له شمشتو تر کابله؛  د حکمتیار راتګ د سولې په تهداب کې یوه ډبره
۷ ثور ۱۳۹۷ 114343 0 نظر روزنامه سرخط

له شمشتو تر کابله؛ د حکمتیار راتګ د سولې په تهداب کې یوه ډبره

 

له دوو لحاظو حکمتیار ته په کار ده چې راشي. اول دا چې له طالب سره به یې کرښه مالومه شي او یو وزن به پیدا کړي، دویم دا چې د ټلوالې په مقابل کې د یو متحد حزب اسلامي د موجودیت ضرورت دی چې سالم او د نظام په بطن کې سیاست وکړي، ټول خواره واره حزبیان پر ځان راټول کړي، سالم سیاست وکړي، هغه څه چې غواړي د قدرت په شمول د مشروع او سیاسي مبارزې له لارې یې ترلاسه کړي.

د حزب زړه مرامنامه د یو تنظیم او یوې جنګي منکرې ډلې اساسنامه ده، د حکمتیار پخوانۍ تقاضې ټولې د اوسنیو شرایطو خلاف دي، هغه یو بدوي منکره لاره غوره کړې وه، په زاړه مېتود نوی سیاست ممکن نه دی.

 

افغانان د سولې تږي دي، هر هغه اقدام چې د سولې په برخه کې د یو واړه ګام حیثیت هم ولري، دوی به یې وستایي.

زموږ دښمن په پاکستان کې دېره وي، څوک چې خپلې ريښې په پاکستان کې اوبوي، که هرڅومره د افغانستان او افغانانو خواخوږی وي، د شک نه، د تشویش وړ دی.

 

حکمتیار د متضادو افکارو یو ګډوله ده، د ده له نوم او مبارزې سره قهر، مرورتوب او نارضایتي تړلې ده.

سره له دې چې په دې ورځو کې د حکمتیار په نوم او ملاتړ ډېر خلک نه جنګېږي، خو که لږ تر لږه د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې هم د حزب سرګروپان غلي شي او یا په کنړ کې له جبهه‌یي جنګونو لاس واخلي، غټه خبره ده.

 

اوس د سولې د مرکچیانو او د سولې د شایقینو ډېره توجه په دې نه ده متمرکزه چې حزبیان جنګ کوي او جنګ یې افغانستان ته خطر دی، حزب اوس د خپلې بقا تر بدو حالاتو تېرېږي، جګړه‌مار یې په طالب ورګډ دي ‌او که کوم ځای د حزب له ادرسه د نظام مخالف دی، هم د طالب په کاته کې حسابېږي.

په کنړ کې د حزب پلویان په خپل غم اوښتي، له طالبه ځان نه‌شي ګټلای او خپله جګړه په خپل نوم نه‌شي تمامولای، له حزب سره د طالب په څېر کومې سیمې نه دي، په نرخ کې حزبي سرګروپان د ژوندي پاتې کېدو لپاره جګړه کوي، که یوه مرمۍ یې په دولتي تاسیساتو لګېږي، باقي یې ټولې د طالب پرخوا دي.

په نرخ ولسوالۍ کې چې حزبیان د ځان ثابتولو کوښښ کوي، نو لومړنۍ جګړه یې له طالب سره ده. په دې جګړه کې ډېر خلک ووژل شول.

اوس د دولت دید دا نه دی چې له حزب څخه وېره وکړي، له حکمتیار سره پخلا کېدل پر حکمتیار او هغو حزبیانو رحم دی چې په شمشتو کې جلاوطني دي.

 

له دوو لحاظو حکمتیار ته په کار ده چې راشي. اول دا چې له طالب سره به یې کرښه مالومه شي او یو وزن به پیدا کړي، دویم دا چې د ټلوالې په مقابل کې د یو متحد حزب اسلامي د موجودیت ضرورت دی چې سالم او د نظام په بطن کې سیاست وکړي، ټول خواره واره حزبیان پر ځان راټول کړي، سالم سیاست وکړي، هغه څه چې غواړي د قدرت په شمول د مشروع او سیاسي مبارزې له لارې یې ترلاسه کړي.

 

د حکمتیار راتګ به حزبیان له سیاسي خواخپورۍ راوباسي، دوی به پر یوه محور راټول شي. په دې کې شک نه‌شته چې حکمتیار راشي په کابل کې به د حزب خواره واره مشران متحد شي او تر ډېره حده د حزبیانو سیاست معقول کېدای هم شي.

 

په پاکستان او بیا شمشتو کې د حکمتیار لپاره هیڅ عزت نه‌شته. هیڅ حزبی راضي نه دی چې دغه حالت وزغمي، خو دوی ټول د حکمتیار په کوډو کې بند وو، د دوی زامن په نظام کې کار کوي، د هیچا نه لورېږي ‌چې ګټي یې دلته او څټي یې د ای‌ايس‌ای په کاسه کې.

د حکمتیار په راتګ سره به حزب یو سیاسي حیثیت احیا کړي، پارلمان ته به حزبیان د یوه جریان له لارې ننوځي، د ټلوالې یو انډول به پیدا شي او که معقول سیاست وکړي، نو حزب ته ډېر چانسونه شته، ځکه دا یوازېنی افغانستان شموله تنظیم و، خو اساسي خبره دا ده چې حزب له کوم ډول سیاست سره؟

د حزب زړه مرامنامه د یو تنظیم او یوې جنګي منکرې ډلې اساسنامه ده، د حکمتیار پخوانۍ تقاضې ټولې د اوسنیو شرایطو خلاف دي، هغه یو بدوي منکره لاره غوره کړې وه، په زاړه مېتود نوی سیاست ممکن نه دی.

 

اول به حکمتیار له پاکستان سره خپلې اړیکې د یو فرد حد ته راولي او دا اړیکې که د نظام له لارې پالل کېدای شې ښې تر ښې، ګنې که نظام د پاکستان په مقابل کې دښمن وي، حکمتیار یې چې دوست پاتې کېږي، نو بې‌ځایه نه ده چې جاسوس وګڼل شي، بله خبره دا چې د حکمتیار ټوله سرمایه په پاکستان کې د پاکستانۍ سرمایې په ډول چلېږي او دا باید افغاني شي.

 

دغه راز یو زیات شمېر حزبیان چې په شمشتو کې مېشت دي، د حکمتیار په هوده چلېږي او دا سیسټم باید ختم شي. ایا حزبیان له نظام سره دي، که له پاکستان سره، په دې منځ کې نو بیا بل دلیل او توجیه نه چلېږي.

 

د نظام او دولت په ګټه اخېري خبره دا ده چې حداقل یو ناراضي هم د نظام او دولت په راضي بدلېږي، لویه خبره ده.

د حکمتیار په څېر زموږ ډېره انرژي په مخالفت مصرفېږي او د مخالف انرژي چې منفي انرژي شوې، که په مثبته بدلېږي دا لویه خبره ده.

خو؛

اوس زمانه بدله ده، فېسبوک، ټویټر او نورې خواله رسنۍ تر هره کوره رسېدلې، ډېموکراسي وده کړې، د بشري حقونه محترم دي، د خپل منځي جنګونو صحنه ختمه ده، حکمتیار به حتمي په خپلو افکارو او باورونو فکر کوي او د قانون او خلکو د تقاضو خیال به ساتي، که حکمتیار په زاړه موډ کې روان وي، واقعاً په افغانستان کې به ژوند ورته سخت وي، هغه باید عیار شي له قانون او د نظام له اساساتو سره.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې