په کابل کې د جنايي پېښو ګراف؛ د ښاريانو خوب تښتولی هره ورځ ۱۰۰ پېښې کېږي
د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د ښار په واټونو او کوڅو کې تر ماښام وروسته هېڅوک ځانونه خوندي نه احساسوي، په لارو کوڅو کې مخ پټي کسان د وسلو او چاقوانو په زور خلک لوټي. د غلو له بانډونو او ډلو سره یو شمېر امنیتي مسوولین لار لري، داړماران يا نه نيول کېږي او يا له پوښتنې ګروېږنې پرته خوشې کېږي.
د کابل امنيې قومندانۍ د يوې سرچينې مالوماتو ښيي، په ښار کې هره ورځ د جیب له وهلو، د دوکانونو، موټرو او کورونو تر لوټلو او سړي تښتونو پورې شاوخوا ۱۰۰ پېښې رامنځته کېږي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي، هره اوونۍ په ښار کې له جنایي پېښو سره په تړاو کابو لسو کسان نیول کېږي.
په کابل ښار کې د انسان تښتونو، غلاوو او نورو جنايي پېښو ګراف لوړېدو ښاريان اندېښمن کړي او وايي، په رڼا ورځ خلک لوټل کېږي او جنايي پېښې رامنځته کېږي، خو د مخنيوي لپاره يې هېڅ اقدام نه کېږي.
د کابل ښار د پنځمې حوزې اوسېدونکی او د پېښې قرباني محمد فريد وايي، دوه اوونۍ د مخه يوه موټر له کمپنۍ سيمې پورته کړم، خو کله چې په هوښ راغلم، تر ريشخور سيمې پورې يې رسولی وم او په يوه سمڅه کې تړلی پروت وم. دی وايي، ۱۰۰ډالر مې جيب کې وو، هغه يې رانه واخستل، په مرګ يې وګواښلم او ووهلم.
يوازې د فريد کيسه نه ده چې وتښتول شو، بلکې د فريد په څېر بې شمېره کسان د داسې پېښو قربانيان ګرځي.
شل ورځې د مخه د خوشحال خان په (ب) ساحه کې د غلو يوې ډلې د تېلو د پمپ يو مالک په خېټه کې په رسام مرميو وويشت او وواژه، دی ځکه ووزل شو چې ځايي زورورو ته يې ونډه نه ورکوله. په پنځمه حوزه کې هره ورځ جنايي پېښې رامنځته کېږي.
په ټول ښار کې د سوداګرو، شتمنو، لويو او وړو کارباريانو خوب حرام شوی، دوی په خپلو ماشومانو او د کورنيو په غړو وېريږي، ځکه چې ډېريو يې د مافيا او جنايتکارو ډلو له لوري پيغامونه تر لاسه کړي دي.
د کابل ښار له څنډې د نهه کلن اباسین تر تښتونې او په بې رحمانه ډول تر شهیدولو وروسته د خلکو غوسه راپارېدلې او له قضایي ارګانونو غوښتنه کوي چې قاتلینو ته یې د قانون په چوکاټ کې سخته سزا ورکړي. اباسین د کابل ښار له اتمې حوزې مخ پټو وسله والو شاخوا څلور میاشتې وړاندې وتښتاوه او د هغه له کورنۍ یې د سل زره ډالرو غوښتنه کوله.
د اتمې حوزې اوسېدونکي وایي، تر ماښام وروسته تر پاخه سړک هاخوا خلک ځانونه خوندي نه احساسوي، په لارو او کوڅو کې لوچکان او مخ پټي کسان له خلکو د وسلو او چاقوانو په زور پیسې اخلي.
ددې حوزې اوسېدونکي وایي، له پسرلي راهیسې شاوخوا څلویښت کسانو ماښام په تیاره کې مخ پټو کسانو د تفنګچو او چاقوانو په زور لوټلي دي: ((دغه غله خو لومړی نه نیول کېږي، ځکه د حوزې له مسوولینو سره لار لري، که وهم نیول شي، تر یو څو ورځو وروسته بېرته خوشي کېږي.))
یوه میاشت وړاندې د کورنیو چارو نوي وزیر په ښارونو کې د جنایي جرمونو د ګراف ټیټېدو لپاره نوې طرحه رامنځته کړه. ددې طرحې په اساس که په هره امنیتي حوزه کې اختطاف وشو، نو د هغې حوزې مسوولين به یې ځواب وایي، خو تر اوسه په هېڅ حوزه کې هېڅ اقدام نه دی شوی، نه د حوزې امر د ځواب لپاره ورغوښتل شوی او نه يې کوم پوليس له دندې ګوښه شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالرحمن رحمان وايي، کورنیو چارو وزارت اوس هم په خپلې دغې ژمنې کلک ولاړ دی او تر څېړنو وروسته به پړه امنیتي مسوولين سزا وویني: ((زموږ د میاشتو میاشتو هڅې قضایي ارګانونه په اوبو لاهو کړي. موږ مجرمین ونیسو، خو په قضایي ارګانونو کې د فساد له امله بېرته خوشي شي. هیله ده نوې رهبرۍ دې موضوع ته جدي پام وکړي.))
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په کابل ښار کې د جنایي پېښو د راکمېدو لپاره د کورنیو چارو وزیر نوې کمېټه جوړه کړې، خو دا نه منو چې امنیتي مسوولين دې له غلو سره لار ولري: ((موږ هره اوونۍ په ښار کې له جنایي پېښو سره په تړاو تر لسو زیات کسان نیسو. که په وروستۍ پېښه کې زموږ امنیتي مسوولين پړه ثابت شي، حتمي به سزا ورکړل شي.))
د کابل امنیه قوماندانۍ یوه سرچینه وایي، هره ورځ په کابل ښار کې له جیب وهنې، هټیو لوټولو، موټرو تښتولو، کورونو لوټلو او سړي تښتونو پورې شاوخوا ۱۰۰ پېښې رامنځته کېږي.
د کابل امنيه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس فريدون عبيدي سرخط ته وويل، د پېښو ګراف هومره لوړ نه دی، خو په تېره حمل مياشت کې ۲۲۴ جنايي لويې او وړې پېښې رامنځته شوې دي. دی وايي، په همدې تړاو يې ۲۸۰ کسان نيولي چې درې بانډونه هم په کې دي.
ښاغلی عبيدي وايي، لويې او سازمان شوې پېښې هومره زياتې نه دي، خو وړې پېښې کله ناکله رامنځته کېږي.
0 نظرونه