د مزدور کارنامه د بادار د خوشحالۍ لپاره  طالبانو په کابل ښار کې ۳۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
۱۰ سرطان ۱۳۹۷ 123337 0 نظر روزنامه سرخط

د مزدور کارنامه د بادار د خوشحالۍ لپاره طالبانو په کابل ښار کې ۳۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

 

د کابل ښار په پروني ځانمرګي او موټر بم برید کې چې د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته د ساتنې ریاست شاته د موټرو په سرای کې شوی ۲۸ کسان په کې شهيدان شوي او ۳۲۷ نور يې ټپیان کړي دي.

دا د ګوتو په شمېر هغو ځانمرګونو بريدونو له ډلې يو دی چې ملکي وګړو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوړي او طالبانو يې هم له کوم ځنډ پرته پړه مني. په ورته وخت کې پاکستان بيا دا بريد غندلی دی!.

د افغانستان دفاع وزارت او چارو شنونکي وايي، له دې بريد څرګندیږي چې وسله وال طالبان د سیمې د استخاراتو په لار ښوونه دا ډول کړنې تر سره کوي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هېڅ ډول استقلالیت نه لري.

 

د چارو شنونکي وايي، له تېرې يوې نيمې اوونۍ راپدېخوا طالب اورپکو د عمري عملياتو په ترڅ کې خورا شديده ضربه وليده، نو اړ شول چې د خپلو سرتېرو د مرال لوړولو لپاره داسې يو کار تر سره کړي.

دوی وايي، د اورپکو ددغه ډول بریدونو ډېری قربانیان ولسي وګړي دي، له دې په ډاګه کېږي چې وسله والو له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، نو ځکه خو په دې لټه کې دي چې له دې لارې خپل حضور وښیې.

دا د ګوتو په شمار هغو ځانمرګونو بريدونو له ډلې يو و چې ملکي وګړو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوړي او طالبانو هم له کوم ځنډ پرته ددې بريد پړه مني.

د کابل ښار په پروني ځانمرګي او موټر بم برید کې چې د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته د ساتنې ریاست شاته د موټرو په سرای کې شوی درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده. ددې بريد د تلفاتو په اړه ضد او نقيض مالومات ورکول کېږي، خو وروستي هغه دا دي چې ۲۸ کسان په کې شهيدان شوي او ۳۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د طالب اورپکو يوه وياند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د کابل ښاد برید د دوی کسانو کړی او په وینا یې هدف یې د استخباراتو لسم ریاست و. مجاهد ادعا کړې چې لومړی یې وسله والو د کابل ښار لومړۍ حوزې اړوند کې درنه چاودنه کړې بیا یې برید کوونکي د ملي امنیت ریاست ودانۍ ته ننوتي او جګړې ته يې دوام ورکړی دی.

خو د عيني شاهدانو، امنيتي او روغتيايي ادارو مالومات په ډاګه کوي چې د بريد اصلي قربانيان ملکي وکړي دي، ډېری برخه يې ښځې او ماشومان تشکيلوي. د کابل ښار د روغتيايي مرکزونو مسوولين وايي، د يوشمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک دی.

 

دغه بريد د افغان حکومت، علماوو شورا او د بشري حقونو د سازمانونو ترڅنګ د پاکستان له لوري هم غندل شوی دی.

د افغانستان د علماوو شورا غړي دا حمله د مسلمان وژنې هڅه بولي او په کلکو ټکو سره یې غندي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دې خونړي بريد د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا ډول پېښې به له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو او خلکو اراده کمزوې نه، بلکې لا به يې پياوړې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې د دغه بريد د عاملانو د پیدا کولو لپاره به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

د افغانستان دفاع وزارت او چارو شنونکي وايي، له دې بريد څرګندیږي چې وسله وال طالبان د سیمې د استخاراتو په لار ښوونه دا ډول کړنې تر سره کوي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هېڅ ډول استقلالیت نه لري.

د چارو شنونکي او مدني فعال حکمت الله نياز وايي، پاکستان له سولې په شا شو، ځکه چې افغان حکومت يې غوښتونو ته لبيک ونه وايه، نو اوس له دې لارې پر افغان حکومت فشار راوړي.

دی وايي، پاکستان دې د دا ډول خواخوږيو او غمشريکيو په ځای د ځانمرګيو او ورانکارو له ملاتړ لاس په سر شي.

شنونکي وايي، طالبانو له لوري پيل شوي عمري عملياتو کې ډېری پاکستان جنګيالي او د ای اس ای غړي جنګېږي او په تېره يوه نيمه اوونۍ کې يې درانه تلفات ليدلي دي، نو ځکه خو د خپل غچ اخستلو لپاره داسې اقدام کوي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم وایي، له دې سره سره چې د وسله والو اورپکو مرکزونه، پټنځايونه او تمويل ځايونه معلوم دي، خو بیا هم ملګري ملتونه او افغان حکومت نه دی توانیدلی چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې