له شايعې سره څنګه مقابله وکړو؟
۸ ثور ۱۳۹۷ 114065 0 نظر شرف الدین عظیمی

له شايعې سره څنګه مقابله وکړو؟

شایعه یو تر ټولو لویه رواني او ټولنیزه پدیده ده، چې ارواپوهان او ټولنپوهان پرې وخت ناوخت ځینې څېړنې او لیکنې کوي ځکه چې له شایعې د متقابل غبرګون په څېر په ورځني ژوند کې کله ناکله کار اخیستل کېږي، شایعه بېلابېل ابعاد لري او د جګړې، قحطۍ، طبیعي پېښو او داسې نورو ورته حالتونو کې یې اړخونه نور څنګ او څټ هم پيدا کوي او پيچلي کېږي. که څه هم ټولنیزه اغېزه یې لا تر اوسه په پوره توګه نه ده څرګنده شوې خو په ناعادي حالتونو کې ډېرې په ټولنه کې رامنځ ته کېږي او د خلکو په اړیکو او ژوند خپله اغېز شیندي او رڼا ورځ پرې توره شپه کوي. ما په دې اړونو په ۲۰۱۴ کال هم یوه لیکنه کړې او دغه مساله مې خپلو هیوادوالو سره شریکه کړې وه، چې په اړوند یې څه ناڅه چمتو وي او په ورځنیو چارو کې یې اغیز کم شي دا دی اوس یې هم اړینه بولم چی د مقابلې په اړوند یې په مفصل ډول تاسو سره دا څو کرښې شریکې کړم.

 

له شايعې سره څنګه مقابله وکړو؟

شایعه کیدای شي ستونزې، ربړې او فاجعې وزېږوي، دا چې څنګه د شایعو په وړاندې مبارزه وکړو او مخه یې ونیسو نو اړینه ده چې ځینې طریقې په پام کې ونیسو. تر څو د شایعې په مخنیوي او خنثا کولو کې ګټه ترې واخلو چې دا بیا خپله په دې پورې هم اړه لري چې د شایعې رواني او ټولنیزه منځپانګه او هغه انګېزه چې شایعه د هغو پر بنسټ طرح شوې ډېره مهمه او اړینه خبره ده.

پوهان له شایعو سره دمخامخ کېدو او له اغېزو څخه یې په امان کې د پاتې کیدو لپاره ځینې لارښونې کوي چې سره شریکې به یې کړو:

له خبرو او پېښو نه د ابهام لرې کول: له خبرونو، پېښو او جریانونو د ابهام لرې کول او وګړو ته دحقایقو رسول او همدا راز په پېښو رڼا اچول او سپيناوی هغه هم په موقع او وخت سره د ډېرو لویو ستونزو څخه چې له شایعې څخه پيداکېږي مخنیوی کوي.موږ وړاندې هم وویل چې ابهام د شایعې د خپرولو یو لوی لامل دی نو ښه ده چې ابهام له منځه یوسو او شایعه په نطفه کې خنثا کړو. شایعې د جګړې پر مهال ډېرې خپرېږي نو اړینه ده چې رسنۍ په ډېر مهارت او پرانیستو سترګو وکورو او پر حقایقو ښه سر خلاص کړو خو کومې رسنۍ؟ دا لا ما ته هم یوه پوښتنه ده.

وګړو ته د ذهني مشغولا پيداکول: بیکاري او وزګاري په انسانانو کې ځینې غبرګونونه زېږوي له ډک او بوخت ذهن نه خالي ذهن ډېر دې ته چمتو کوي چې شایعه ومني، څوک چې ذهني بوختیا نه لري پر شایعو باور کوي او خپروي یې تر څو ځان ته بوختیا پيداکړي او بوخت او خوښ شي دغه وضعیت په کلیو، هجرو او پیتاویو کې په ښکاره لیدل کېږي نو د دې لپاره چې د لاسونو بیکاري د ژبې د فعالیت لامل ونه ګرځي او د شایعې لپاره زمینه مساعده نه شي نو اړینه ده چې د ذهن او جسم لپاره سالمې بوختیاوې برابرې او له شایعو مخنیوی وکړو.

د ټولینز فرهنګ ځواکمنول: که په یوه ټولنه کې شایعې ډېرې دود وي نو دا حالت دا مانا ورکوي چې په یاده ټولنه کې ټولنېز فرهنګ ډېر کمزوری دی نو که موږ غواړو چې له شایعو په امان کې واوسو نو اړینه ده چې د فرهنګ د رغولو په عناصرو فکر وکړو او د فرهنګ رغول سره له واړه پیچتاو چې لري یې وڅېړو او پراخه کارونه ورته وکړو.

په دې کارونو کې به زموږ یو مهم کار دا وي چې وګړي د شایعو له زیانونو څخه خبر کړو او لارښونه ورته وکړو چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په امریکا کې ډېرې شایعې خپرېدې او خلک ېې له ډېرو ننګونو سره مخ کړي وه، په دې وخت کې د”ر.ج.کارین“ په نوم یوه امریکايي خبریال د یوه سیمه ییز ارواپوه په مرسته یوه اوونیزه چاپ او خپره کړه او په هغې اوونېزه کې به یې هغه شایعې خپرولې چې دېوې اونۍ په ترڅ کې به یې  په سیمه کې شایعه کېدې او بیا به یې د ارواپوه په مرسته ځوابولې دغه کار په امریکا کې د شایعې د کلینیک په نوم شهرت پيدا کړ  او بیا وروسته نورو خپرونو هم همدا لاره تعقیب کړه او د خپلو لیکنو، داستانونو او خبرونو په وسیله یې ډېر امریکایان د شایعو له زیان ځینې وژغورل او ډېر نور یې د شایعې پر وړاندې د مبارزې لپاره وروزل.

له نامسقیمو طریقو څخه کار اخیسل: د شایعې پر وړاندې د مقابلې لپاره د نامسقیمو لارو څخه هم کار اخیستلی شو د بېلګې په ډول د خلکو مذهبي او وطن دوستانه احساساتو پارول، د شرم د احساس القا، پوسترونو، اعلامیو، فلمونو، ډرامو او داستانونو خپرول او له ارواپوهنې سره د خلکو بلدول او داسې نور د کار له وطن څخه د استعدادونو د تېښتې پر محال یوه څه نا څه وشو...

په دې ډول کولای شو له شایعو څخه مخنیوی او ځان وژغورو ښه خبره خو داده چې د شایعو په لغو او سپیناوي کې له مخورو، سپين ږېرو، مشرانو او د نفوذ او درناوي وړ کسانو څخه مرسته وغواړو.

کله چې شایعه خپره شي او خلک له ستونزو سره مخ کړي ارواپوهان وايي چې دا لایندیني بېړني اقدامونه ترسره کړي:

۱- د شایعې د سرچینې او شایعه اچوونکو پېژندنه

۲- د شایعې د سرچینې بې اعتباره کول او د خپرونکو د هویت ښودنه

۳- هغو وګړو ته چې شایعې خپله اغېز پرې شیندلي د سمو اطلاعاتو ورکول

۴- شایعه په شایعه له منځه یوسی دا ډول شایعې ډېرې په رواني جنګونو کې کارول

کېږي خو پام مو وي چې د وګړو اعتماد له منځه لاړ نه شي مسوولینو ته ښايي چې زر حقیقت د خلکو غوږونو ته ورورسوﺉ او خلکو ته دا روښانه کړي چې په شایعه د شایعې ځواب د هغه وخت یو مجبوریت او غوښتنه ده.

۵- بل دا چې په افغانستان کې دې د شایعې او دهغې د خپرونکو پر وړاندې د څېړنې یو مرکز جوړ شي چې وخت نا وخت په هېواد کې دننه او بهر شایعو مخنیوی وکړي او د شایعه پالو څېرې څرګندې او ښکاره کړي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې