سولې پر بهیر په کور دننه نیوکو ته هم لنډه کتنه شوې او په وروستۍ برخه کې د سولې په تړاو پر راتلونکي لیدلوري رڼا اچول شوې ده.
مخامخ خبرې
د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ مخامخ خبرې د لومړي ځل لپاره د اسلاماباد په مري (سرطان ۱۳۹۵/جولای ۲۰۱۵) کې وشوې. په دغو خبرو کې د حقاني شبکې په استازو سربېره، د طالبانو باصلاحیته پلاوي ګډون کړی و او دواړو لوریو منلې وه چې مخامخ خبرو ته به دوام ورکوي (پهدغه غونډه کې د چین او امریکا استازو د څارونکيو په توګه ګډون درلود)، خو په دې سربېره چې دواړو خواوو د خبرو پر دوام ټینګار کړی و او پاکستان هم ژمنه کړې وه چې د راتلونکيو خبرو لپاره به زمینه برابرېږي؛ اما د ملا عمر د مړینې د خبر له خپرېدو سره جوخت خبرې وځنډول شوې. (اګسټ ۲۰۱۵)
طالبانو د ملا محمد عمر په استازیتوب په دغو خبرو کې ګډون کړی و (د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین حکمت کرزي په وینا، ګډون کوونکيو د اختر منصور اجازه له ځانه سره درلوده؛ خو هغه مهال چې ملا عمر لا ژوندی بلل کېده، منصور د محمد عمر استازی و او ټولې چارې د ملا عمر له نامه څخه په استفادې کېدې.)
باور دا دی چې د ملا عمر د مړینې اعلان دوه اساسي عوامل درلودل:
لومړی دا چې د طالبانو د مخکېني مشر مړینه حتما ډاګیزه کېده. که افغان حکومت د مري خبرو ته دوام ورکړی وای، نو د ده د مړینې تر ډاګیز کېدو وروسته، حتی له خبرو څخه د سوله خوښو طالبانو په شا کېدل مطرح و؛ ځکه ظاهرا ګډون کوونکيو د ملا عمر په استازیتوب ګډون کړی و، کله چې مالومه شوې وای چې نوموړی مړ شوی (اپرېل ۲۰۱۳) نو تر ډېره بریده به یې د سولې خبرو ته شا کړې وای؛ ځکه دوی به د سولې خبرې د چل او دوکې په توګه یادې کړې وای چې د اختر منصور ګټې پهکې نغښتې دي.
دویم، سربېره په دې چې پاکستان دغو خبرو ته زمینه برابره کړې وه؛ خو پاکستان مخامخ پهکې ښکېل نه و او ټول څه یې د افغان حکومت او طالب استازو ته پرې ايښي ول. باور دا دی چې د پاکستان دغه تکتیک پهدې هدف و، څو له راتلونکيو تعهداتو څخه په شا شي او د طالبانو په ذریعه خپلو اهدافو ته ورسېږي.
څلوراړخیزه غونډه
د ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپرېدو او د کابل د شاهشهید له پېښې (اسد ۱۳۹۴/اګسټ ۲۰۱۶) وروسته، سربېره په دې چې له طالبانو سره د سولې خبرې په ټپه ودرېدې، د کابل-اسلاماباد په اړیکو کې هم منفي بدلون رامنځته شو. دا مهال افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې د مشخصو اقداماتو غوښتونکی شو؛ خو پاکستان هڅه وکړه چې له کابل سره یې اړیکې ښې شي.
د اړیکو ښهوالي په هدف د ډېورنډ کرښې هغې غاړې پښتانه مشران کابل ته راغلل (نومبر ۲۰۱۵) او له ولسمشر غني څخه یې غوښتنه وکړه چې په پاریس کې د اقلیمي بدلون غونډې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره وګوري او د دواړو هېوادونو اړیکو ته مثبت لوری ورکړي.
د اقلیمي بدلون په غونډه کې دواړو مشرانو سره ولیدل او ولسمشر اشرفغني په دې سلا شو چې په اسلاماباد کې د آسیا زړه استانبول پروسې پنځم دوه ورځني کنفرانس (ډسمبر ۲۰۱۵) ګډون وکړي.
اسلاماباد ته د ولسمشر تر سفر وروسته د څلور اړخیزې غونډې لومړۍ غونډه (ډسمبر ۲۰۱۵) وشوه.
د دغې غونډې هدف د سولې لپاره د لارې نخشې جوړول و چې بالاخره په څلورمه غونډه کې د لارې نخشه جوړه او د سولې مخامخ خبرو لپاره د طالبانو حاضرولو په هدف پاکستان ژمنه وکړه؛ خو د پاکستان له ژمنو او د خبرو پیل لپاره د بېلابېلو ضربالاجلونو په ټاکلو سربېره؛ تر دېدمه طالبان خبرو ته نهدي حاضر کړی شوي.
اوږده پروسه د څه لپاره
د سولې په هدف په ټولو هڅو سربېره، ولسمشر اشرفغني ملي شورا ته پهخپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ چې له پاکستانه سوله نه غواړي؛ بلکې د حکومت غوښتنه دا ده چې پاکستان خپلې ژمنې عملي کړي.
د څلور اړخیزو غونډو په پایله کې پاکستان ومنله چې د ټولو ترهګرو پر وړاندې به یو ډول اقدام کوي؛ خو تر دمه دغه کار نه دی شوی، بلکې اسلاماباد-راولپېنډۍ یوازې د پاکستان ضد اورپکو ځپلو پسې رااخیستې ده.
پر افغان حکومت دا نیوکه کېږي چې د سولې په نامه یې وخت ضایع کړ او پر پاکستان باور بېځایه و.
خو افغان چارواکو د سولې خبرو دغې اوږدې پروسې لپاره مشخص دلایل وړاندې کړي دي.
د دوی په وینا، حکومت د پاکستان په نیت له پخوا خبر و؛ خو د دې لپاره چې د اسلاماباد پلمو ته د پای ټکی کېږدي پهدغې اوږدې پروسې کې ګډون ته حاضر شو.
له همدې امله ده چې د سولې خبرو له دوام سره جوخت، د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز (په ځانګړي توګه هوايي ځواک) په برخه کې هم جدي اقدامات شوي دي.
همدا راز د وسلهوالو مخالفینو د پلانونو شنډولو په هدف افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته اوښتي دي.
د څلور اړخیزې غونډې په پایله کې وه چې د لومړي ځل لپاره پاکستان پهخپله خاوره کې د طالبانو او د کورنیو موجودیت یې ومانه.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په امریکا کې یوې غونډې ته وویل چې طالبان او د دوی کورنۍ په پاکستان اوسي او د پاکستان حکومت له امکاناتو استفاده کوي. د ده په وینا، پاکستان دا توان لري چې پر دوی فشار راوړي او د غوښتنو نه منلو په صورت کې به له پاکستان څخه وشړل شي.
له بلې خوا د لومړي ځل لپاره له پاکستان څخه لیکلی تضمین اخیستل شوی (د تېرو کلونو په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ژمنو شفاهي بڼه درلوده او پاکستان هيڅ ډول لیکلی تضمین نه و ورکړی). دغه تضمین د څلور اړخیزې غونډو په هرې اعلامیې کې تسجیل شوی دی.
همدا راز افغان حکومت پهدې بریالی شو چې د لومړي ځل لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په هدف سیمهییزه او نړۍواله اجماع رامنځته کړي. دغه اجماع د دې لامل شوې چې د هرې ورځې په تېرېدو پر پاکستان فشارونه زیات شي (چین له پاکستان څخه د رښتينې همکارۍ غوښتنه کړې ده، امریکا پر اسلاماباد فشارونه زیات کړي او پهدې لړ کې کانګرس د اف-۱۶ الوتکو مرسته بنده کړې ده، همدا راز د کانګرس لهخوا ۷۴۲ میلیونه ډالره مرسته بنده شوې، له بلې خوا د حقاني شبکې ځپلو په هدف پر پاکستان د امریکا فشار زیات شوی، روسیې هم میدان ته دانګلي دي.)
راتلونکی لیدلوری
د اوس لپاره د طالبانو پر وړاندې پر پوځي اقداماتو تأکید شوی او په دې لړ کې له پاکستان څخه غوښتل شوي چې ټولو ترهګرو ته په یوه سترګه وګوري او یو ډول یې پر وړاندې اقدام وکړي؛ خو په دې سربېره ولسمشر د دوست او دښمن تعریف په برخه کې له ځینو طالبانو څخه یادونه کړې (لهدې سره د هغو طالبانو پر مخ د سولې دروازه پرانیستې ده چې له جګړې څخه لاس اخلي) بل لور ته پاکستان یو ځل بیا د سولې خبرو پیل لپاره ظاهرا هڅې پیل کړې دي.
تر دې ورهاخوا روسیه لېوالتیا لري چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي (د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چین ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ویلي، د افغانستان د کشالې حل او پهدغه هېواد کې د ثبات ټينګښت په موخه د شانګهای د همکاریو پر سازمان باور لري.)
دغو خوځښتونو ته په کتو، د سولې په تړاو دوه لیدلوري متصور دي:
۱. د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې به جګړه دوام لري او ټوله هڅه به دا وي چې تر وروستي بریده وځپل شي (همدا اوس دغه کار دوام لري)؛ او
۲. د تلپاتې سولې لپاره به دا ځل د روسیې په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم د سولې په خبرو کې ښکېل کړای شي. دغه کار به پهدې منتج شي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو ترمنځ همغږي لا زیاته شي. لهدې لارې پر پاکستان د زیاتو فشارونو اټکل کېدای شي.
0 نظرونه