يو ښه زېری
۷ ثور ۱۳۹۷ 111565 0 نظر حفيظ الله تراب

يو ښه زېری

داسې وخت راغی چې دلته اوس هر انسان سياسي مبصر، هر څوک اتل او حتا يو ملولا هم کولای شي چې پرته له وېرې که قضاوت يې غلط هم وي، خپل خیالات څرګند او د نر غوندې يې ووايي.

له يوې نيمې لسیزې را په دې‌خوا د ډالرو او د پرديو د ملاتړ له برکته واړه غټ او غټ واړه شول. د ډېرو هغو چارو ويل چې پخوا سپېڅلي ګڼل کېدل، خلکو ته ناولي معرفي، سرښندنه لېونتوب او غلامي ستر ویاړ وپېژندل شو.

د ګډودۍ په دې بهیر کې هغه چا ګټه وکړه چې د خپلې مبارزې له شعار نه يې درې سوه شپېته درجې تنزل وکړ او يو وخت چې يې ځان د اسلامي مبارزې مخکښ ګاڼه، د سياسي واک د تر لاسه کولو لپاره يې ان د لېنن پر مومیايي شوي جسد د ګلانو ګېډۍ هم کېښوده.

په حقيقت کې د روسانو تر يرغل وروسته د دې ډلې واک ته رسېدل، د هېواد د بدبختۍ يوه داسې پیلامه وه چې غمونه او دردونه يې اوس هم بې‌ګناه افغانان ګالي.

د همدغې ډلې ستمي واک و چې د هېواد ولسونه يې په قومي او ژبني لحاظ سره بېل کړل. کابل يې وران او چور کړ، په لسګونو زره انسانان يې ووژل، خو د ډېرو شتو او تالان سره بيا هم ماړه نه شول او د واک او نارواوو دا لړۍ يې د ميراث تر پوړۍ ورسوله، تر دې چې اوس يې کوچني زامن هم د قدرت پر ګدۍ ناست او دا چاره خپل مورنی حق ګڼي.

تر دې بله لویه بدمرغي دا وه چې دې خلکو حقایق مسخه کړل، د خلکو په سترګو کې يې په رڼا ورځ خاورې واچولې او تر اوسه لا د جهاد او اسلام په نامه د دروغو ټول امتیازات همدا شهزادګان اخلي او د دې لپاره چې په راتلونکي کې يې ګتو ته زیان و نه رسېږي، نو د هرې هغې چارې که د ټول هېواد خير هم په‌کې وي، دغه ډله يې مخه نيسي.

دا اوس اوس چې د افغانستان له حکومت سره د افغانستان د اسلامي حزب خبرې په بریاليتوب سره روانې دي، نو پر دوی ځمکه تنور شوې، همدغه ډله د خپلو بړېڅو په وسیله په داخل او بهر دواړو کې هڅه کوي، تر څو د دې نېکې کړنې مخه ونيسي.

پوښتنه دا ده چې دوی ولې دا کار کوي، ځواب يې روښانه دی. په اسلامي تنظیمونو کې حزب يو داسې ګوند و چې غلا په‌کې نه وه، د قوم خبره په‌کې تر پايه مطرح نه شوه، په خپله نظریه ولاړ خلک وو، په ټوله نړۍ کې يې منظم دفترونه درلودل، تر ټولو په‌کې لوستي خلک او کدرونه ډېر وو، د وسله‌والې مبارزې پر وخت يې تر ټولو ډېرې منظمې جبهې او قومندانان لرل، په ټاکنو يې له پيله باور درلود، نو طبعي خبره ده چې له دولت سره د داسې يوه منظم ګوند يو ځای کېدل، د غلو، داړه مارو، ستمیانو او مافيايي کړيو ګټې له ګواښ سره مخامخ کوي.

ځکه نو په داسې حالاتو کې چې هېواد مو له هر لوري له ګواښونو او نادودو سره لاس و ګرېوان دی، سولې ته د يوه کس راتلل هم يو نېکمرغه عمل دی او بيا د يوه پخواني او منظم ګوند راتلل، خو ستره خبره ده.

هيله ده چې دا پروسه په نږدې ورځو کې بريالیتوب ته ورسېږي. داسې ښکاري چې افغان ولس به يو ښه زېری واوري، داسې زېری چې له دې سره به ډېر موږکان خپلو سوړو ته ننوځي او د کاغذي زمريانو اصلي څېرې به خلکو ته نورې هم څرګندې او لا بربنډې شي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې