له طالبانو سره سوله ممکنه ده؟
که موږ چېرته په نړۍ کې د ملي دولتونو پر وړاندې د نیمهپوځي ډلو بغاوتونو او جګړو ته نظر واچوو، ډېرې داسې ډلې به مخې ته راشي چې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره یې له مذهبه د یوې وسیلې په توګه کار اخیست او د خپلو مذهبي باورونو په اساس حاضر نه وو چې له خپل مقابل لوري سره سولې او خبرو اترو ته کښېني. لکه د ایرلنډ جمهوري غوښتونکی پوځ چې په مسیحي عقایدو باندې سمبال و یا هم د فیلپین ازادي بښوونکی اسلامي جبهه «مورو»، یا هم د تاجکستان اسلامي تحریک ډله چې بالاخره حکومتونه وتوانېدل چې له دغو ډلو سره سوله وکړي او د خبرو مېز ته ورسره کښېني. اوس چې له طالبانو سره د سولې د بحث موضوع مخې ته راځي، نو له دوی سره سوله او خبرې اترې هم ناممکن کار نه دی. هغه عوامل چې له طالبانو سره یې خبرې اترې ناممکنې کړې دي، یو څه یې خپله طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته ور ګرځي او پاتې نور عوامل په تېرو پنځلس کالو کې زموږ د حکومتونو کمزوري او د دغې ډلې پر ضد ناکام سیاستونه وو چې لا هم د اوسني حکومت کړنې د دغو سیاستونو په مطلق ډول پاکې شوې نه دي.
د ایرلنډ جمهوري غوښتونکی پوځ، یو کاتولیکمذهبه سازمان و چې له کاتولیکي هویته یې د خپلو سیاسي ګټو لپاره کار اخیست، خو د دې تر څنګ یې یو ملتپاله حس درلود چې غوښتل یې بریتانوي پوځیان دې له شمالي ایرلنډه ووځي چې دوی په جنوب کې له خپلو کاتولیکو وروڼو سره سیاسي اتحاد ته ورسېږي، خو هغوی هڅه و نه کړه چې د بریتانیا ټولې جزیرې تر کاتولیکي مذهبي اصولو لاندې راولي. یانې دوی د کاتولیک مذهب د لارښوونو په اساس هڅه و نه کړه چې ټوله نړۍ کاتولیکه کړي او بیا د قیامت د راتلو لپاره انتظار وباسي.
زموږ د سیاستوالو او بین المللي همکارانو لویه تېروتنه دا وه چې دوی غوښتل د طالبانو له واقعیته انکار وکړي او دغه ډله بېخي حذف کړي، همدا کار یې د بن په کنفرانس کې وکړ، بیا یې په تېرو پنځلسو کالو کې په هر ورکشاپ، هره غونډه او هر بحث کې طالب د یو نه پخلاکېدونکي دښمن په توګه مطرح و، له دې انکار نهشي کېدای چې طالبانو په دې خاوره کې د خپلو سختو قوانینو او له اسلامه د خپلو خاصو برداشتونو له امله خورا درنې سزاګانې رواج کړې، بېدفاع خلک یې ووژل، عامه تاسیسات یې ړنګ کړل او د بېخي زیاتې تباهۍ لامل وګرځیدل او زموږ د ټولنې په ځانګړي ډول د پښتنو د وروسته پاتېوالي سبب شول، خو که هغوی دا هر څه کول مقابل کې یې د ځپلو روحیه لا پیاوړې کېده او تر اخېره په دې ټینګار کېده چې دا خلک باید بېخي ورک او تريتم کړای شي. د سولې په نامه هسې فرمایشي او پروژهيي هڅې تر ډېره په دې ولاړې وي چې د دوی ځیني افراد تسلیم شي، خو د دوی د ماهیت او ذات په اړه تحقیقات ډېر لږ کېدل چې دوی دي څوک او ولې ورځ تر بلې قوي کېږي او زموږ په دودیزه ټولنه کې ولې دومره ژورې ريښې لري؟ دا سمه ده چې پاکستان یا نور عربي ټروریسټي سازمانونه یې تر شا ولاړ دي، خو دا چې دوی څنګه زموږ ځوانان له لارې باسي او دا فکر او سوچ ولې دومره کشش لري، له دې زاویې دغې معضلې ته ډېره لږه پاملرنه شوې ده.
طالبان د جوړښت له پلوه اکثریت پښتانه جوړوي، خو بله خوا د دوی شعارونه او د شریعت پر تطبیق ټینګار ته چې ګورو په هغه کې دوی هر ډول قومي او نژادي توپير ردوي او هر څوک کولای شي د دوی غړی شي. که څه هم د طالبانو فکر او زدهکړې د دیني مدرسو او له دیوبندي مسلکه سرچینه اخلي، خو دوی په ټولنیز لحاظ په شدیده توګه د پښتني کلچر او رسم رواجونو تر اغېز لاندې دي، کله چې په کلي کور کې د دوی ژوند مطالعه شي بیا پوهېږو چې دوی چې هغومره ځانونه مسلمانان بولي تر څنګ یې پر پښتني او قبیلوي مناسباتو ته هم په همدومره اهمیت قایل دي. د دوی جهانبیني لکه د نورو اسلامي ډلو په څېر چې په نړۍ کې د سیاسي اسلام له لارې غواړي نړيوال خلافت را منځ ته کړي، فرق لري. ځکه اکثرو یې د پاکستان د قبایلي علاقو په پښتونمېشتو سیمو کې دیني زدهکړې کړې دي، نو دوی په فکري لحاظ کومه قوي تیوريکه مفکوره لکه نن سبا چې د سیاسي اسلام په پلویانو کې لیدل کېږي په دوی کې نهشته، دوی د سیاسي اسلام، دیني حکومت او د حکومتولۍ په اړه چې نن سبا اسلامي مفکران د نړۍ اوسنیو شرایطو ته په کتو کومې تیورۍ وړاندې کوي دوی داسې کوم څه نه لري. د دوی دغه محدوده جهانبیني، سنتي اسلام او پښتني روایات د دې سبب شوي دي چې د دوی داعیه تر افغانستان محدوده شي او د یو دودیز اسلامي ناسیونالیست غورځنګ په توګه وپېژندل شي.
دوی حتا تر اسلامي حزب چې په نړيوال سیاسي اسلام پورې تړلې یا د هغوی له افکارو متاثره ډله ده، د دې ظرفیت لري چې سوله وکړي، خو ستونزه دا ده چې دوی په سمه توګه د بین المللي ټولنې او افغان دولت لهخوا سولې ته نه دي دعوت شوي. ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره دغسې یوه اراده کړې ده، خو په کور دننه لا هم د دوی په اړه هماغه پخوانی د حذف سیاست روان دی، دلته داسې ډلې او دفشار ګروپونه شته چې طالبان حتا د یو بېوسلې سیاسي جریان په توګه هم نهشي زغملای.
د طالبانو په څېر شورشونه د مشخص رضایت او مذاکراتو له لارې چې په هغو کې ځینې سیاسي غوښتنې لکه د بهرنیانو وتل، یا په قدرت کې سهم او د سیاسي فعالیت اجازه ورکولو په څېر غوښتنو کې ختمیدای شي. خو د دې برعکس ځینې نورې اسلامي ډلې لکه القاعده او داعش بیا داسې کوم شرط نه وړاندې کوي، بلکې هغوی برعکس تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د بهرنیو ځواکونو شتهوالي ته خوشالېږي، ځکه دوی ته دلته د بهرنیو ځواکونو موجودیت د جنګ د دوام ښه پلمه په لاس ورکوي، دا ډلې د کومې خودمختارې سیمې لرل هم نه غواړي، د دوی غوښتنې تر ملي سرحدونو اوړي، حتا هڅه کوي خپل جهاد نورو سیمو ته وغځوي او بالاخره خپل خلافت را منځ ته کړي. دوی هیڅ ملي حاکمیت نه مني، ملګري ملتونه نه مني، دوی اوسنۍ بین المللي پولې ردوي، نو طالبان بیا داسې کومه ایډیالوژي او اهداف نه تعقیبوي.
د طالبانو په سیاسي افکارو او پروګرامونو کې یوازې د دیني احکامو تطبیق ځای لري چې هغه هم تر ډېره په ظواهرو را څرخي، ټول د شریعت په پلي کولو ټینګار کوي، خو په دې برخه کې کومه منسجمه تیوري نه لري. یو غربي څېړونکي ویلي دي «له طالبانو د هغه برداشت دا شی دی چې دا ډله که څه هم د عقایدو یوه روښانه ټولګه لري، خو په هغې کې ایډیالوژي او نظریهپردازي نهشته چې وکولای شي خپل غورځنګ ته د راتلونکي لپاره یو منظمه خط مشي وړاندې کړي.» له دې مالومېږي چې د طالبانو په منځ کې د ایډیالوژي په نوم څه نهشته. د دوی په منځ کې چې څه شته هغه د دوی له تعصبه ډکه عقیده ده چې ظاهراً یې د محرومو او کمسواده خلکو په منځ کې ډېر پلویان موندلي دي. په مذاکراتو کې د طالبانو لویه ستونزه دا ده چې د دوی په منځ کې د داعش په څېر نهپخلاکېدونکي تندلاري د منځني او حتا د لوړې کچې مشران پیدا شوي چې هغوی پرېمانه امکانات په لاس کې لري او هڅه کوي د دې ډلې سیمهیز عادتونه، خصلتونه او اهداف بدل او نړيوال کړي.
دلته په زغرده ویلای شو که چېرته زموږ حکومت او دولتي نظام د طالبانو د جذب لپاره منظمه برنامه او پروګرام ولري، که پاکستان او د دغې ډلې نور بهرني پلویان هر څومره هڅه وکړي بیا هم تر دې اندازې دا ډله قوي کېدای نهشي، اوس داسې ښکاري چې پاکستان نه غواړي دوی د سولې مېز ته حاضر کړي، خو د دوی منځلاري مشران د پوځي فشار له لارې ممکن خبرو ته اماده شي، د طالبانو نه د هغوی د منځلارو کسانو جلا کول ممکن دي، ځکه موږ په تېرو کلونو کې ولیدل چې ډېرو قوماندانانو یې مخ واړاوه او حتا اوس په خپلو کې هم په اختلاف اخته دي. که د دغې منځنۍ کچې قوماندانانو سره خبرې وشي او سیمهیزې ستونزې یې حکومت ور حل کړای شي دوی په اساني سولې ته حاضریدای شي. خو که په مجموع کې لکه څنګه چې د ولسمشر غني هیله ده، له دغې ډلې سره خبرې وشي او دا تحریک ټول له وسلهواله هغه څخه په سیاسي تحریک بدل شي، دا کار ممکن دی؛ ځکه اوس د دوی جهانبیني له د داعش او نورو سره په ټکر کې ده، له دغه فرصته باید افغان دولت، زموږ سیاستوال او بین المللي همکاران استفاده وکړي.
0 نظرونه