یو خوندور ګام د افغانستان پر لوري
د ننګرهار استيناف محکمې د ننګرهار پوهنتون ۳۱ محصلين د افغانستان ملي بيرغ ته د سپکاوي په تور په بند محکوم کړل.
څو مياشتې مخکې د ننګرهار پوهنتون لسګونو محصلينو د يوه لاريون پر مهال د مخالفينو په پلويتوب شعارونه ورکړل او د افغانستان ملي بيرغ ته يې توهين وکړ.
د ننګرهار امنيتي مسوولينو د دې پېښې په تړاو ګڼ شمېر محصلين ونيول او محکمې ته يې وسپارل چې د دې ولايت استيناف محکمې ۳۱ محصلين له پنځو مياشتو تر دوو کلونو پورې په بند محکوم کړل.
دغه لاريون کوونکي د مخالفينو په ملاتړ، همدارنګه د افغانستان د ملي بيرغ په توهينولو او د حکومت ضد تبليغاتو په خاطر نيول شوي.
يوازې محصلين نه دي چې په دې کار تورن دي او د افغانستان ملي نوامسو او ملي ګټو ته زيان رسوي، بلکې د دې تر څنګ ډېری پردي پالې نورې کړۍ هم شته چې په دا ډول تخريبي اعمالو او د پرديو د ګټو د خوندي کولو لپاره لګيا دي.
د پوهنتون د محصلينو ترڅنګ بايد هغه کړۍ او د دوی هغه لارښوونکي هم په سزا شي چې دې ډول کارونو ته يې هڅوي، ځکه دا کار له وختونو په ټول هېواد کې روان دی او هره ډله د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره جدي بوخته ده.
داسې ډېر نمکحرامه شته چې د وطن ټولو هغو ښېګڼو او له دوی سره په کېدونکيو هغو خاورې اړوي او په همدې وطن کې د دښمن لپاره فعاليت کوي، د خپل وطن ملي ګټې ننګوي او توهينوي.
کله چې محصل دومره بېانصافه، دومره بېشعوره او دومره ټيټ شي چې د وطن څارد ته توهين کوي. کله چې محصل دومره بېانصافه شي چې د همدې وطن خوري، د همدې وطن په پيسو زده کړې کوي او د همدې وطن په کاسه کې پښه ږدي، دا نو کټ مټ لکه حيوان چې په بدل کې يې دا ډول سزا هم خورا کمه او ناچيزه ده.
په افغانستان کې ډېرې داسې ډلې ټپلې شته چې د افغانستان تر ګټو ورته د پرديو ګټې لومړيتوب لري، د دې څه ښه بېلګه د جمعيت اصلاح، حزب تحرير، طالبانو، داعش، القاعده او نورو افراطي ډلو ټپلو مزدوران دي چې د افغانستان د خلکو تر قربانيو ورته د عربي نړۍ او يا هم پاکستان او ايران ګټې لومړيتوب لري او هر وخت يې پاللې هم دي.
جمعيت اصلاح په سوریه، عراق او فلسطين کې وژل شويو ته شهيدان وايي، خو د افغانستان په جګړه کې بيا ورته وژل شوي وايي، دا نو د بېناموسۍ او پرديپالنې هغه وروستی ټک دی.
د فراطي ډلو بړېڅي به يو ځل بيا افغانستان وخوري، يو ځل بيا به د افغانستان لپاره په سرخوږي بدل شي، يو ځل بيا به د دوی د سرکوبولو او ارامولو لپاره د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو مثبته انرژي پر بېځايه شيانو او حرکتونو لګول کېږي.
د دې لپاره چې له داسې ناوړه حالاتو سره مخ نه شو، د دې لپاره چې د پرديو د لاس الې و نه ګرځو، د پرديو ډول ته و نه نڅول شو، غوره ده چې په سر کې دا ډول حرکتونه خنثی شي، غوره ده چې هر څه يې په ريښه کې وچ شي، ګنې لېرې نه ده چې يو بل لوی ناورين به افغانستان د اوږده مهال لپاره بحران ته ټېل وهي.
دې کسانو ته دا سزا کمه ده، دا بايد هومره زوروره وای چې بيا هيچا د افغانستان او ملي ګټو ضد حرکت ته زړه نه وای ښه کړی.
دا يوازې د ننګرهار پوهنتون نه دی چې محصلين پهکې د افراطيت او وطن دښمنۍ روحيه اخلي، بلکې د هېواد په زړه کابل کې هم هر وخت د داسې حرکتونو هڅې شوې او کېږي.
ملي امنيت داسې کسان په نطفه کې خنثی کولای شي او که داسې نه وي، عدلي او قضايي ارګانونه دې ورته هومره درنې سزاوې ورکړي چې هيڅ مور راوړی بيا د افغانستان لپاره مزاحم نه شي او د افغانستان پر جامه د شرم داغ و نه ګرځي.
0 نظرونه