یوه څپېړه او سل مخونه
۷ ثور ۱۳۹۷ 111009 0 نظر محمد نعمان دوست

یوه څپېړه او سل مخونه

ولسي جرګې د خپلو غړيو د اعمالو له شامته خپل باور تر ډېره بایللی دی. دغه جرګه د هغو ارمانونو پوره‌کولو لپاره لاس په کار نه‌شوه چې ولس ترې تمه درلوده او د همدې تمې لپاره یې سرونه په لاسونو کې ونیول او د رایو تر صندقونو ولاړل.

د مقننه قوې دغه لوړه مرجع اوس د ولس په منځ کې  په رهنمای معاملات مشهوره ده او غړي یې په معامله‌کوونکیو یادېږي. په دې جرګه کې به سپېڅلي اشخاص هم وي، خو د هغوی رنګ دومره کمزوری دی چې په اسانه، نه لیدل کېږي.

د دغې جرګې غړي چې په دې فقیر او بېوزله هېواد کې تر ټولو زیات معاشونه او امتیازات اخلي، خپلو مسوولیتونو ته ژمن نه دي، په دې حساسو حالاتو کې  نږدې هره ورځ د جرګې تر نیمایي زیاتې چوکۍ تشې وي او دا ځکه چې دوی په شخصي کارونو او معاملو بوخت دي.

د ولسي جرګې غړي د خلکو مستقیم استازي دي. د دوی د عملونو له مخې نوره نړۍ د هغوی پر موکلانو هم حساب کوي؛ خو ځینې وکیلان کله داسې کار وکړي چې هیڅ پرتوګ ورته نه اغوستل کېږي او د ټولو موکلانو پاک حیثیت پر ځمکه وولي.

د چهار شنبې په ورځ همداسې یو له شرمه ډک کار وشو. د مقننه قوې یوه غړي پر قانون پښې کېښودې او په دغه ملي اداره کې یې د یوه فلمي بدمعاش رول ادا کړ. وکیل صاحب  یو سپین ږیری وزیر د ټولې نړۍ په مخ کې په څپېړه وواهه، ټوله نړۍ ورته ځکه وایم چې دا صحنه له ټلویزیونونو نشر شوه او خواله رسنیو هم دغه ویډیو پورته کړه.

وکیل داسې کار وکړ چې نه یوازې د قانون خلاف و، بلکې زموږ د کولتور او عنعناتو خلاف هم و. وکیل له ځانه پر مشر سړي باندې ګوزار وکړ او هغه هم په عام مجلس کې  او له دې سره یې هغه داعیه داغداره  کړه چې افغانان د لوړ فرهنګ لرونکي دي. شاید بهرنیان ووايي چې د کوم ولس وکیلان چې په ستره تقنیني مرجع کې دغه شان اعمال تر سره کوي، موکلان به یې د کوم اخلاقي معیار خاوندان وي؟

د کلیو او پراختیا سپین ږیري وزیر نصیر احمد دراني وویل چې مشواڼي ترې په کونړ کې د یوې پروژې (۲۰٪) باج غوښت؛ خو ده و نه مانه او دا ځکه چې که دا پیسې ورکړل شوې وای، د پروژې کیفیت خرابېده؛ نو خپل غضب یې نن سوړ کړ.

که څه هم مقابل لوری «د کونړ استازی سخي مشواڼي» دغه ادعا ردوي، خو د ځینو وکیلانو په اړه دغه شان ادعاوې اوس د ادعاوو په حد کې نه دي پاتې او خلکو ته سپین حقیقت ښکاري.

په هر صورت، زه دا نه وایم چې وزیر به تک سپین وي، خو دا ویل غواړم چې د هغه په مقابل کې دغه شان عمل یوه لویه ګستاخي او لوی جرم دی او حتا ټول ولس او په تېره خپلو موکلانو ته سپکاوی دی. د وکیل څپېړه د وزیر لپاره نه یوازې فزیکي، بلکې روحي تعذیب هم دی او هر ډول تعذیب اساسي قانون منع کړی دی. د دغه قانون په نهه ويشتمه ماده کې لولو: «د انسان تعذيب منع دی. هيڅوك نه شي كولاى چې له بل شخص څخه حتى د حقايقو د تر لاسه كولو لپاره، كه څه هم تر تعقيب، نيونې يا توقيف لاندې وي او يا په جزا محكوم وي، د هغه د تعذيب لپاره اقدام وكړي يا يې د تعذيب امر وركړي...»

دغه وکیل پورته ماده نقض کړه او هغه هم په علني مجلس کې. د قانون تقاضا دا ده چې باید دغه شان خلک تر عدلي تعقیب لاندې راشي او د عدالت د مېز مخې ته خپل ځواب ووايي.

 د اساسي قانون له مخې که وکیل  د یوه مشهود جرم مرتکب شي؛ نو مسوول مامور كولاى شي متهم د هغې جرګې له اجازې پرته چې دى يې غړى دى، تر عدلي تعقيب لاندې راولي او ويې نيسي...

اوس به وګورو چې دغه مادې عملي کېږي او که د مصلحت ناولې پښه پرې ایښودل کېږي؟

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې