طالب؛  هدف او ماتې
۷ ثور ۱۳۹۷ 102059 0 نظر محمد عیسی مومند

طالب؛ هدف او ماتې


د طالبانو له خوا د عمري عملیاتو له اعلان سره جوخت، دغې ډلې خپل فعالیت پراخ کړی؛ اما طالبان به خپل هدف ته ورسېږي؟

د ځواکونو تجهیز

امنیتي او دفاعي ځواکونه په درنو وسلو، جنګي الوتکو او جنګي چورلکو تجهیز شوي دي. د ۱۳۹۴ کال په لړ کې هند ۴ جنګي هليکوپترې له هوايي ځواک سره مرسته وکړه. د امریکا متحده ایالاتو هم په جنګي چورلکو سربېره، جنګي الوتکې هم ورکړې دي چې همدا اوس عملا په عملیاتو بوختې دي.

همدا راز د لومړي ځل لپاره په هلمند کې د افغان هوايي ځواک د بې‌پيلوټه الوتکو (ډرون) مرکز فعال شوی دی.

اوس وخت کې افغان هوايي ځواک، له دغو الوتکو او چورلکو څخه استفاده کوي؛

اې-۲۹ سوپر ټوکانو جنګي الوتکې

پي‌سي-۱۲ کشفي/ جنګي الوتکې

مې-۲۵ جنګي چورلکې

مې-۱۷ ټرانسپورټي/ جنګي چورلکې

مې-۳۵ زرهي جنګي چورلکې

اېم‌ډي-۵۳۰ جنګي چورلکې

سي-۱۳۰ ټرانسپورټي الوتکې

سي-۲۰۸ ټرانسپورټي الوتکې

بې‌پيلوټه (ډرون) الوتکې

د روان کال په اوږدو کې د اې-۲۹ سوپر ټوکانو نورې الوتکې به هم له هوايي ځواک سره مرسته وشي.

همدا راز ټاکل شوې ده چې د بې‌پیلوټه (ډرون) الوتکو دویم ګروپ هم په نږدې راتلونکي کې فعال کړای شي.

یوازې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې هوايي ځواک ۸۳ جنګي الوتنې کړې.

د دوی تمرکز د وسله‌والو طالبانو پر مورچو و چې په پایله کې یې په سلګونو طالب جګړه‌مارو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سیمه‌ییزه اجماع

د سولې خبرو لپاره د لارې نقشې جوړولو په هدف د هماهنګۍ په څلور اړخیزه غونډه کې پرېکړه شوې چې د سولې خبرې به پر مخ وړل کېږي، خو که کومه ډله خبرو ته نه حاضرېږي، نو څلور واړه هېوادونه (افغانستان، پاکستان، چین او امریکا) به يې پر وړاندې اقدام کوي.

که څه هم تر اوسه پاکستان رښتینی نه دی، خو چین او امریکا عملا لاس په کار شوي دي. چین د پاکستان، افغانستان او تاجکستان په ګډون د یوه نوي ایتلاف رامنځ‌ته کېدو هڅې له مخکې پيل کړې او په ګړندیتوب سره پر مخ روانې دي.

چین په پام کې لري چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په هدف د افغان ځواکونو تجهیز په برخه کې مرسته وکړي. بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسله‌والو طالبانو پر ځپل کېدو ټینګار کړی دی.

د څلور اړخیزې غونډې له تصویب سره سم، باید دغه هېوادونه د وسله‌والو طالبانو او ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي.

که څه هم چین او امریکا خپل چمتووالی څرګند کړی، خو لا هم پاکستان رښتینی نه دی. مهمه ده چې پاتې درې هېوادونه (چین، امریکا او افغانستان) په ګډه پر پاکستان فشار راوړي، څو د وسله‌والو طالبانو له ملاتړ څخه شاتګ وکړي.

د جګړې پراختیا

افغان حکومت په دریو جبهو کې په جګړه بوخت دی:

۱. داعش او نړيوال ترهګر؛ ۲. د اختر منصور ډله؛ او ۳. د ملارسول ډلې په ګډون نورې کوچنۍ مخالفې ډلې. په مقابل کې د اختر منصور په مشرۍ طالبان هم له دریو جبهو سره مخامخ دي: ۱. افغان ځواکونه؛ ۲. داعش؛ او ۳. انشعابي طالبان.

د جبهو زیاتوالی د جګړې پراختیا په مانا ده، خو د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د دندو وېش او امکاناتو ته په کتو، دا ویل کېدای شي چې امنیتي ځواکونه برلاسي دي، ځکه سربېره پر دې چې افغان دفاعي ځواکونه د داعش پر وړاندې پر مبارزې اخته دي؛ د اسلامي دولت ډلې ځپلو په موخه امریکا هم اقدامات کړي دي.

د امریکا له خوا د روان کال په جنوري (۱۳۹۴، جدي) کې، د داعش ځپلو په موخه د هوايي بمباریو امر صادر کړ. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ویاند جنرال چارلز کلیونډ په وینا، د تېرو دریو میاشتو په لړ کې شاو خوا سل هوايي بمبارۍ شوي چې له اویا تر اتیا سلنې یې د داعش پر مواضعو متمرکزې وې.

په دې اساس د افغان حکومت پر وړاندې یوازېنی خنډ د اختر منصور ډله شمېرل کېږي؛ ځکه د داعش پر ضد مبارزې په برخه کې امریکا خپل فعالیت پیل کړی، د ملارسول ډله د امنیتي ځواکونو د مقابلې توان نه لري او تر اوسه یې یوازې د اختر منصور له ډلې سره جګړې کړې دي؛ خو طالبان بیا سربېره پر دې چې له افغان ځواکونو سره باید جګړه وکړي، د داعش پر وړاندې باید ودرېږي او انشعابي ډلې له مخې لېرې کړي؛ هغه څه چې عملا ناشوني دي.

نتېجه

د طالبانو د عمري عملیاتو له اعلان څخه درې اونۍ وړاندې، د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا شفق عملیات پیل شوي ول.

له تېرو کلونو سره د شفق عملیاتو توپیر په دې کې دی چې پخوا افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې ول، خو اوس مهال تهاجمي جنګ پر مخ وړې دي. دا چې د ځمکنیو قواوو له تهاجمي عملیاتو سره هوايي ځواک هم مل دی او د مخالفینو مواضع تر بریدونو لاندې راولي، ممکنه نه اېسي چې دغه ډله دې د بري لپاره چانس ولري.

همدا راز د طالبانو پر وړاندې سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شوې ده. چین او امریکا عملا د دغې ډلې پر وړاندې ولاړ دي (د سولې خبرو پیل په صورت کې دغه وضعیت بدلون موندلای شي) روسیه حداقل د خپلو سوېلي پولو او نفوذو ساحې خوندیتوب په موخه له افغان حکومت سره متعهده ده (د روسیې له خوا لس زره کلاشینکوفه د لومړنیو مرستو په توګه افغانستان ته ورکړل شوي او په نږدې راتلونکې به نورې وسلې هم د افغانستان په واک کې ورکړي)، ایران هم د خپلو ګټو خوندیتابه په هدف په افغانستان کې بې ثباتي نه غواړي (دا استثنا په خپل ځای دی چې ایران د لنډمهاله اهدافو لپاره له طالبانو سره مرسته کوي).

یوازې پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي چې د نړيوالې ټولنې د فشارونو زیاتوالي په صورت کې، حالات بدلون موندای شي.

بل لور ته د طالبانو داخلي تشتت او د جنګي جبهو زیاتوالی (داعش، د ملارسول ډله، افغان ځواکونه) د دې ډلې د قوت د وېش په مانا دی.

پورتنیو ټکیو، ځمکنیو حقایقو او د تېرو څو ورځو په اوږدو کې د طالبانو په شا تمبولو او د بریدونو خنثا کولو ته په کتو، حداقل د اوس لپاره نه شي کېدای چې وسله‌وال طالبان دې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې