جنګ به څه وخت ختم شي؟
۷ ثور ۱۳۹۷ 130347 0 نظر شرف الدین عظیمی

جنګ به څه وخت ختم شي؟

جنګ یوه لرغونې پدیده ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې د بشري ټولنې پام ځان ته ورګرځولی. تاریخ یې د انسان له پيدایښت سره سم د قابیل د ورور په وژنه پيل شو. دا چې په دنیا کې دې هیڅ جنګ او جګړه نه وي شوي داسې کومه سیمه نشته او که وي هم ډېرې کمې به وي. ارواپوهنه د انسان اصالت ته په کتو بشري بدلونونه د انسان د طبیعت، غوښتنو او بیلوژیکي کړنو پر بنسټ تحلیلوي. د ارواپوهنې له نظره انسان هېڅ جګړه په شعوري ډول نه ترسره کوي او وايي چې په جګړه ییزو پرېکړو کې معمولاُ د پیچلي بیولوژیکي او عاطفي تحریکونه، لاشعوري ځورونې، پټې وېرې، غضبونه او داسې نور شته چې سرچینه ترې اخلياو په یرغلیزو پېښو کې د ارواپوهنې نظر دادی چې ځینې غوټې (عقدې) د یادو حملو او تیريو لامل ګرځي په دې اړوند به نورلاملونه هم خپل مهم تاثیرات لري. ژبپوهان وايی جنګ د هندو اروپایی ژبې له (Ghengh) کلمه څخه سرچینه اخلي چي د یون او پرمخ تللو په مانا دی. همدې ريښې په نورو ژبو لکه پخوانۍ المانۍ هم اغېز شیندلی او بله کلمه (gang) یې ترې رامنځته کړې چې د تللو، سفر او یا ډله ییز خوځښت په مانا ده. همدغې المانۍ کلمې په انګرېزۍ ژبه هم اغېز کړی او د (gang) او (gangster) کلمې یې ورننویستلي.

جنګ د پوهانو په اند سازمان شوې، مسلحانه او د یوې اوږدې مودې لپاره شخړې ته وايي چې د دولتونو، ملتونو یا ډلو ترمنځ رامنځ ته کېږي او له تاوتریخوالي، اړودوړ، مادي زیانونو، مرګ ژوبلې او جسمي او رواني ناروغیو سره مل وي.

جنرال کارل فون کلاوزویتس چې د نظامي چارو په برخه کې د نظر خاوند هم دیپه کال (۱۸۳۲ ل) کې یې د یوې څېړنې له مخې یې د جنګ په اړه داسې تعریف وړاندې کړ: "د خپلو غوښتنو لپاره په زور سره د دښمنمجبورولدي".

انسان ولې جنګ کوي؟

انسان پرته له مېږیو یوازینی موجود دی چې تل په جګړو او یو پربل په یرغل کې تېروي او دا سوال یې مطرح کړی چې بشر ولې دا کار کوي؟ که غواړو چې سولې ته ورسېږو نه یوازې دا چې نړیوال لاملونه یې باید ولټووبلکې په دې هم باید پوه شو چې دې کار ته میلان ولې پيدا کېږي د دې پوښتنو لپاره ارواپوهان لاندې څو مهم ځوابونه راپه ګوتو کوي چې نورې وړې انګېزې او غوټې هم په خپله لمنه کې رانغاړي لکه: لومړی غریزه یا د اوسنیو ارواپوهانو له نظره اړتیا هغه دروني لېوالتیا ده چې ذاتا د ژوندي موجود په ارګانیزم  کې شته او ځانګړوکړو وړو ته یې هڅوي. امریکایی جنرال پاتن په دویمه نړیواله جګړه کې وویل: "دا ډېره پوچه خبره ده چي موږ امریکایان جنګ نه غواړو او غواړو چی جګړه ودرو او ترې ووځودا خبره ډېره بې مانا ده، جګړه د امریکایانو یو غوښتنه ده او ټول اصیل امریکایان په جګړه او د جګړې په غږ مین دي".

زیګموند فروید په دې اړوند وايي: "انسان یو داړونکی څاروی دی".

پر دې اساس فروید یرغل او داړل د انسان په وجود کې نغښتي ګڼي او وايي که په سمه او رغنده ډول ونه کارول شي په افراطي او مضر ډول را څرګندېږي نو پر دې بسټ ویلی شو چې جنګ کول د انسان دروني غریزه ده. دویم محرومیت که انسان خپلو هیلو ته د رسېدلو په لړ کې له کوم خنډ سره مخ شي او له هغه څخه یې محروم کړي نو تاوتریخوالی کوي او دا کړنه کېدای شي نیغ په نیغه د ځانګړي خنډ په وړاندې هم نه بلکې په نورو ځایناستو یې وي او دا یرغل او داړل کېدای شي توپیر هم وکړي او دا توپير د انسان په استعداد پورې هم اړه لري او بهرني لاملونه یې په پیل او ځواک کې ونډه اخلي او اغېز پرې شیندي. درېیم زده کړه ده داړل او یرغل هم د نورو کړنو په څېر انسان زده کوي او دا زده کړه هم د لیدنې او پېښو(تقلید) له لارې کوي او دا لړۍ چې هر څومره ځواکمنه شي د راڅرګندېدو زمینه یي هم په هماغه کچه پياوړې کېږي. د یادولو وړ ده چې په یوه ټولنه کې باید عصبانیتونو او احساساتې کېدلو په برخه کې رغنده ګامونه واخیستل شي ځکه چې له عصبانیتونو او تاوتریخواليډک چاپېریال دا امکان لري چې په ټولنه کې شته وګړي هم خشن او عصباني شي او په دغه ډول روزنه ومومي.

امریکايي ارواپوهان د دغه لامل لپاره په امریکا کې د وسلې د ګرځولو د آزادۍ له امله له فلمونو او عملي لیدنو څخه په تقلید سره د ځینو ماشومانو او تنکيو ځوانانو په وسیله د خپلو ښوونکو د وژنې مثالونه ورکوي.

جنګ به څه وخت ختم شي؟

دا پوښتنه انشټین له فروید څخه کړې وه او فروید ورته ویلي وه چې هیڅکله، یوه خبره د یادولو وړ بولم ارواپوهان په دې کار کوي چې څنګه ځینې ټسټونه او پېژندنې رامنځ ته کړي او بیا یې پر سیاسیونو او رهبرانو وکاروي او معلومه کړي چې کوم شخص د سیاست ډګر ته تللو لپاره مناسب دی او په دې ټستونو کې په دې اړوند کار روان دی چې څنګه د مقتدر، نیواکګر، منځ لاري او ځانغوښتونکي ځانګړنې په سیاستوال کې مشخصې کړي او هڅه به دا وي چې د سیاست ډګر ته سم خلک لاره پیدا کړي نه ناروغان او د شخصیتي اختلال لرونکي او د وینو تږي. په ارواپوهنه کې تل ډېره هڅه په درونې انګېزو شوې او همدا لاملونه تر ډېره برېده اغیزمن هم واقع شوي. نو که دا مسایل په هماغه آرماني فکر وشي نو جګړه به ختمه شي او یا به یې هم ډول لااقل تر ننه توپیر وکړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې