ژور بدلون
۲۸ ثور ۱۳۹۷ 108817 0 نظر نعیمه غني

ژور بدلون

دا عنوان به ښايي حیران کړي یاست. بدلون هغه هم مثبته کړنه چې زموږ ټولنه ورسره ډېره بلده نه ده، خو له نېکه‌مرغه په دې ټولنه کې ډېر ژور بدلون راروان دی.

د تل په څېر مشران سره غونډ وو چې د چا د وینو پور ور پر ځای کړي او د یوې بورې مور اوښکو ته تسلي پیدا کړي، خو دا تسلي څنګه راتلای شي؟!

 د یوې ښځې اوښکې د بلې ښځې په پلو وچېدل یوه نوې اوحیرانونکې خبره نه ده، خو د یوې ښځې اوښکې د بلې ښځې په هیلو وچول، دا دود ښایي یوازې زموږ په څېر وروسته‌پاتې ټولنو کې شتون ولري او بس.

یوه کورنۍ چې چا یې زوی، ورور یا بل کس وژلی د هغې بلې کورنۍ د یوې یا هم څو پېغلو هیلې ترې اخلي کوم چې د قاتل خور، لور یا هم ورېره ده او دلته د لومړۍ کورنۍ اوښکې نه وچېږي، خو په پوره ډاډ سره وایم چې د څو کسان د اوښکو بهېدو ته لاره هوارېږي او د ژوند په اوږدو کې یې دا غمیزه دوام کوي.

دا دود هغه قانون دی چې په پېړیو پېړیو یې د دې ټولنې خوار وګړي، په تېره بیا ښځې یې ځورولې او ورته د نه ویلو جرات هیچا نه درلود، خو لکه چې خدای د دې ټولنې غږ او درد ته یوه چاره او سبب پیدا کړ او نن هغه ښځه چې د بدو په نوم ودېږي تر څنګ یې یو داسې کس ولاړ دی چې په دې پوهېږي چې وینه په وینه نه مينځل کېږي او دا ښځه چې د بدو په پور کې ورکول کېږي، په دې شخړه کې بې‌ګناه ده.

زه د ښار په ګوټ کې وهل شوې د تحصن خیمه یادوم چې یو ځوان په‌کې ناست دی او د دې ناوړه دود پر ضد یې خپل غږ اوچت کړی.

هغه ځوان چې کلونه کلونه یې په دې نوم چې د خپلو مړو د وینو بدل اخيستی، د ډېرو تور سرو د اوښکو تویولو نندارې جوړولې، د هغې پر خوله یې مهر لګولی و او یوازې د دې لپاره چې د یوه قاتل خور یا لور ده ورسره یې له یوه قاتل څخه بد چلند کاوه.

 

نن ورځ هماغه ځوان د دې پر ځای چې د غیرت په نوم د خلکو د وینو د تویولو نارې سر کړي یا د کاذب غرور په مټ ځان تر ټولو قوانینو او اصولو زورور وګڼي، برعکس له نننۍ نړۍ سره ګام اخلي، د خپل کلي ناوړه دود ته شا کوي، له خلکو غواړي چې د غڼې له دې ځورونکي جاله یې وژغوري، له خپلې وړې او په دودنو ولاړې نړۍ څخه د وتلو هڅه کوي او نورو ته د مرستې لاس اوږدوي.

هغه په دې کار سره غواړي ثابته کړي چې نور نو فکرونه بدل شوي، نور دا بې‌اساسه کړنې او خپل سري قوانین د نوی ذهنیت پر وړاندې خنډ کېدای نه شي او نور په کار ده چې د هغې مظلومې او بې‌وسې انسان پر حال رحم وشي چې د یو بل چا د وحشت قرباني کېږي.

ښايي خلک به د هغه پر دې نیت ډېر شکونه راپیدا کړي او څوک به ورسره غږ غبرګ نه کړي، خو زه د یوې پښتنې په توګه دې کړنې ته د یوه انقلاب په سترګه ګورم، هغه انقلاب چې په یوه زړه او فکر کې پیل شوی او ډاډه یم چې تر ډېرو نورو زړونو او فکرونو رسېدلی.

اورېدلې مې وو چې قانون جوړېږي، خو تطبیق کېږي هغه وخت چې خلک یې وغواړي او دا دی نن مو ولیدل چې زموږ ولس هم د نړۍ د متمدنو او ویښو ملتونو په څېر د قانون تطبیقول له بل هر ټولنیز بند او قرارداد څخه غوره ګڼي او په پلي کېدو کې یې مرسته کوي.

نن ورځ راته هغه بې‌وسه خلک، په تېره بیا ښځې چې په یوه نامه او بل نامه د ټولنې د ناوړو دودونو قرباني کېږي او ځورل کېږي، یوازې نه ښکاري او داسې انګېرم چې اوس یو ویښ نسل د دې خلکو شاته ولاړ دی او ټولنه مو د یوې بیدارې او پر ځان باوري ټولنې غوندې د روښانه او هیله منې راتلونکې په لور په چټکو ګامونو روانه ده.

 

اوس افغان زلمی هغه د څو کلونو مخکې ساده او ناخبره زلمی نه دی چې یوازې د اورېدلو لپاره یې غوږونه درلودل، خو د غبرګون لپاره یې احساس او د بیان لپاره یې خوله نه درلوده.

هغه ځوان چې د دود، رسم او رواج په نوم هر څه پرې تپل کېدل او بیا ورته دا ډاډ ورکول کېده چې په پټو سترګو پر دې لار تګ زده کړه او پرېږده چې همدا قوانین ستا په اړه تصمیم ونیسي او هر څه چې پېښ شول هغه سم او کره دي.

نن افغان ځوان د خپل راتلونکي او برخلیک په اړه له خپل فکر او مټو څخه کار اخلي او که اړتیا پېښه شي، نو په یوه ځان د هرې ناروا پر وړاندې د درېدو جرات لري چې دا په اصل کې د یوې ټولنې د ویښتابه یوه لویه او ښکاره نښه ده.

د روښانه راتلونکي په لور.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې