د حکمتیار احتمالي راتګ لاستهراوړنه بلل کېدای شي؟
وايي په ډېرو پرمختلليو هېوادونو کې چې کاندیدان له خلکو سره کومې ژمنې کوي، د قدرت د ترلاسه کولو او کار په وخت کې تر ټولو کامیاب هغه دی چې د هغې پنځوس فیصده عملي کړي، دا فیصدې بیا د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې بېخي بدله ده، ځکه د درېیمې نړۍ هېوادونو کاندیدان هم تر خپل وس پورته ژمنې کوي او د خلکو توقعات یې هم پورته وي، په دغسې هېوادونو کې که کوم کاندید شل سلنه ژمنې هم ترسره کړي؛ نو کامیاب بلل کېږي.
افغانستان هم یو له دغو وروسته پاتې هېوادونو دی، دلته نو بیا کېسه بېخي بدله ده، ځکه داسې غیرمترقبه حالات راشي چې د هغه شل فیصده ژمنو عملي کول هم له خلکو هېر شي. ښه مثال یې زموږ تر ټاکنو وروسته انتخاباتي لانجې او بیا د ملي وحدت حکومت جوړېدل دي. بل غیرمترقبه حالت جنګ او په دې جګړه کې د ټولې حکومتي دستګاه مصروفیت دی.
د ټاکنو پر مهال دواړو کاندیدانو چې اوس یو ولسمشر او بل اجراییه رییس دی، داسې ژمنې کړې وي چې هغه یوازې په سوله او نورمال حالت کې عملي کېدای شي، خو د دوی دواړو یوه ژمنه هم د سولې راوستل او د جنګ پای ته رسول و، یانې دوی پوهېدل که جنګ وي دا وعدې نهشي عملي کېدای؛ نو د دوی له راتګ سره له بدهمرغه جنګ او بېکاري زیاته شوه او د حکومت کوښښ او هڅې ټولې پر سوله متمرکزې شوې، یو نیم کال خلکو ټولې سختۍ وزغملې، خاص په یوه هیله چې ګوندې حکومت به وکولای شي سوله راولي؛ خو تر دې وخته د سولې کيسه هم مفته شوه او برعکس حکومت هم د طالبانو پر ضد د شدید جنګ اعلان وکړ، اوس نو ټوله توجه پر جنګ ده او دا مالومه خبره ده چې په جنګ کې نور خدماتي او اقتصادي کارونه ممکن نه دي او نه هم پانګهوال زړه ښه کوي چې په داسې شرایطو کې خپله پانګه په خطر کې واچوي.
د طالبانو له خوا د سولې د مذاکراتو تر ردولو وروسته جنګ په شدت روان دی او د حکومت نوې جنګي سټراټېژي ممکن داسې وي چې تر هغو به طالب او بل هر مخالف ته کلک ځواب وايي څو چې يې سولې ته غاړه نه وي ایښې. اوس نو ټول خلک پر جنګ فکر کوي او حتا داسې خلک هم شته چې وايي د حکومت له خیره توبه چې چې اوس جنګ بند شي.
په دغه ډول شرایطو کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د راتګ اوازې ډېرې شوې دي چې سوله کوي او کابل ته به راځي. د ښاغلي حکمتیار د راتګ په اړه ګڼې پوښتنې شته چې مطرح شي؛ خو که چېرته رښتیا هم که په هر قیمت وي، حکمتیار راشي او د وسلهوالې مبارزې پر ځای جمهوري او ډيموکراټيکي مبارزې ته مخه کړي او د نظام په دننه کې سولهیز سیاسي فعالیت پیل کړي، دا به د ولسمشر غني او د ملي وحدت د حکومت ستره لاستهراوړنه وي. ستره لاستهراوړنه په دې ورته ویلای شو چې د جنګ یوه مهمه جبهه تړل کېږي او له دې سره د سولې امیدواري زیاتېږي او چې کله سوله راغله بیا په اتومات ډول د حکومت نورو خیريه او خدماتي چارو ته مخه کېږي، خلک پخپله خپل کارونه سمبالوي او حکومت په ارامه خپل پروګرامونه پلي کولای شي؛ خو د حکمتیار له راتګ سره تمه نه کېږي چې جنګ غلی شي او په دومره اساني سوله راشي، ځکه دلته د جنګ اصلي لوری طالبان دي او طالبانو بیا د ټول افغانستان تر نیولو او خپل امارت تر قایمولو پورې د جنګ د دوام غږ کړی دی. ښه نو د حکمتیار راتګ څه ګټه او تاوان لرلای شي؟ دلته څو ټکيو ته اشاره په کار ده.
اول؛ د حکمتیار حزب اسلامي ګوند د افغانستان په اکثریت ولایتونو او ټولنو کې نفوذ او ملګري لري. دوی که څه هم اکثریت د نظام په دننه کې دي، دلته معاشونه اخلي، له بهرنیانو سره کار کوي، خو په فکري لحاظ بیا هم د نظام مخالف دي او د دولت په ضد جنګ مشروع بولي او حتا په ډېرو مواردو کې د حکومت له هر ډول مخالف سره مرسته کوي او دا کار جهاد و ثواب بولي. که حکمتیار راشي، لږ تر لږه به په فکري ډګر کې د جنګ د دوام منطق کمزوری شي او که حکمتیار له نظام سره همکاري پيل کړي، دا فکري ملګري یې هم همکاري شروع کوي چې له دې سره طالبان هم له اخلاقي پلوه په سخت موقف کې اچول کېږي او د جنګ د دوام دلایل یې کمزوري کېږي.
دویم؛ حکمتیار او طالبان د افغانستان په سیاست او کشاله کې هغه دوه مهم لوري وو چې یو وخت یې پر ټول افغانستان د حاکمیت خوبونه لیدل او په عملي ډګر کې یې هم ډېرې سیمې تر کنټرول لاندې وې، خو د بن تر پرېکړو وروسته د حامد کرزي په مشري د حکومت له راتګ سره دوی له سیاسي صحنې وایستل شول او ټول واک د دغو دوو ډلو رقیبانو ته ورکړل شو چې دې کار په افغانستان کې د قدرت د وېش موازنه خرابه کړه او مخالفانو چې دا څوارلس کاله حکومت وکړ، هغوی هم یوازې خپل جېبونه ډک کړل، کوم د پام وړ کار یې و نه کړ چې خلک ورنه راضي اوسي. د حکمتیار له راتګ سره تمه کېږي چې په کابل کې د اسلامي مخینېلرونکيو ګوندونو تر منځ د واک او قدرت پر سر را منځ ته شوی کاواکه حالت بېرته ترمیم او موازنه به را منځ ته شي.
درېیم؛ د حکمتیار له احتمالي راتګ سره ممکن په نظام او کور دننه هغه ډلې ټپلې چې په فکري لحاظ حزب ته نږدې دي، لکه «جمعیت او اتحاد اسلامي» خو په تاریخي لحاظ دښمني سره لري، د یو بل پر وړاندې به په خنډونو او دسیسو جوړولو باندې مصروف شي چې که حکومت د حکمتیار تر راتګ وروسته حالت سم مدیریت نهشي کړای، د یو لوی کړکېچ د پیلېدو احتمال پکې لیدل کېږي.
څلورم؛ په نهایت کې دومره ویلای شو چې که د جنګ یوه جبهه، هغه که هر څومره وړه هم وي بندېږي، له دې سره د ډېرو انسانانو ژوند ژغورل کېږي؛ نو له همدې امله خلک هغه چې د حکمتیار مخالف هم دي، د هغه راتګ او له جنګه د لاس اخیستو هرکلی کوي.
0 نظرونه