د کابل برید د جنګ او سیاست لوری بدلولی شي
۷ ثور ۱۳۹۷ 110069 0 نظر خوشال خلیل

د کابل برید د جنګ او سیاست لوری بدلولی شي

پرون د کابل په زړه کې د طالبانو له خوا دروند برید وشو چې لسګونو عام ښاریان په کې ټپیان او ووژل شول او شاوخوا ګڼو ودانیو ته یې مالي زیانونه واړول، سره له دې چې د پېښې اکثریت قربانیان ملکیان او عام ښاریان ول، خو له پېښې سم له لاسه وروسته طالبانو د دې پېښې مسوولیت په غاړه واخیست. اوس پوښتنه دا ده چې طالبان ولي داسې بریدونه کوي چې قربانیان یې ولسي وګړي وي؟ ایا دوی نه پوهیږي چې له دې سره د دوی په وړاندې کرکه زیاتېږي؟ یا هم دا چې دوی ولي په داسې وخت کې داسې بې رحمانه بریدونه کوي چې د حکومت له خوا دوی ته د سولې وړاندیز شوی دی دا به د سولې په پروسې څه اغیز ولري او په نهایت کې له دې ډول بریدونو نه دوی غواړي څه؟ دې پېښې واقعا دولت د عامه افکارو له سخت غبرګون سره مخ کړی دی، د دغه ستر برید د غندني انداز هم زموږ په سیاسي قشر کې متفاوت و، چې دغو ټولو ته په لنډه توګه اشاره کول غواړم.

  اول، تېر یو کال کې د حکومت سټراټيژۍ دا وه چې له هرې طریقې امکان لري باید طالبان دې ته متقاعد کړي چې سولې ته غاړه کېږدي او ددغه هدف په تر لاسه کولو سره خپل قانوني مشروعیت چې سخته ضربه یې لیدلي ده جبران کړي، د حکومت دغه ډول د زاریو او د عذر سیاست د طالبانو او د هغوی د حامیانو توقعات لوړ بوتلل په قدرت کې په معمولي سهم او ونډې راضي نشول او زیات نه زیات او د نه منلو غوښتنې یې مطرح کړې کله چې هغه ونه منل شوې، نو بیا یې د عمري په نوم عملیات پيل کړل. طالبان د افغانستان دننه د حکومت حالت او د خلکو نارضایتي له نږدې څاري چې له سختو مشکلاتو سره مخ دی، نو د دوی په فکر که چېرته په پوځي ډګر کې فشارونه زیات کړي حکومت به لا ډېرو زاریو او عذر کولو ته مجبور کړي او بیا د مذاکراتو په میز کې هغه غوښتنې چې تېر دور کې نه وي منل شوې بل دور کې پرې ومني.

دویم، د عمري عملیاتو سره سم طالبان په کلیو او لري پرتو سیمو کې د افغان دولتي ځواکونو له خوا سختې ماتې سره مخ شول، هر ځای کې يې چې برید کړی دی په شا تمبول شوی دي او درانه مالي او ځاني تاوانونه ور اوښتي دي، ددې لپاره چې عمري عملیات ناکام ښکاره نشي او له بله پلوه خپلوماته خوړلو سرتیرو ته روحیه ورکړي او بیا په تبلیغاتي جنګ کې ورنه استفاده وکړي دغه ډول برید ته زړه ښه کړی دی، تر څو په مخامخ جنګ کې خپله ماته پرې پټه کړي، نړيوالو او خلکو ته وښيي چې که دوی وغواړي حتا د کابل زړه کې هم اهداف په نښه کولی شي.

درېیم، طالبانو د افغان حکومت په اړه د افغانانو ذهنیت او عامه افکارو نه ښه خبر دي، چې که لویو ښارونو کې بریدونه زیات کړي، د خلکو نارضایتۍ نوره هم زیاتېږي او حکومت په داسې شرایطو کې چې خلک ورنه له یوې خوا کار او روزګار غواړي که یې امنیت هم ور چلنج کړي، دغه فشارونه به حکومت له سیکه وغورځوي. له دغه بریده طالبان بله ګټه چې ترلاسه کولای شي هغه د سولې پروسې ناکامول دي، ځکه داسې ویل کېږي چې د طالبانو ځینو ګروپونو غوښتل چې د ملا منصور نه جلا په مستقلانه توګه د سولې پروسې سره یو ځای شي، کله چې دوی دغه ډول بریدونه وکړي، په کابل کې د سولې د پروسې په اړه مخالفتونه په اتومات شکل زیاتېږي او د فشار د مختلفو ډلو له خوا په حکومت زور را وستل کېږي چې طالبان د سولې خلک نه دي، نو دغه وخت کې هغه ګروپونه چې اوس د ملا منصور نه جلا شوي او سولې ته متمایل برېښې د سولې پروسې سره د هغوی د یو ځای کېدو چانس هم سوځيږي او مجبور دي چې د ملامنصور تر قیادت لاندې جنګ ته دوام ورکړي.

 خو هر پلان شوی کار هم سل په سلو کې کامیاب نه وي، ددې امکان بیخي ډېر دی، هغه ګټه چې طالبانو له دې بریده سنجولې وه کېدای شي سرچپه ثابته شي، له دې برید وروسته ممکن حکومتي دستګاه لا پسې منظمه، امنیتي اداراتو کې د اصلاحاتو بهیر ګړندی شي، د خلکو په منځ کې د طالب په اړه کرکه به نوره هم زیاته شي او دا ذهنیت به لا قوي شي چې طالب د سولې اهل نه دی او باید په زور یا سولې ته اړویستل شي او یا هم تر اخره ورسره جګړه وشي. دا ډول ذهنیت له دې پېښې وروسته بیخي قوي شوی دی او په کابل او حتا د طالبانو په منځ کې سوله پلوه ډلې سخت وضعیت کې اچولي دي، د دوی استدلال اوس د دواړو غاړو جنګ پلوه ډلو پر وړاندې خریدار نه لري او کافي وخت به ونیسي چې دا حالت بدل شي. له بلې خوا دا پېښه د خپل نوعیت له پلوه او د نړيوالو بشر دوستانه قوانینو له مخې د جنګي جنایت او یا هم د بشریت ضد جنایت په ډله کې راتللی شي، چې له دې سره په اتومات ډول دا پېښه د بشري حقونو د نړيوالو بې طرفه ادارو له خوا ثبت کېږي او له دې سره د طالبانو د بشري جنایت دوسیه نوره هم پړسیږي او دوی ته به مشکله شي چې د مشرانو نومونه یې له تورو لیستونو نه وویستل شي. لنډه دا چې دا برید د جنګ او سیاست لوبه بدلولی او نوی لوری ورکولی شي.

 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې