نااشنا مينه
زه او مېرمن يو تر بله بېخي سره ماړه شوي يوو، زموږ تر منځ هيڅ احساس پاتې نه دی. يو بل ته مو تر خوله ټک نه خېژي، ممکن د تل په مخه سره جلا شو.
څو شپې مخکې مې يو ګرم او له احساساتو ډک پيغام ورولېږه، هغې هم څو له مينې مالامال توري راولېږل، ليکلي يې وو؛ «ته څه ښايسته غږېږې!»
څو شېبې وروسته ما هم د عشق له کيفه يو ډک ځواب ورته وليکه، دې هم يو مينهناک ځواب راولېږه، همداسې ما د دې تر خبرې خوږه خبره ورته کوله او دې زما تر ځواب ښايسته ځواب را کاوه.
ما دا احساس نه کاوه چې دغه ښځه مې کله هم ليدلې ده، زما مېرمنې کله هم دومره خوږ احساس نه درلود.
اوس خو کله دومره عاشقانه شو، زما له ياده ووځي چې دا زما مېرمن ده.
نن سبا پر يو بل باندې نااشنا عاشقان يوو، هيله يې دا ده چې ورسره ووينم او و مې پېژني.
حتا اوس غواړي بېرته په ما پسې راشي او هر څوک هېر کړي. کاشکې مو تل نااشنا او عاشقانه ژوند کړی وای.
موږ انسانان ډېر عجيب يوو، نااشنا مينېږو، نااشنا يو بل ته ورځو، نااشنا سره مړېږو؛ مګر کله چې يوازې شو، هماغسې کېږو چې څنګه ته پوهېږې.
0 نظرونه