خونړۍ سه‌شنبه؛ اهداف او پایله
۷ ثور ۱۳۹۷ 111575 0 نظر مجیب‌الرحمن لمر

خونړۍ سه‌شنبه؛ اهداف او پایله

د کورنیو چارو وزارت له اعلان سره سم د کابل د سه‌شنبې په خونړي برید کې ۶۴ تنه شهیدان او ۳۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي. وسله‌والو طالبانو د برید مسوولیت منلی او دغه ځانمرګی برید یې د (عمري) عملیاتو یو برخه ګڼلې ده.

هڅه شوې په‌دغې لیکنه کې له تر سره شوي برید څخه د وسله‌والو طالبانو هدف ته اشاره وشي. همداراز د ورته بریدونو مخنیوي او پر وسله‌والو طالبانو د فشار راوړلو پر لارو چارو رڼا اچول شوې ده.

د طالبانو هدف

د سه‌شنبې خونړي برید په تړاو څلور اهدافه متصور دي:

لومړی، وسله‌والو طالبانو د وري میاشت د دویمۍ اونۍ په وروستیو ورځو کې پسرلني عملیات اعلان کړل او جبهه‌يي جګړو ته یې مخه کړه. طالبان جنګیالیو په دوو برخو (سوېل او شمال) کې جګړه متمرکزه کړه. ټوله هڅه دا وه چې په سوېل کې هلمند ولایت تر خپل کنټرول لاندې راولي او په شمال کې پر کندز خپله ولکه ټینګه کړي. دوی غوښتل په‌دغو دوو کلیدي ولایاتو کې متمرکز شي او له‌دې ځایونو نورو سیمو ته جګړه وغځوي؛ خو په دواړو برخو کې له ماتې سره مخ شول.

وسله‌وال طالبان پر دې بریالي نه‌شول چې کندز ته سقوط ورکړي، برعکس د کندز په جبهه جګړه کې یې له افغان ځواکونو ماتې وخوړه. همداراز په هلمند کې هم د افغان هوايي او ځمکني ځواک له شدیدو بریدونو سره مخ شول.

طالبانو پتېیلې وه چې د جګړې له پیل سره جوخت به دواړه ولایتونه د دوی تر کنټرول لاندې راځي؛ خو د هوايي او ځمکنیو ځواکونو بریدونه او عملیات، د طالبانو پر بې‌ساري تلفاتو منتج شول. له‌دې سره نه یوازې دا چې طالب اورپکو خپله روحیه له لاسه ورکړه؛ بلکې یقیني شول چې د مخامخ جګړې ګټلو توان نه‌لري.

طالب مشران د دې لپاره چې توانېدلي و اوسي خپلو جنګیالیو ته روحیه ورکړي او وښايي چې برلاسي دي، د سه‌شنبې برید یې طرح او عملي کړ. که څه هم د دغه برید ډېری قربانیان ملکي وګړي وو؛ خو د طالب جنګیالیو او د دوی پلویانو ترمنځ یې یو ځل بیا د دغې ډلې روب و داب را ژوندی(!) کړی.

دویم، له برید څخه څو ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو له طالبانو غوښتنه کړې وه چې پسرلني بریدونه (عمري عملیات) دې ودروي. یو باور دا دی چې وروستی برید پاکستان ته ځواب و او طالبانو وغوښتل چې خپله خپلواکي ثابته کړي. اما دغه نظر له‌دې امله د منلو نه‌دی چې د سه‌شنبې برید په څېر چاودنې، مخکې له مخکې طرحه کېږي، پر پلان یې بشپړ غور کېږي، په وار وار د عملي کولو لپاره یې تمرین کېږي او ... دا ټول څه د څو ورځو کار نه‌دی؛ بلکې د میاشتو کار دی.

درېيم، طالب اورپکې نه‌شي کولای چې په سوله‌ییزه توګه پر خلکو حکومت وکړي (د طالبانو پنځه کلنه دوره ښه بېلګه ده). دغه ډله له اسلام څخه د خپل ځانګړي برداشت پر اساس، د وېرې او ترهې له لارې حکومت کول غواړي. باور دا دی چې وروستی خونړی برید هم په همدې لړ کې و؛ ځکه طالب خپل اساسي هدف (د وېرې او ترهې خپرول) ته ورسېد. دغه ډله غواړي د وېرې او ترې له لارې خلکو ته تداعي کړي چې لا هم دوی شته دي.

څلورم، په مجموعي توګه دولت او په خاصه توګه حکومت د خلکو د ساتنې مسوولیت لري او مکلف دی چې د اتباعو له سر او مال څخه ساتنه وکړي. د هر افغان وژنه پر حکومت دروند پيټی ګڼل کېږي؛ ځکه په سمه توګه د مسوولیت او مکلفیت نه اجرا کېدل مطرح کېږي او د اتباعو تر فشار لاندې راځي. د سه‌شنبې خونړی برید هم سربېره پر دې چې د مخامخ جګړې د ماتې جبران او د وېرې خپرولو په برخه لړ کې ګڼل کېږي؛ بل اساسي هدف یې د حکومت او خلکو ترمنځ د بې‌باورۍ فضا رامنځته کول او د واټن زیات‌والی بلل کېدای شي. وروستیو غبرګونونو ته په کتو؛ وسله‌وال مخالفین خپل دغه هدف ته رسېدلي دي.

څه باید وشي؟

مهمه ده چې په لومړي ګام کې د جګړې په ډګر کې پر وسله‌والو طالبانو فشار زیات شي. باور دا دی چې د جګړې په ډګر کې پر وسله‌والو مخالفینو د فشار زیات‌والی د دغې ډلې پر مضمحل کېدو تمامېدای شي. له‌دې ورهاخوا د افغانستان له نافذه قوانینو سره سم، پر ترهګرو د اشد مجازات تطبیق هغه څه دي چې په راتلونکې کې له‌داشان بریدونو مخنیوی کولای شي (البته د طالب بندیانو اعدام به په لومړي سر کې د دغې ډلې غبرګونونه له ځانه سره ولري؛ خو د دې خبرې په تداعي کېدو  سره چې افغان حکومت د ترهګرو پر وړاندې جدي دی، د بریدونو په کم‌والي کې اغېزمن تمامېدای شي.

له پورتنیو مواردو ورهاخوا، د ترهګرو پر وړاندې د افغانانو منسجم کېدل او په یوه خوله د دغې ډلې رټل پر دې منتج کېدای شي چې له یوې خوا دغه ډله منزوی کړی شي او له بلې خوا دا فرصت به وربرابر نه‌شي چې خپلو موخو (د وېرې خپرول او د حکومت او خلکو ترمنځ د بشپړې بې‌باورۍ رامنځته کول) ته ورسېږي. باور دا دی چې د هېوادوالو انسجام د طالب پر بشپړې ماتې تمامېدای شي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې