په لاره کې کوم پولیس پیره و؟  دا ځانمرګی شپږ ورځې مخکې ښار ته داخل شوی و
۷ ثور ۱۳۹۷ 120590 0 نظر روزنامه سرخط

په لاره کې کوم پولیس پیره و؟ دا ځانمرګی شپږ ورځې مخکې ښار ته داخل شوی و

دا هیڅ معقوله نه ده چې ووایو د ځانمرګي مخه نو چا نیولې. دا ځانمرګی له اوونۍ راهیسې په کابل کې د امنیتي ارګانونو د کنټرول له مداره وتلی و، بالاخره د خلکو منځ ته یې ځان ورساوه او په درځنونو لارویان او عادي ښاریان یې شهیدان کړل.

 

ټول خلک شپه او ورځ چيغې وهي چې پاکستان مو دښمن دی، یو بې‌ضمیره ځری "طالب" یې رامخ ته کړی چې د خلکو په وینو کې د جنت لار لټوي او د پاکستان هغه هدف ته ور په ګونډو روان دی چې افغانستان دې د هغه ملک یوه صوبه شي، افغانستان دې خپل سیاسي خودمختاري او د ملک په حیثیت استقلال او خپل نظام و نه لري.

په داسې حالاتو کې پام دې ته اوړي چې دښمن دې د دوه‌دېرش میلونه خلکو په وژلو هم نه سړېږي، نو بیا خو په ځان غور په کار دی چې دښمن څنګه مهار شي؟

 

دا ځانمرګی د پولیسو او ملي امنیت لپاره ټرنينګ پواینټ دی. له همدې ځایه باید ملي امنیت پر خپل وضعیت فکر وکړي، په پولیسي نظارت دې غور وکړي چې خلک څنګه خوندي کړي.

 

دا بریدونه د نن خبره نه ده، له لسیزې راهیسې له وحشي طالب سره ښکېل یوو.

د پاکستان بیرغ یې پر مټ ټومبلی، په تندي یې د دوزخ تور داغ دی او چې څنګه ګړز شي، په هماغه شېبه په پاکستاني رسنیو او هغو خواله رسنیو اکاونټونو تبصرې او خبرونه راچالان شي چې د افغانستان د جنګ د تودولو لپاره جوړ شوي دي.

ځانمرګي څنګه د کنټرول وړ نه دي؟ دا خبره څوک کوي چې ځانمرګی نه نیول کېږي، نو دا شپږ اته یې په تېره اوونۍ کې څنګه ونیول؟

 

دا هرڅه د پولیسو او ملي امنیت د بیدارو ځواکونو په درایت او فداکارۍ پورې اړه لري.

دا د هرې حوزې په بیداري او ایمانداره دندې پورې تړاو لري. هغه پولیس چې لګیا دي خلک ساتي، په تالاشیو کې موټرو کې سوارلۍ نه شمېري، بلکې موټر ګوري خلک تالاشي کوي، تذکرې یې غواړي. بیدار پولیس ټوله ورځ په دښمن پسې سترګې غړوي.

هغه د ښار پوستې چې بریدګر نیسي او پلټي، په چهار اطرف کې یې سمه ارامي ده. ولې په خیرخانه کې برید نه کېږي، ځکه چې هلته ملي امنیت او پولیسو خپلې حوزې او چاراوې کنټرول کړې دي.

د پولیسو حال احوال دا دی ‌چې ځینې پوستې یوازې غټ باردار موټر راګرځوي چې پنجصدی ځینې واخلي.

که یو د رېګ موټر په رڼا ورځ له ښاره تېرېږي، که د بار یوه لارۍ د پولیسو په پوسته په ورځ کې ورشي، کله پولي به تحویلوي‌، په داسې ځایونو کې پولیس ښه بیداره دي، ځکه هلته شوړه ده، خو چېرته چې بیا د نظارت خبره جدي ده، هلته پولیس په مبایل کې ګوتې وهي، موټر ته له لېرې وروګوري او په سر اشاره وکړي چې درځئ.

 

د ولسمشر او امنیت شورا دا معقوله پرېکړه وه چې که د کوم امنیتي چارواکي د صلاحیت په حوزه کې ناامني پېښه شوه، دنده به پرېږدي، خو د پولیسو او د لارو د تالاشیو پوستو ته هم باید همداسې اصول طرح شي.

افغانستان د ځانمرګو بریدونو د طراح ملک پاکستان له وژونکي یرغل سره مخ دی، په داسې حالاتو کې یوازېنی ځواک چې هر څه کنټرولولای او خلک ارامولای شي هغه بیداره او پر دندو مین صادق پولیس او د امنیت ځواکونه دي.

ځینې پولیس شکایت کوي چې د تورو ښیښو په موټرو کې ځانمرګي راځي. چې کله خبره دومره واضح ده، نو بیا په ښار کې د تورو ښیښو د موټرو د مخنیوي کمپاین ولې هر ځل په دریو ورځو کې بېرته هېر او په ټپه ودرول شي؟

خبره واضح ده چې د ځانمرګو د کنټرول اونیونې لپاره یوه جامع امنیتي پالیسي په کار ده.

د افغانستان په اکثرو ښارونو کې د معاملاتو د لارښونې دفترونه کورونه په کرایه ورکوي، خو بیا هم داسې کورونه شته او داسې خلکو ته ورکړل شوي چې ځانمرګي واسکټ او موټربمونه پکې جوړېږي.

د افغانستان د امنیت د ټینګښت سیسټم باید یوه معقوله دایره شي.

ځانمرګی په کوم کور کې اوسي؟ واسکټ چېرې جوړېږي، کور چا په کرایه ورکړی، کومه رهنما ګرمه ده او بیا څه ورسره کېږي، کوم موټر والوځول شو او چې تشخیص شو، له مالک او پلورونکي سره یې څه وشول؟

بله دا ده چې ځانمرګی په کوم سړک وشو، په کومه لاره تېر شو، څوک پیره و، چا تالاشي کوله، کومه حوزه ده، ‌څوک یې امر دی؟

که زموږ امنیتي سیسټم له ځانه پاسنۍ پوښتنې و نه کړي، څنګه ممکن ده چې موږ د خلکو قاتل مهار کړو.

ټول تغیر په یوه دایره کې راځي او که د دې دایرې یوه برخه هم له پوښتنې ګروېږنې یا جدیت پاتې شوه، که یو بې‌غوره پولیس او امنیت مامور مجازات نه شو، په دې پوه شئ چې دا وضعیت به دوام کوي او هره ورځ به زموږ د هېواد په درځنونو وګړي په وینو کې ولامبي.

ځینې شنونکي وايي چې ځانمرګي نیوونکو ته دې مکافات یو بې‌ساری سوغات اعلان شي، خو د دې ترڅنګ له بې‌غوره هغو سره دې د قوي مجازات، حتا خیانت په معیار چلند وشي.

که داسې نه شي، دولت به د ډېرو خلکو وینو او پرې شويو سرونو ته وژاړي او دا ژړا په مړي ژړا ده چې هیڅ فایده او اینده نه لري.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې